شعـــــرونهپښــــتو ادب

غزل / ټکور

چنار ټکور

تلوار مکړه لیونیه لږ خو تم شه
شیرین عمره بېړنیه لږ خو تم شه

په سلګو سلګو خو مه رانه تېریږه
د ژوندون ماذیګریه لږ خو تم شه

د ځوانۍ په درشل اوس یمه ګډ شوی
درته سوال کوم مرګیه لږ خو تم شه

انقلاب دی خدای خبر چې بیا به راشې
طالب جانه ګلالیه لږ خو تم شه

اسمانونه ځمکې واړه درته ژاړي
ای د درد سویه ذګېرویه لږ خو تم شه

همېشه په چیغو چیغو مه ژړېږه
د ټکور غریب زړګیه لږ خو تم شه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x