نظــر

روان سپېڅلی مقاومت دمنلي حقوقپوه له نظره

ځیني خلګ په شعوري اولاشعوري توګه په افغانستان کي روان سپېڅلی ملي مقاومت پردیوته منسوبوي ، ملي منافع دشخصي ګټوقرباني کوي ،دافغان  ولس ویاړونه اوملي نوامیس په خپلوخواهیشاتوپایمالوي  ،اسلامي ارزښتونه دپردیوایډیالوژیواوتیوریوله لیدلوري نقدوي او…..په دوی کي زیاتره یې دکابل ادارې ،یرغلګروځواکونو،مافیاکړیواوجاسوسي شبکومعاش خواره راځي .خوله نیکه مرغه چي په بهراوداخل کي دحق ویونکو،واقعیت بینواوزړسواندوشخصیتونو کمی هم نشته چي وخت په وخت یې دژبي اوقلم داغېزمني لاري خپل مسؤلیت ترسره کړی دی دهمدې ډول اشخاصوله جملې څخه یوهم دملي اوبین المللي حقوقومتخصص  ډاکټرمحمدعثمان روستارتره کی دی .استادتره کی په دې وروستیوکي هیوادته راغلی دی اوپه کابل کي یې دیو ې غونډي حال محترم ورورشبیراحمد« مخالفين يا ملي وسلوال مقاومت؟ استادتره کی »په سرلیک وړاندي کړی دی  چي څوکرښي یې رااقتباسوو:

د غونډي ويناوال ډاکټر فاروق اعظم او ډاکټر روستار تره کی وو. وروستۍ برخه د سوالونو او ځوابونو له پاره وه. د غونډي له ګډونوالو څخه يوه تن له استاد محمد عثمان روستار تره کي څخه پوښتنه وکړه چې: «تاسي دحکومت پرضدرواني جګړې ته دملي مقاومت نوم ورکوئ ایاددولت وسلوال مخالف جهت  ته ملي مقاومت ویلای شو؟»استاد تره کي ځواب ورکړ چې: «که څوک دطالبانوسره سیاسي مخالفت ولري یانه ،خوواقعیت داچي دهغوی په مشری روان وسلوال مقاومت اومبارزه ملي مقاومت دی .!»استادورپسي زیاته کړه چي :۴۴ هيوادونو زموږ پرهيواد افغانستان تجاوز او يرغل کړی دی. د متجاوزينو او اشغالګرو له خوا زموږ نږدې ۱۲۰۰۰۰ يولک شل زره بې ګناه افغانان وژل شوي دي.زموږ ډیری افغانان د بګرام او ګوانتانامو په زندانو کې شکنجه شوی او لاهم دغه لړۍ ادامه لري، هيوادوال مو په یو نوم اوبل نوم ځورول کيږي، کړول کيږي او وژل کيږي.د ګوانتانامو او بګرام د زندانو د شکنجو او ځورونو په وړاندي، د امريکا د ظلمونو او نارواو په وړاندي چي کومه جګړه کيږي او روانه ده که هغې ته مقاومت ونه وايو؟ هغه ته به څه ووايو؟که اوسنی مقاومت نفي کيږي او ملت ددغه مقاومت ننګه نه وای کړي، تاسي به د ګوانتانامو او بګرام زندانونو په ډول په لسګونو نور زندانونه هم په هيواد کې دننه او له هيواده بهر ليدلي وای چې افغانان به پکې په ناحقه او بې له کوم جرم او ګناه څخه ځورول کيدل او شکنجه کيدل.
مقاومت د هغو مواردو څخه استفاده کوي چې دښمن ته زیات زیان او تاوان ورسوي. له همدي امله مقاومت د مجبوريت له مخي سرښندونکي (فدایې ) بريدونه  وکړل، او په همدې لومړني او ابتدايې عمل سره يې د اشغال له پېل څخه تر اوس پوري په لس ګونو زره اشغالګر بهرني عسکر وژلي دي.
بهرنيو اشغالګرو قوتونو د هيواد جنوب په کنډواله بدل کړ، او د جګړي د دوام په لټه کي دي، غواړي دغه ناجايزه جګړي ته دوام ورکړي، که وسلوال او ملي مقاومت نه وای، نو اوس به بهرنيانو جګړه د هيواد نورو برخو ته هم غزولي واي او هلته به يې هم د جنوب په څير خپل ناروا عملونه او ناجایزي کړني تکرارولای، همدغه وسلوال مقاومت دی چې ددوی د ظلمونو او ناروا کړنو مخه يې نيولي ده.
استادتره کی که له هیواده لیري اوسي خوزړه اودماغ یې هورې هم دخپل ولس په کړاونواودردونودردمن اوناقراره وي .نوموړی دیوټولمنلي  حقوقپوه په توګه په افغانستان کي بهرني ځواکونه سوله ساتي نه ،بلکي اشغالګربولي اودغه رازدکابل اداره یومنتخب دولت نه ،بلکي یوپراشوټي رژیم ګڼي .
طالب دیوټوپک اوکارتوس سره دهیوادپه شمال اوجنوب لویدیځ اوختیځ کي پریرغلګروځواکونواوداخلي عسکروبریدونه کوي اوبیاله  یوې ولسوالۍ ،کلي اوغره څخه تربل هغه پوري ځي راځي خودملي !!اردواوپولیسوډلګۍ اوکنډکونه دیرغلګروله هوایې اومځکني ملاتړڅخه پرته شپه نشي پکښي تیرولای .مثلادکابل ادارې داعلان اواعتراف په اساس چي :«دکندهارمیانه شین ولسوالي یې چي دتېروپنځوکلونوراهیسي دطالبانوپه ولکه کي وه نیولې ده ،دغه رازدغورک اونېش ولسوالۍ ،په کندوزکي دچهاردرې اودښتي ارچي ولسوالۍ اوپه بادغیس کي دبالامرغاب ولسوالي او…..چي له تېرودروکلونوڅخه یې له واکه وتلې وې بیرته ولکه کړي دي ».حال داچي یادي شوي ولسوالۍ اونوري سیمي دولسوالیو دمخصوصو سمیټي ودانیو پرته اوس هم دطالبانوترکنټرول لاندي دي .

پوښتنه داده چي دافغانستان په مرکزي ،شمال اوشمال لویدځوڅنډوکي په کلونوکلونودطالبانوراج چلیږي چي نه هوایې اونه هم مځکنی مجهزځواک لري  اومقابل طرفته یې په پام سره چي په خوراپرمختللي ټیکنالوژۍ سمبال په لسهاووزره لښکري  اودډالروکچوړي لري . نوچي په وړاندي یې همدادطالبانوترمشرۍ لاندي روان مقاومت ملي پاڅون مقاومت نه دی نوکوم نوم ورکول کیدای شي؟!.

سیدشریف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x