افغانستان

سرنوشت: حکومتي مشران خلکو ته پرلپسې « دروغ » وايي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشرانو د ټاکنو له ژمنو نیولې تراوسه پورې افغان ملت ته «دروغ» ويلي دي، چې له امله يې د ولس او دولت تر منځ فاصله ډېره شوې او د خلکو باور بشپړ تاواني شوی دی.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې د سیاسي چارو د شنونکو له قوله ليکلي چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو پخپله نږدې نهه میاشتنۍ واکمنۍ کې ولس ته پرلپسې دروغ ويلي دي.

د پوهنتون استاد ناصر شفيق د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د ملي امنیت له لوري د لاس لیک شوي تړون په اړه سرنوشت ته ويلي چې د دې پر ځای چې دولت په دې اړه وضاحت ورکړی وای دوی دوامداره دروغ وویل.

له آی ایس آی سره د تړون په اړه لا هم ناندرۍ روانې دي، ګډ حکومت دغه پروسه د پردې شاته بلله خو تر رسوا کېدو وروسته يې له لاسليکېدو چورلټ انکار وکړ.

پاکستاني لوري بیا پرلپسې د دې تړون د لاسلیک تاييد کړی دی او ورسره په څنګ کې له کابله خپرېدونکي ويسا ورځپاڼې داسې شواهد خپاره کړل چې د دې سند د لاسلیک تاييد يې کاوه، دې ورځپاڼې د دې سند د کاپي د تر لاسه کولو دعوه وکړه او دا ناندرۍ يې رسنیزه کړه.

د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ هم د دې سند د لاسلیک تاييد کوي او وايي چې دغه سند د ۷۰ میليونو ډالرو په بدل کې لاسلیک شوی دی، دده په وينا هېواد د ۷۰ میلیونو ډالرو په بدل کې پر آی ایس آی «خرڅ» شو.

سرنوشت د نورو شنونکو او خبريالانو په حواله لیکلي چې دولت په امنيتي پرمختګونو کې هم تل دروغ ويلي دي، چې د نمونې په توګه يې د کندوز د چهاردرې ولسوالي یاده کړې ده، چې دولت يې د بېرته نیولو دعوه کوي خو ځايي خلک وايي چې لا هم طالبان واکمن دي.

تر دې وړاندې پژواک هم د ۱۱۱ فرقې د دویم کنډک د لومړۍ ټولۍ د یو جګړن ويډيويي کليپ خپور کړی و، چې په کندوز کې له خپلو مشرانو ناراضه و او هغوی يې پر دروغ ویلو تورنول.

جګړن عبدالخبیر وايي چې دی تل « سپين » وايي خو د دوی مشرانو ورته تل ان « اتیا سلنه » دروغ ويلي دي، د ده په خبره ځينې چارواکي د کندوز مرکز ته راشي بېرته لاړ شي او رسنیو ته له ځانه خبرې کوي خو د جګړې له لومړۍ کرښې خبر نه وي.

یاده دې وي ګډ حکومت د نهو میاشتو په اوږدو کې د ټاکنو په دوران کې شوې ژمنې هم نه دي عملي کړي په داسې حال کې چې اشرف غني به د واک په پیل کې دا ټینګار کاوه، چې که يې د ولس په دسترخوان کې په پنځه دېرش ورځې کې بدلون را نه وست دی به یو ناکام سیاستوال وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x