ټکنالوژي

د لینوو د نوی سمارټ فون ځانګړتیاوې افشا شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): د ټکنالوژي ځينې مشهورې پاڼې د لینوو کمپنۍ نوی سمارټ فون چې وایب ایس ۱ (Vibe S1) نومول شوی ځانګړتیاوې افشا کړي. د راپاورونو پر بنسټ لینوو کمپڼۍ غواړي خپل دغه سمارټ فون نژدې راتلوونکي کې کاروونکو ته وړاندې کړي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د لینوو کمپنۍ دغه سمارټ فون ډیر پیاوړی ځانګړتیاوې نه لري او یوه درمیانه سمارټ فون ګڼل کیږي. د لینوو کمپنۍ دغه سمارټ فون به بازار کې شته زیات شمیر سمارټ فونونو څخه ډیر پیاوړی وي.

د یوې چینايي پاڼې ټینا (TENNA) راپورونو پر بنسټ لینوو وایب ایس ۱ (Lenovo Vibe S1) سمارټ فون به له لاندې ځانګړتیاوو سره نړیوالو کاروونکو ته وړاندې شي.

– دغه سمارټ فون به پنځه انچه اسکرین او ۱۰۸۰ پکسله ریزولوشن لري.

– ۱.۷ ګیګاهرتز اته هستې لروونکی سنپ ډراګن ۶۱۵ کوالکوم (SnapDragon 615 Qualcomm) ډوله پروسېسر.

– دوه ګیګابایټه رېم.

– ۱۶ ګیګابایټ د فایل ثبتولو وړتیا چې له دې سربیره کاروونکي کولی شي اضافي میموري کارډ وکاروي.

– له ایل ټي اي (LTE) مخابراتي شبکې څخه ملاتړ کوي.

– د انډرایډ ۵.۰ لالیپاپ (Android 5.0 Lollipop) اپریټنګ سیسټم سره به کاروونکو ته وړاندې کیږي.

– د لینوو کمپنۍ دغه سمارټ فون یوازې ۱۳۵ ګرامه وزن لري.

– په دریو مختلفو رنګونو کې به کاروونکو ته وړاندې شي.

لینوو کمپنۍ د دغې سمارټ فون وړاندې کولو دقیقې نیټې په اړه څه نه دی ویلي خو د ځینې راپورونو پر بنسټ دغه کمپنۍ به خپل دغه نوی سمارټ فون ډیر ژر په نړیوالو بازارونو کې نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx