روژه د چا لپاره د تباهۍ او هلاکت مياشت ده؟

احمدالله احمدزی

روژه، چې څرنګه د خير، برکت او د الله تعالی له لورې د مغفرت او انسان ته د بښنې مياشت ده، دغه رنګه يو شمېر کسانو لپاره د تباهۍ مياشت هم ده.

کېدای شي د ځينو دوستانو ذهن ته دا خبره راشي، چې روژه څرنګه د تباهۍ مياشت ده، د دې لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم دې حديث ته بايد پام وکړو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «رغم أنف امرئ دخل عليه رمضان, ثم انسلخ قبل أن يغفر له » د هغه سړي پوزه سپيېره ده «هلاک» دی، چې روژه پرې راشي او بيا دغه مياشت ترې لاړه شي او ده ته په کې مغفرت نه وي شوی.

په يو بل حديث مبارک کې راغلي: « ما أتى على المسلمين شهر خير لهم من رمضان, ولا أتى على المنافقين شهر شر لهم من رمضان, وذلك لما يعد المؤمنون فيه من القوة للعبادة, وما يعد فيه المنافقون من غفلات الناس وعوراتهم, هو غُنم للمؤمن, ونقمة للفاجر» رواه احمد

پر مسلمانانو له روژې پرته دومره بختوره او د خير مياشت نه راځي او نه پر منافقانو له دې روژې بده او د شر مياشت راځي؛ ځکه چې مومن روژه کې

د عبادت لپاره تياری کوي او منافق د خلکو غفلتونو او عيبونو پسې ګرځي، نو دا مياشت د مومن لپاره غنيمت او د فاجر لپاره تباهي ده.

په تېرو برخو کې مو د روژې ګټې، ايماني قوت د مسلمانانو د تربيې او اصلاح په اړخونو خبرې وکړې، خو دې برخه کې د هغه چا په اړه لنډ بحث کوو، چې روژه د دوی لپاره تباهي او بربادي ده.

روژه کې کوم خلک زيانمن او تباه دي؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه» څوک چې روژه د خپل ايمان او له الله تعالی د اجر لپاره ونيسي، نو د هغه ټول پخواني ګناهونه به ور وبښل شي.

دلته علماء کرام فرمايي، که څوک روژه د ايمان او اجر په نيت ونه نيسي او يوازې د کلي او قوم د رواج او ريا لپاره ونيسي، نو دغه سړي ته هېڅ اجر و ثواب نه شته، بلکې بالعکس دغه سړی هلاک دی؛ ځکه هلاک دی، چې يو مسلمان ته په روژه کې مغفرت او بښنه ونه شي، نو کله به کېږي؟

هغه څوک هلاک دی، چې روژه کې د ورځې د الله تعالی له عبادت څخه غافل وي، ورځ په خوبونو، عبثو کارونو او شپې په مستيو، مجلسونو او نورو کارونو تېروي. تراويح، د قرانکريم تلاوت، تهجد او نور نوافل ترې پاتې وي، نو دغه ډول خلک د الله تعالی له مهربانۍ بې برخې وي او څوک، چې د الله تعالی له مهربانۍ بې برخې وي، نو دغه سړی خو خامخا هلاک دی. الله تعالی دې موږ تاسې ترې وساتي.امین

هغه څوک هم تباه دی، چې روژه کې هم خپلو عملونو، خبرو او فکر کې اصلاح را نه ولي او اوس هم کنځل، سپکې خبرې، بد کارونه نه پرېږدي.

حديث شريف کې راغلي: څوک چې بدې خبرې او بد کارونه او جهل نه پرېږدي، نو الله تعالی د هغه لوږې، تندې ته هېڅ اړتيا نه لري.

هغه څوک هم تبا دی، چې روژه کې يې هم له جومات، د جمعې لمونځ او نورو عبادتونو سره اړيکې پيدا نه شي او همداسې غافل پاتې شي.

الله تعالی فرمايي: فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا. سورت مريم ۵۹ايت

له دوی «انبياوو» وروسته داسې خلک ځای ناستي شول، چې لمونځونه يې ضايع کړل او شهوتونو پسې لګېدلي وو، نو دغه خلک به د جهنم «غی» کندې ته غورځول کيږي.

مفسرين د اضاعوا الصلاة په اړه وايي، چې فرض لمونځونه يې پرې ښودل يا يې له خپل وخته وروسته کول.

او سعيد بن المسيب فرمايي: چې د ماسپښين لمونځ تر هغو نه کوي، تر څو چې ماذديګر نه وي راغلی او د ماذديګر تر ماښامه نه کوي، نو دغه کسان به د جهنم کندې ته غورځول کېږي.

علماء فرمايي،هغه څوک هم هلاک دي، چې په دې حقه روژه کې خوراک، څښاک، جماع، غيبت، شيطاني، کينه بغض، ملنډې، فحش او نور ناروا کارونه کوي.

يوه ډله هغه خلک هم زيانمن او تباه دي، چې د روژې په اولو ورځو کې يې عبادت، لمونځونو، او تلاوت ته کش ورکړی وي، مګر څو ورځې وروسته يې همت ختم شي، بس پاتې روژه په لهو و لعب تېروي، نو داسې خلک تباه دي، ځکه چې داسې کسان هم د الله تعالی له مغفرت او بښنې بې برخې پاتې کيږي او څوک چې د الله تعالی له مغفرته بې برخې شي، نو دا خک هلاک دي.

د نور عبادت تر څنګ بايد دا يادونه وشي، چې روژه کې څوک له قرانکريم سره ملګرتيا پيدا نه کړي، نو دا سړی هم د الله تعالی له مهربانۍ بې برخې دی.

د سلفو صالحينو عادت دا و، چې روژه کې به يې ټول درس او تدريس، حتا د حديثو درس هم پرېښود او ټوله روژه به يې د قرانکريم تلاوت کاوه.

روژه د خير و برکت، د بې وزلو دوستانو، ګاونډيو او نورو غريبانو د حال له خبرېدو مياشت ده او هر مسلمان بايد د خپل توان په اندازه خپلو بې وزله دوستانو، خپلوانو او نور اړو کسانو سره مرستې وکړي، مګر هغه څوک هم هلاک دی، چې په دې مبارکه مياشت کې يې هم لاس تر شا تړلي وي، نه د لوږي غم ورسره وي، نه د روژه دار، نه د مساپر، نه د يتم او نه د کونډې غم وړی وي او ټولنيزو خيريه کارونو له برخې اخېستې بې پروا وي، نو دغه خلک هم د الله تعالی له مغفرت او مهربانۍ بې برخې دي.

الله تعالی دې موږ ټول د هغو خلکو له ډلې وساتي، چې روژه پرې راشي او دی په کې ځان د الله تعالی د بښنې وړ ونه ګرځوي.

رښتيا هم ډېر د افسوس او اندېښنې ځای دی، چې دېرش ورځې پر موږ همداسې تېرې شي، چې نن به عبادت ته ملا تړم، سبا به يې تړم او دې کې ټوله مياشت تېره شي او موږ پر ځان هم نه يو خبر.

دا دی، د روژې لسمه ده او موږ پر دې پوه هم نه شو، چې دا نهه ورځې څنګه تېرې شوې او يوازې شل ورځې پاتې دي، نو راځئ ټول مسلمانان ورونه، خويندې له دې مبارکې مياشتې داسې ګټه پورته کړو، چې الله تعالی مو ايمانونه پرې قوي کړي، عقيده او عملونه مو سم شي او پاتې ژوند هم د روژې په څېر تېر کړو.

الله تعالی مو دې په خپل فضل او مهربانۍ له هغه چا وساتي، چې روژه پرې راشي او دی د الله تعالی له بښنې بې برخې پاتې شي.

اللهم آمين.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د