
میدان وردګ: د ځمکو غصب زور اخیستی
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان ودرګو ولایت اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت په سید اباد ولسوالي کې د ځمکو غصب زور اخیستی دی.
د دوی په خبره د نوي والي له راتګ سره د کابل ـ کندهار لویې لارې ته څېرمه په ټوپ دښته کې سلګونه جریبه ځمکه غصب شوې ده او لا يې هم لړۍ روانه ده .
له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼه وايي چې دوی داسې اسناد تر لاسه کړي دي چې دغه ځمکه په دولتي ادارو کې ثبت شوې ده.
ورځپاڼه کاږي: «دغه ځمکه دولتي او د ولایت د املاکو او اراضي په اداره کې په (۲۷۴۹) نمبر فورمه په ۱۳۴۷ لمریز کال کې دولتي تثبت شوې ده.»
د سیمې د خلکو په قول د ځمکې غصب ځکه زور اخیستی، چې په همدې سیمه کې د میدان وردګو پوهنتون جوړېږي چې ورسره د ځمکې ارزښت هم ډېر شوی دی.
د دوی په خبره د ځمکو د غصب دغه لړۍ په سیمه کې د اردو او پولیسو د پوستو تر څنک او سترګو لاندې روانه ده، چې ښايي دوی ورسره شریک وي.
د ټوپ دښتې یو تن اوسېدونکی د نوم نه ښودو په شرط وايي د دې پوستو عسکر له غاصبینو سره یوه خوله دي، د هر جریب په بدل کې دوی ته ټاکلې پیسې منل شوې دي.
د ده په خبره د پوستو عسکر هغه خلک ويني چې په موټر کې راځي، ځمکه اندازه کوي او وروسته يې نښانه کوي.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني د واک په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې ټولې غصب شوې ځمکې به د زور واکو له غصبه خلاصوي خو د نورو ژمنو په څېر يې د دې ژمنې هم کوم عملي څرک نه ښکاري.
د ميدان وردګو والي حیات الله حیات بیا د دې غصب له لړۍ نا خبري ښيي او وايي که ورته ثابته شي د مخنيوي هڅه به يې وکړي.
ياده دې وي د ځمکو غصب نه یواځې په یاده سیمه کې زور اخیستی، بلکې د ګډ حکومت له داخلي ګډوډۍ نه په ګټې ګڼو زور واکو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې دغه لړۍ ګرمه ساتلې ده.