باميان: د شيبر ولسوال په يو بريد کې ټپي شو

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): د باميان ولايت شيبر ولسوالۍ ولسوال د طالبانو په يو بريد کې ټپي شو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د شيبر ولسوال په يو بريد کې مرګونی ټپي شو او موټر يې له منځه تللی دی.

بل پلو د باميان ولايت وياند عبدالرحمن احمدي افغان اسلامي اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نن سهار نهه بجې د شبير درې ريګشن سيمه کې طالبانو د ولسوال عظيم فريد پر موټر بريد کړی، مګر نوموړی له دغه بريده روغ وتلی او يوازې موټر يې زيانمن شوی دی.

باميان د نورو په پرتله ارام ولايت دی، مګر بغلان او پروان ولايتونو سره په ګډه پوله پرتو ولسواليو شيبر، کهمرد او يو شمېر نورو سيمو کې وخت پر وخت بريدونه او چاودنې کيږي.

د باميانو امنيتي چارواکي وايي، چې د بغلان او پروان طالبان دغه ولايت ته راځي، دلته بريدونه او چاودنې کوي او بيا خپلو سيمو ته ځي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د