افغانستان

رحمت الله نبیل: راتلونکي شپږ میاشتې د نظام د بقا لپاره مهمې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبيل وايي چې راتلونکي ۶ میاشتې د ګډحکومت د بقا لپاره مهمې او ګواښ يې وکړ چې په دغه موده کې به د افغانستان امنیتي وضعیت لا خراب شي.

نن /شنبه، چنګاښ ۶مه/ ولسي جرګې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل، کورنیو چارو وزیر جنرال نور الحق علومي او د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان د طالبانو د وروستیو پرمختګونو او امنیتي وضعیت د خرابېدو په باب پوښتنو ته ورغوښتي وو.

ولسي جرګې ته د ملي امنیت رییس په خپلو څرګندونو کې وویل چې را روانو میاشتو کې د دوی مشکلات نور هم زیاتیږي خو دوی يې د دفع کولو لپاره پوره چمتوالی نیولی دی.

نبیل منلې چې د پاکستان استخباراتو سره یې تفاهنامې باندې هوکړه کړې خو لا تر دې دمه یې لاسلیک کړې نه ده او ټاکل شوې چې د ملي امنیت په شورا کې به یې په مسوده خبرې اترې وشي.

د ولسي جرګې دغې استجوابیه غونډې ته د کورنیو چارو وزیر جنرال نور الحق علومي د ولسوالیو سقوط لامل په سیمه‌ییزه کچه د هماهنګۍ نه شتون وښودلو.

هغه وویل چې په ځينو سیمو کې امنیتي چارواکي په لوی لاس پوستې او پوځي مرکزونه طالبانو ته سپاري.

رحمت الله نبيل په باور اینده څو میاشتې د امنیتي ځواکونو د بقا میاشتې دي. هغه په جګړو کې د طالبانو د والیانو شتون هم تایید کړ او په وینا يې «ستونزې شته خو امنیتي ځواکونه په ګډه او اتفاق سره کار کوي».

د طالبانو په وروستیو څو ویډيوګانوکې د دوی لخوا ولایتونو ته ټاکل شوي والیان لیدل شوي دي. وروستي ځل د کندوز والي ملاعبدالسلام د چاردرې ولسوالۍ د نیولو پر مهال لیدل کیږي چې په جګړه کې په خپله ګډون کوي.

د جګړو په لیکو کې د طالب مشرانو شتون د کشرانو په روحیاتو ښه اغیزه کوي او له کبله یې په لوړ مورال د دولت پر خلاف جنګیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x