افغانستان

کندوز: یو لوړ پوړی نظامي چارواکی د دولت د «بې کفايتۍ» د بيان په جرم زنداني شو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۴ل): په کندوز کې د روانې جګړې په اوږدو کې له رسنیو سره یو لوړ پوړي پوځي چارواکي د کندوز په اړه رښتوني معلومات شریک کړل، چې په بدل کې يې نوموړی زندان ته ولويد.

راپورونه وايي چې جګړن عبدالخبیر شکیب وروسته له هغه د زندان د تمبو شاته ولوید، چې له پژواک خبري اژانس سره په يې په خبرو کې د کندوز په اړه رښتينې پېښې رسنیزې کړې.

د ۱۱۱ مې فرقې د دویم کنډک د لومړۍ ټولۍ دغه جګړن دوه ورځې وړاندې په کندوز ولایت کې له پژواک خبري اژانس سره په ويډيويي خبرو کې د پوځ نور لوړپوړي چارواکي د کندوز په اړه د څرګندونو په برخه کې «دروغجن » وبلل.

جګړن شکیب وویل چې پوځي چارواکي لکه مراد علی مراد یوازې د کندوز تر مرکزه راشي، بېرته کابل ته لاړ شي او رسنیو ته د چهاردرې په اړه دروغ معلومات ورکوي، د هغه په خبره چارواکي دوی ته « اتیا سلنه دروغ » وايي.

نوموړی په دې ويډيو کې پر دې ټینګار کوي چې دی له چا وېره نه لري او غواړي « سپين » وغږېږي، د هغه په خبره مراد علي مراد له د چهادرې له لومړي خطه نه دی خبر، خو خبرې د چهاردرې په اړه کوي.

یاده دې وي طالبانو څو ورځې وړندې د کندوز چهاردره او دشت ارچې ولسوالۍ یو پر بل پسې ونیولې، چې دولتي سرچينو د چهاردرې د بېرته نیولو دعوه وکړه خو د کندوز د ولايتي شورا غړو وویل چې لا هم په سیمه کې طالبان واکمن دي او دولتي چارواکي « دروغ » وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په ټوله نړی کی د اسی شرمیدلی او بی کفایته اداره بله نشته ، د طالبانو وسلی تر دوی ډیر ښکته دی طالبان تر دوی کم شمیره دی ، ولی تل بریالی بریدونه کوی ، یعنی نظامی روزنه نشته ، قومانده یی پراګنده ، یو عسکر د یو او بل عسکر یا افسر د بل چارواکی په قومانده عمل کوی ، یوه رسنی کی می ولیدل چه د هلمند د کوم ولسوالی پولیسو د ملی اردو څخه د ټآنګ هیله کړی وه هغوی ورته ویلی وو چه مونږ تانګ کرایی درکولی شو ، دا نو حکومت دی ؟ وایی یوه… نور لوستل »

ف.ا

بیانزی استاده. باور وکره ستاسی احساساتی کامنتونه په خوند لولم. خو ستا په نظر دا فاسد نظام باید سه وکری؟ شاید تاسی به هم افغان یاست نو دا ملک خو پر تا هم حق لری. د شمشتو د کمپ نه تر احساساتی کامنتونو به غوره وی چه ته لاس په کار شی. که د دی فاسد نظام پر خلاف جهاد روا وی او په وسله وال مخالفت یی سری جنت ته زی نو اول ته واسکت واغونده انتحاری وکره چه موژ ته ثابت شی بیابه موژ هم ستا لار تعقیب کرو . استاد محترم: که جنگ د حل لار وای… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x