نظــر

ستراتیژیک تړون او «الفاروق»؛ عمل او عکس العمل

تېره اونۍ د مۍ میاشتې په دویمه نېټه، د شپې په تپه تیاره کې، تور اوباما له امریکا راوخوځېد؛ دلته په کابل کې یې تورو لاسپوڅو ورته د ستراتیژیک تړون سند تیار کړی، لاس په نامه ولاړ وو. په دې تور تړون، له اتلسو میاشتو راهیسې کار روان و، د کار د ټیم مشري، د کابل په حکومت کې د جرمني د ګټو ساتندوی، رنګین سپنتا ته په غاړه وه. هره اونۍ به یې رسنیو ته د پرمختګونو خبر ورکاوه، ته وا افغانستان نور د ابد لپاره راته امن کوي!!

د کرزي، سپنتا، رسول او … د افغانستان او افغانانو څه غم لري؛

دوی ټول له بهره له خپلو دیپلومات بکسونو سره راغلي دي، دلته د ډالر خیرات کې د خپلو لمسیانو لپاره هم غم خوري او چې سبا دا اوسنی ولسي مقاومت بریالی شو، بیا نو د دوی تګ صرف تر هوايي ډګره پورې خطر سره دی، بیا نو هر هېواد خپل ګوډاګي له ځانه سره اوچتوي. اوس که د ښکېلاک په لاس زموږ د وطنوالو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي، په سپنتا یې څه، د ده کور په جرمني کې دی، د کرزي میرویس جان په ارګ کې دی او د نورو یې هم همداسې… دلته ولس دی، چې هره ورځ شهیدېږي، تړل کېږي، بندي کېږي او لوټېږي… دلته د ولس له دیني او ملي ارزښتونو سره لوبې کېږي… سپنتان ډوله خو اصلاً دغه ارزښتونه نه پېژني! د هغه یې په دو څه!

دا دی له لسو کلونو زیاته موده وشوه، چې د هېواد پاکه خاوره د ښکېلاکګرو تر پښو لاندې ده، هره ورځ وژنې او ورانونې… دا لا تړون نه و شوی، اوس چې تړون وشو دا په حقیقت کې دغو ورانونو او وژلو ته د قانون جامه وراغوستل دي. له دې وروسته بیا هم د زنګاوټ په څېر د غمیزو د پېښېدو امکان شته، هاغه چې د یوه ځوان د کورنۍ نهه تنه غړي ورته سوله ساتونکي ځواک شهیدان کړي وو… د هغه ځوان لپاره هماغه نهه تنه د کورنۍ غړي هر څه وو، چې ښکېلاک تري تم کړل. خو، په کابل کې ناست چارواکي یې څه غم کوي، د دوی خو نه زوی/لور مړي شوي دي او نه هم کوم بل خپل. د دوی احمقانه استدلال دا دی، چې ستراتیژیک تړون به افغانستان له ګاونډیانو وساتي، دا ښاغلي له دې نه دي خبر، چې ګاونډي لا څه چې همدغه «سوله ساتونکي» راته د ټوپک شپېلۍ راګرځوي او زما مور، خور، زوی، لور او بوډا پلار د خوب په بستر کې په ابدي خوب ویده کوي. کاش چې د یرغلګرو په عملیاتو کې کومه ورځ خو د سپنتا اولاده هم وژل کېده، کاش د کرزي کورنۍ هم کړول کېده، بیا به مو منلې وای چې که دا «ساتونکي» موږ وژني خیر، خو چې افغانستان وساتي… ولې دوی خو مو له هر څه خلاصوي…

تړون او الفاروق؛ عمل او عکس العمل

ستراتیژیک سند خو په ناڅاپي ډول لکه د غلو ډاکه، امضا شوه، داسې نا څاپي چې هېچا هم باور نه کاوه، ټول پوه وو، چې حامد کرزی یې امضا کوي، که د د دودیزې جرګې هغه وینا یې ټولو ته په یاد وي، ویل يې «ما این سند را امضا می کنیم». مخکې له دې چې د هغه فرمایشي او ګلچینې جرګې خوار غړي پرې خپل له پخوا طرحه شوی نظر ورکړي. ناڅاپي دا وه، چې د سه شنبې په شپه چا ګومان کاوه، چې نن شپه دې تور اوباما په توره شپه تور تړون لاسیکوي. خو په دې شپه کې حکمت و، په همدې شپې او تقریباً همدغو شېبو کې کال مخکې د افغان جهاد پخوانی مالي او ځاني ملاتړی او د اسلامي نړۍ د ستر مجاهد، شهید اسامه بن لادن لومړنی دردناک تلین و. دښمن وغوښتل، چې په همدې شپه خپل ولس ته د خپل تېر کال لاسته راوړنه یو ځل بیا ور په زړه کړي. استعمار د تاریخ په اوږدو کې دغه ډول لږ اعمال نه دي ترسره کړي، دا نوې خبره نه ده.

تېره میاشت چې د ناټو ویاند په کابل کې وویل، چې طالبانو سږ کال پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي او د حملو درک یې نه شته. په ځواب کې ذبیح الله مجاهد، ډاډ ورکړ، چې د عملیاتو پلان تر کار لاندې دی. اوس د دې سند له لاسلیک سره سم، چې د «الفاروق» عملیات اعلان شول، دا د سند له وخت سره سمون یې ښايي تصادف وي، خو دا یو ډېر ښه عمل او عکس العمل انځوروي. دا ښيي، چې د اسلامي امارت قهرمان مجاهدین به دښمن سږ پسرلی د «الفاروق» تر کاري ګوزارونو لاندې نیسي. د تېر کال «بدر» عملیات ډېر موثر، دقیق، پرځای او له ډېرو نوو او غیر معمولي نظامي تکتیکونو سره مله وو. «بدر» کې دوه مهمې ځانګړنې دا وې، چې یو یې د حکومت لوړ پوړي چارواکي نښه کړل او بل یې د اردو په منځ کې اسلام او هېواد ته ژمن ځوانان پیدا کړل. د لوړ پوړو دولتي چارواکو نښه کول، د دښمن مورال له صفر سره ضرب کړ او د اردو له منځه پر یرغلګرو ګوزارونو بهرنیان سخت بې باوره کړل.

د «بدر» تجربې به حتماً په «الفاروق» کې هم کارېدلي وي، خو نوي نوي تکتیکونه به ضرور په کې وي. دا ځل دا د دې سند امضا به د اسلامي امارت مجاهدین لا پسې وپاروي او لکه پر «ګرین ویلیج» باندې چې یې د یرغل په واسطه د اوباما راتګ ته ډېر ژر هرکلی ووایه، همداسې به په حساسو وختونو او ځایونو کې خپل تمرکز ساتي.

د مارچ په میاشت کې چې کله په زنګاوټ کې امریکایي لنډه غرو زموږ هېوادوال په بې رحمانه ډول شهیدان کړل، د اسلامي امارت چارواکو د غچ ګواښ وکړ. په دغه ډول حساسو حالاتو کې په تېره چې کله پر ولس مستقیم تېری شوی وي، د امارت له لوري د خپلو خلکو د غچ اخیستو خبره ډېره مناسبه ده او ولس هم له امارت څخه همدا هیله لري. په دغه ډول غبرګونونو سره به امارت لا ډېر پراخ ولسي ملاتړ خپل کړي. د «الفاروق» عملیاتو د اعلان په اعلامیه کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې پر مخنیوي ډېر ټینګار شوی دی، چې دا هم ډېره مهم مسئله ده. دا به اوس وخت ثابتوي، چې «الفاروق» به له «بدره» څومره مخکې کېږي. هیله ده، «الفاروق» د ستراتیژیک سند خیال په خوب بدل کړي، څو «الفاروق» هم تر «بدره» په شا نه شي. خبره به د حمزه بابا پر یو بیت راونغاړم، «پام کوه حمزه چې د الفت نه په شا نه شې… دا ښکلی آغاز دې تر انجام ورسوه».  

ځلاند اندیال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x