نظــر

کله او څنګه دا نړۍ نسکورېږي

پامیر زیارمل،
د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون استاد

په سپېڅلې وینا کې لوی الله (ج) وايي: يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي ۖ لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَا إِلَّا هُوَ ۚ ثَقُلَتْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةً ۗ (الأعراف، ۱۸۷).

مانیزه ژباړه: «دوی ستا څخه د ساعت (وروستۍ ورځې) په اړه پوښتنه کوي، چې هغه کله راځي؟ ور ته ووایه: په رښتينه، د دې په هکله پوهه یوازې زما څښتن لري. له هغه څخه پرته بل هیچا ته د هغه مهال په ډاګه نه دی. دغه پوهه د هسک و مځکې لپاره درنه ده. هغه ورځ به ناببره راشي».

په رښتينه، له لورین څښتن څخه پرته هیچا ته څرګنده نه ده، چې دا نېستېدونې نړۍ کله او څنګه نسکورېږي، خو موږ د وتلو پوهانو او شناندو د څېړنو له مخې ویلای شو، کله او څنګه مځکه د خلګو د چاروالي په مټ سپېره کېږي.

په دې وروستیو کې د بیمې نامتو برینانوي شرکت «Lloyds» یو هېښنده لاسوند خپور کړ، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د پوهانو پاملرنه ځان ته راواړوله. د «Lloyds» چاروال په ډېره زړورتیا د دې پوښتنې ځواب وايي، چې کله او څنکه د اوسني تمدن ټغر د تل لپاره ټولېږي. ځېنو کارپوهانو د بیمې شرکت وړاندوينه نامنلې او حتی د خنداوړ بللې ده، خو زما په اند، د «Lloyds» شرکت وړاندوينه باید په ډېره ځېرکتیا وڅېړل شي او د حکومت په تګلارو کې په پام کې ونیول شي، ځکه چې «Lloyds» څېړنې د امریکا او بریتانیا په غوښتنه شوې دي او داسې ښکاري، چې د نوموړو هېوادونو واکمنان په ډېره جدي سترګه ور ته ګوري.

د «Lloyds» شرکت ټینګار کوي، چې اوسنی تمدن به د شخړو او طبیعي ناورین له کبله له ګڼو ننګونو سره مخامخ شي او حتی ورک به شي. په راتلونکو څو لسیزو کې به د بشریت لپاره یوه تر ټولو لویه ستونزه د خوړو لږوالی او کښته څرنګوالی وي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، ۲۰۵۰-م زېږدي کال ته په مځکه کې به ۹ میلیارډه وګړي ژوند کوي. د دوی لپاره د خوراکتوکو د چمتو کولو لپاره به د اوس په پرتله ۴۰ سلنه ډېرې اوبه پکار وي، خو موږ نن وینو، چې د افریقا د لویې وچې ولسونه اوسمهال د چښاک اوبه نه لري، نو دوی به څنګه په راتلونکي کې ډېرېدونکو خلګو ته اوبه موندي؟ دا او نور فاکتورونه د دې څرګندويي کوي، چې بشریت به تر ۲۰۵۰-م کال پورې په اصطلاح «د اوبو د لږوالي له ګروم» سره مخامخ شي. د اوبو لږوالی او د دې لامله د خوړو د بیې لوړوالی به د سیاسي، ټولنیزو او ټبریزو شخړو او جګړو علت شي.

په ګزارش کې ویل شوي دي، چې استرالیا به د هغو هېوادونو په لیکه کې وي، کوم چې له سترې وچکالۍ سره مخامخ کېږي. اوس هم د دې هېواد سوېل او سوېل-ختيځ د اوبو له لږوالي څخه ځورېږي او ډېره شونتیا شته، چې د ۲۰۰۲-م کال ځپونکې وچکالي به بیا تکراره شي. په استرالیا کې، چې په نړیوال بازار کې د غنمو یو غټ صادرونکی هېواد، وچکالي د نړۍ پر ډېرو وګړو ژوره ناوړه اغېزه کولای شي او په یو شمېر سیمو کې کورنۍ جګړې هم لمسولای شي.

څېړونکي انګېري، چې په ۲۰۵۰کال کې به د غمنو بیه د ۲۰۰۰ کال په پرتله څلور او د وریجو پینځه ځله لوړه شي. ګراني به هم د سیاسي کړکېچونو علت وي او د ځېنو سیمو پرګنې به په ډله ییزه توګه له تږې او وږې مړه شي.

خو تر ټولو ستر ګواښ به تږه او وږه نه وي. ډېرې نننۍ کنګل شوې شخړې او جکړې به تر ۲۰۵۰-م کال پورې خپلې لوړې څوکې ته ورسېږي او ټول بشریت به له سټېدا سره مخامخ کړي. د بېلګې په توګه، ډېر کېدونکی دی، چې د هند او پاکستان تر منځ اوږده سیاسي او تبلیغاتي جګړه به په وسله واله واوړي او پر سیمه او تر هر څه لومړی پر افغانستان به وژونکې اغېزه وکړي. دا هم باید رد نه شي، چې افغانستان به د اوس په څېر د هند او پاکستان د سړې نه، بلکې د تودې جګړې ډګر وي.

له بلې خوا، د روسیې او لوېدیځ تر منځ سړه جګړه هم په ځېنو هېوادونو کې په توده اوښتلای شي. باید هېره نه شي، چې اوس هم شمالي قطب د روسیې او یوشمېر لوېدیزو هېوادونو تر منځ د سیالۍ ډګر دی او دواړې خواوې په پر له پسې توګه د شمالي قطب په شاوخوا سیمو کې پوځي اډې جوړې.

له دې ټولو خواشینونکو خبرو سره سره، پوهاند وايي، چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د مشرانو یووالی او یولاس والی په یومخیزه توګه د خلګو د چاروالي دلاسه د نړۍ د نسکورېدو مخنیوی کولای شي. د دې لپاره باید تر ټولو لومړی د پنځون د ککړتیا او جګړو مخه ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

که دا قرآنی آیت په یاد ولرئ نو هیڅکله به د غیر مسلمانانو په خبرو ونه غولیږئ:

بسم الله الرحمن الرحیم (( و مان من دآبة فی الارض ‌إلا علی الله رزقها و یعلم مستقرها و مستودعها)).

زه په دې یقین لرم چې هیڅ به هم ونشي که چیرې صلیبي کړۍ نوره نړۍ آرام ته پریږدي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x