نظــر

طالبان او مکتبونه

څو ورځې وړاندې په غزني ولایت کې ځایي چارواکو دخپل شخصي حفاظت لپاره په موټرسایکل ګرځولو بندیز ولګاوو ، څرنګه چې اوس موټرسایکل په افغانستان کې ترټولو عامه  ، ارزانه او اسانه دسپارلۍ او حمل ونقل وسیله بلل کیږي ، نو ځکه دغزني دچارواکو دې ګام دعامو خلکو ژوند سخت اغیزمن کړ ، په لومړیو کې  دچارواکو ددې ناشولته اقدام په مقابل کې دغزني عامو  خلکو، دلیسو شاګردانو او معلمینو داعتراض غږ اوچت کړ او دغزني ښار ته په مظاهره راووتل ، خو کله یې چې غږ نه چارواکو او نه هم مصلحتي میډیا واورید ، نو دچارواکو عمل ته دعکس العمل ښودلو په دود یې امتحانا ښوونځي وتړل ، ترڅو له  یوې خوا نړۍ او هیوادوالو ته  دترانسپورت په برخه کې خپل عذر په اثبات ورسوي او له بله اړخه  دچارواکو ضمیر وتلي چې دخپلو سرو امنیت ورته ډیر ارزښت لري او که دهیواد دبچیانو تعلیم .

 دلته نو یوه ډله خبریالانوته ( چې غواړي په طالب ستیزي او   دشپانه دپتیرې په  خوړلو سره  ځان تشهیر کړي ) ښه فرصت په لاس ورغی ، او تبلیغات یې پیل کړل چې په غزني ولایت کې طالبانو ښوونځي تړلي دي  ، دکابل ترحساب وتې او بې واره زیږیدلې رسنۍ چې همیشه دنشراتي سوژو له درکه  تندغرې  وې ، په دې موضوع کې یې  هم دغوږ دکتلو په ځای په پیشو پسې منډه واخیسته ، او دمکتبونو سره دطالبانو د ( ادعائي دښمنۍ ) په اړه یې دومره مطالب خپاره کړل ، چې پخوا نه وو لیدل شوي .
لومړۍ به دا ووایو چې آیا افغانان یوازې  مکتب ته ضرورت لري او که دحمل او نقل وسائلو یا ترانسپورت ته  هم ضرورت لري ؟ که ترانسپورت ته ضرورت لري  نوراځئ دامعلومه کړو چې په کلیوالو سیمو کې اوس ترټولو زیات دسپارلۍ وسیله کومه یوه ده ، ټول پوهیږو چې اوس دخرو او آسونو دوران تیر شوی دی ، دبایسکل دور هم تقریبا په تیریدو دی ، او څومره چې زما مشاهده ده دافغانستان په جنوبي او مرکزي سیمو کې اوس ددې ټولو وسیلو ځای موټرسایکل نیولی دی ، زه په یقین سره وایم چې که په تیرو لسوکلونو کې له  ایران  ، چین او نورو هیوادونو څخه افغانستان ته  دراواردو شویو موټرسایکلو او بایسکلانو حساب  شي ، نو موټرسایکل به دبایسکل او نورو وسیلو په نسبت تر دوه برابرو څخه هم زیات راورد شوي وي  ، دافغانانو ترمنځ دموټرسایکلو دهمدې ترویج له امله خو ایران دافغانستان لپاره دموټرسایکلو خاص تولیدات پیل کړل او ځانګړي افغاني نومونه یې ورته غوره کړل ، پامیر ، هلمند ، نامي ، عقاب او نور هغه موټرسایکل دي چې دټیټي بیې او لږ مصرف له امله یې دافغانانو ترمنځ  ډیر رواج موندلی او اوس به داسې لږ کورونه وي چې موټرسایکل دې ونلري ، افغانستان چې دترانسپورتي  خدماتو وضعیت یې په ښارونو کې داسې دی چې پیاده مزل پرې ښه بلل کیږي نو تاسو فکر وکړئ چې په ولسوالیو ، اطرافي سیمو او کلیو کې به څه حال وي ، باید ووایو چې په زیاتره ولسوالیو او اطرافي سیمو کې خو دعامه ترانسپورتي سرویس په نوم هیڅ شی وجود نلري نو ځکه  کلیوال اړ دي چې دولایاتو مراکزو ، مختلفو ولسوالیو او دهیوادبیلابیلو سیمو ته په موټرسایکل سفر وکړي .
ښه نو په داسې وضعیت کې چې دغزني چارواکي دخپلو پوچ مغزیو  سرونو دساتنې په پار له درست اولس څخه دا وسیله تروړي ، تاسو فکر وکړئ چې دا په خپله یو لوی جنایت نه دی ، که جنایت وي ولې پرې یوې رسنۍ هم خوله چوله نه کړه او نه یې دا موضوع دیوه ولسي مشکل په دود مطرح کړه ؟ او بیا چې کله دا حکومتي عمل عکس العمل ښندي ، نو دلته  اجیرو رسنیو ته د ډالرحلالۍ فرصت په لاس ورځي او په خپل پوچو تبلیغاتو اسمان ځمکې ته راکوزوي  ، له دې دوګانه چلند څخه ښکاري چې دا ډالري مطبوعاتیان دافغان اولس له غمه نه دي مړه  چې په ستونزو یې وژړیږي  ، بلکې ډالري حق الزحمو  یې په خیټه کې غوغا جوړه کړي ، چې له دې فرصت څخه په استفاده ضرور باید د طالبانو په خلاف څه ولیکي او ووایي  کنه بیابه ډالر   ورته  ( حلال ) نه وي .
دغو ډالري مبلغانو په پوره بې عقلۍ ادعاء کوله چې طالبان دمکتبونو دښمنان دي او نه غواړي چې مکتبونه  فعال شي ، دغو ناخبرو ته به ووایم چې آیا پوهیږئ چې همدا اوس په ولایاتو کې زیاتره مکتبونه دچا ترواک لاندې سیمو کې فعالیت لري ، ستاسو متبوع حکومت او چارواکي خو په زیاتره ولایاتو کې یوازې  ( دوچې په ټاپوګانو ) واک چلوي ، ددوی د واک او ځواک ساحه یوازې دولایاتو او ولسوالیو ترمراکزو پورې محدوده وي  ، والي صاحبان  دچورلکې په توسط له کابل څخه الوزي او دولایت په ودانۍ کې  راکوزیږي او ولسوالان بیا دولایت مرکز ته سفر ترهغو ځنډوي ترڅو که کوم لوی امریکایي کاروان برابر شي چې په ضمن کې یې ولسوال هم دولایت تر مرکز پورې ځان ورسوي  ، امنیتي کارمندان هم  یوازې دخپلو پوستو دچاردیوالۍ دننه  ورځ په خوب او شپه په  چرسو اړوي ، او نور په ولسوالیو او اطرافي علاقو کې ټولې سیمې دطالبانو ترمستقیمې ولکې لاندي دي .
څنګه چې داسیمې دطالبانو ترتسلط لاندي دي نو ضرورا  به په دې سیمو کې موجود مکاتب ، او لیسې هم دطالبانو ترواک لاندې وي ، دبیلګې په توګه په لوګر ، پکتیا ، وردګ او نورو ولایاتو کې په زیاتره اطرافي سیمو دطالبانو واک چلیږي ، چې په همدې سیمو کې شته مکتبونو هم دطالبانو ترڅارنې لاندې فعال دي ، دلته  به هغو کسانو ته چې په طالبانو دمکتب ددښمنۍ تور لګوي  ووایم چې  تاسو فرض کړئ که طالب رښتیا له مکتب سره دښمني درلودلای نو آیا په افغانستان که به یو مکتب  روغ ترې پاته شوی وو ؟ طالب چې دکابل په ګرین زون کې په امریکایي سفارت  برید کولای شي ، دبرتانیې له سفارت څخه لوخړې پورته کولای شي او کرزی  په ارګ کې له خپلې بسترې کټولی شي ، نو آیا دافغانستان په لراوبر کې برحاله  زرګونه مکتبونه له منځه نه شي وړلی ؟؟
 داچې مطبوعات راپورونه ورکوي ، چې په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان هره ورځ ښوونځیو ته ځي ، همدا ددې خبرې نغد ثبوت دی ، چې طالبان په مکتبونو غرض نلري ، که طالبانو مکتبونو الوزولای نو اوس  به دمکتب په نامه هیڅ وداني هم روغه نه وه  پاته ځکه که وګورو دمکتب غوندې له امنیتي لحاظه  آسیب پذیره ودانۍ یوازې په پنځو دقیقو کې منفجره کیدلای او له منځه وړل کیدای شي .
داچې کله ناکله په ځینو سیمو کې دمکتبونو دړنګولو خبرونو اورو ترکومه چې زما معلومات دي ددې څو وجوهات کیدلای شي ، په مطلق اکثریت دا ډول مواردو کې  دا ډول کارونه نامعلوم کسان دشپې په تیاره کې ترسره  کوي ، څو ورځې وړاندې یوه ملګري دکابل په وزارتونو کې داداري فساد بیلګې راته بیانولې یوه بیلګه یې راته دا بیان کړه چې دکابل په شمال کې دیوه مکتب  لپاره نوې جوړیدونکي ودانۍ منظوره شوه ، نقشه ، مصرفي برآورد ، قرارداد ، دپیسو ورکړه  او ټول مراحل یې طی شول او حتی وزارت ته داسې تایید شوی راپور هم ورکړل شو چې نور ددې مکتب ودانۍ دګټې اخیستنې لپاره چمتو ده ، خوکله چې پلټنه وشوه معلومه شوه ،  چې هلته خښته هم په بله خښته نه ده  ایښوول شوې ، ټوله پروسه جعلي ده او دمکتب خوارکي په نامه راایستل شوې پیسې شخصي جیبونو ته تللې دي ، دې واقعې زما په ذهن کې دا نظر نور هم پوخ کړ چې کیدای شي دمکاتبو په بې مورده ړنګولو کې به هم یوشمیر قراردادیان او دمعارف چارواکي لاس لري ، ترڅو په بیا بیا قراردادونو کې خپلې خیټې ډکې کړي ، لکه څنګه چې دامریکایانو اکمالاتي قراردادیان ډیرځله خپلو موټرو ته په خپله اورونه اچوي .
بله داچې ډیر کم داسې هم پیښ شوي ، چې بهرنیواو داخلي عسکرو دلنډې مودې یا اوږدې مودې لپاره دمکاتبو له ودانیو دپوستو په ډول استفاده کړي وي ، دبیلګې په توګه همدا اوس دزابل په نوبهار ، او ځینو نورو ولسوالیو کې په پخوانیو مکاتبو کې پوستې جوړې شوي دي ، دغه راز له  هلمند ، کندهار او نورو سیمو څخه په راتلونکو خبرونو کې بیا بیا اورو چې په پلانۍ سیمه کې طالبانو ( دمکتب په پوسته ) په برید وکړ ،له دې ښکاري چې په ډیرو سیمو کې دوی دمعارف له ودانیو پوځي ګټه اخلي چې په داسې حال کې طالبان مجبوریږي په دې ودانیو بریدونه وکړي .
ځیني خلک وایي ولې په زیاتره جنوبي سیمو کې مکتبونه لږ دي ، له دې ځایه دوی استدلال کوي چې داطالبانو بند کړي دي ، ددې ستونزې په اړه باید ووایو چې هغه مکتبونه چې یوځل پرانیستل شوي او بیا داستادانو دتنخوا له اړخه دکابل حکومت پاللي وي طالبانو کله هم نه دي بند کړي ، اما په ډیرو لرې پرتو سیمو کې دامشکل له لویه سره موجود دی ، یعني هلته له سره نه دمکتب وداني جوړه شوې  ،نه په کې مکتب پرانیستل شوی ، او په ډیرو نورو سیمو کې چې دطالبانو واک قوي شوی دی نو حکومتي تعلیمي ادارو ترې لاس اخیستی دمکتبونو اکمال یې په ټپه درولی او په دې توګه مکاتب له سقوط سره مخامخ شوي دي .
په داسې مواردو کې دمکاتبو دبندولو مسؤلیت کله هم طالبانو ته نه راجع کیږي ، طالبان وایي چې دوی په ډیره درنه او پُر مصرفه  جګړه بوخت دي ، ترخپله وسه هڅه کوي چې تعلیمي بهیر وپالی خو دکتابونو دچاپ او دمعلمینو دتنخواګانو غوندې درانه مصارف داوس لپاره نه شي پوره کولای ، اما که  ددوی ترواک لاندې سیمو کې مکاتب  په داسې ډول چې له اسلامي لاښوونو سره په ټکر کې نه وي که څوک یې چلوي دوی پرې اعتراض نلري ، طالبانو همدا پالیسي په درست افغانستان کې عملي کړي ده ، چې دیوشمیر غرضي رسنیو له ړندو لیکوالو پرته پرې ټول افغانان قناعت لري  او دسر په سترګو یې ویني .
دلته باید ووایو چې طالبانو یوازې دافغان کوچنیانو دتعلیم په خاطر داسې تنازل کړی چې دطالبانو مخالفین به کله هم ورته تن کېنږدي  ،  فاروق وردګ چې دیوشمیر انټي طالب لیکوالو غوندې ځان د افغان کوچنیانو دتعلیم تږی بولي آیا دا اجازه به ورکړي چې طالبان دده  د حکومت ترواک لاندې سیمو کې داسې مدارس او مکاتب جوړ کړي ، چې نصاب یې هم خپله ورته ټاکلی وي او استادان یې هم ورته خپله ( طالبانو ) روزلي او ټاکلي وي ؟؟  ګومان حرام دی که فاروق وردګ ( واذنابه ) دا ایمان تیر کړي ، نو چې یې نه شي تیرولای او طالبانو عملا دا کار کړی چې دافغان ماشومان دراتلونکي په خاطر یې دولتي ښوونځي په خپلو سیمو کې منلي تاسوقیاس وکړئ چې څوک دافغان ماشومانو دتعلیم له غمه مړه دي او په دې برخه کې هرې قربانۍ ته څوک حاضر دي ؟؟
لوړو حقائقوته  په پام سره باید ووایم چې دطالبانو مخالفینو ته بویه  چې که ډالر هضموي نوش جان یې خو دخپل ورسپارل شوي مأموریت په مهال دې داسې تبلیغات نه کوي ، چې دوی پرې خپل سترګور اولس او وجدان ته  دروغجن او شرمنده بلل کیږي  ، په دې خبره ددیموکرات اوباما دانتخاباتي تبلیغاتي کمپاین خره هم پوهیږي چې طالبان دښوونځیو دښمنان نه دي ، نو ولې له آش څخه  کاسه ګرمه شي ، او په جګړه ایزو تبلیغاتو کې هغه  څه وویل شي چې هیڅوک پرې باور نلري .
په پای کې ضرور بولم چې ددې مهمې مسئلې په اړه دطالبانو رسمي دریځ هم دلوستوالو مخته کیږدم ، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په الاماره ویب پاڼه کې دهمدې موضوع په اړه دیوه پوښتنې په ځواب کې داسې لیکلي :
ځواب ـــ موږ هيچري هم ښونځيوته ستونزه نده جوړه کړی ، هغه ښونځي چې دجګړې او بی امنی له وجهی تړلی پاتي وي دهغو علت هم جګړيز حالت ده او چيرته چې بيا لږ فرصتونه شته او جګړه ډیره نه وي هلته داسلامی امارت مجاهدينو ښونځيوته هيڅ ستونزه نده پيښه کړي ، همدا اوس دغزنی په ولايت کې زموږ ترولکې لاندې سيمو کې په سلهاوو ښونځي زموږ داصولو په چوکاټ کي فعاليت لري او که موږ وغواړو ستونزه ورته پيښولی شو ځکه داښونځي ټول په اندړو ،ګيلان ،قرباغ ، مقر او نورو ولسوالیو کې دي چې مجاهدين پکي فعال حضور لري ، خو اسلامی امارت داسي هيڅ کوم پلان نلري چې ښونځيو اوتعلیمی اداروته څه مشکل پيښ کړي بلکې لايي په وده کې ترممکنه حده مرسته کوو زموږ دتعلیم او تربیې دکمیسيون د لائحي په لاندينیومادو کې داسی راغلي :
(۲۶- په هره منطقه کې چه مکاتب موجود او شروع وي بايد استاذان او کتابونه يې کنترول او تر څارنې لاندي ونيول شي، دبنديدلو اقدام دي ئي نه کيږي بلکه دامکاناتو په صورت کې بايد اکمال شي.
۲۷- هغه ساحه چه داسلامي امارت تر تسلط لاندي ده هر افغان وګړى کولاى شې چې هلته دمکاتبو دتاسيس يا ترميم يا اکمال دپاره قدم واخلي البته دولايت دتعليمي مسؤل سره به په تماس کې وي اجازه به اخلي .
۳۸- دتعليم او تربيې عالي کميسيون ملکف دى چه داوسني عصر دژوند دضرورتونو دپوره کيدو په منظور دافغان مجاهد اولس دبچيانو دپاره دعصري علومو دتعليمي ادارو يعني مکتبونو دجوړولو او پاللو په منظور دامکاناتو په تناسب جدي قدم واخلي.
۴۱- عالي کميسيون مکلف دى چه ټولي هغه مدرسي – مکتبونه – دارالحفاظونه – پوهنتونونه – دتخصص اداري – چه په شخصي دارايي تاسيس شوي وي دفعالیت اجاازه دی ورکړه شی په روزمره اجراتو کې دې مداخله نه کوي ، بلکه دمؤسس او پالونکي دجذباتو او احساساتو پالنه دي وکړي .
۴۴ عالي کميسيون مکلف دى چه داولس بچيان دتشويق – مهربانۍ او ښې بلنې له لاري تعليمي ادارو ته راوبولي ،زور زياتي دي نه کيږي، اولس دخارجي او داخلي دښمنانو له خوا ځپل شوي دي ، نوباید دمهرباني دلاری راجلب شی .
۵۲- دولايت تعليمي مسؤل مکلف دى چه ټوله هغه ساحه چه هلته تعليمي پروګرامونه اجرا کيږي هلته يو تبليغاتي هيئت دعلماوو او پوهانو وليږل شي تر څو اولس دمدرسي او مکتب او علم په اهميت پوه کړي او دارنګه داولس شتمن اشخاص دشخصي مکاتبو او مدارسو جوړولو ته راوبولي او دولايت تعليمي مسؤل مکلف دى چه په خپلو اجراتو کې دعالي کميسيون اطاعت وکړي .
۵۳ ــ دولسوالي تعليمي مسؤل مکلف دى چه دمنطقي دمدارسواو مکاتيبو څخه په مياشت کې يوځل کتنه وکړي.)
البته بیا هم وايم چې په استثنی دجګړيز حالت چې خلک بيا خپله ښونځي ته مراجعه نه کوي لکه دهلمند ولايت بيلابیلې سيمې چې خلک يي دجکړو او بمبارونو له وجهی له خپلو سیمو نه بي ځايه شوی دي او دهزاره ميشتو سيمو علت هم همدا ده چې هلته دجګړی سيمه نده بهرني ځواکونه هلته ډيرنه ځی چې له بريد سره مخ شي او په پايله کي يي جګړه وشي او خلک ښونځي وتړی .
نو په اوسنی سخت حالت کې چې اسلامی امارت دیولوی زبرځواک سره په جګړه کې ښکیل ده او هره ورځ دسر قربانی ورکوی ، نور په تعلیمی ساحه کې څه کولای شي چې تاسو يي ترې طمعه لري ؟ هيله ده تاسو او نور ټول هغه هیواد وال چې خپل هيواد حالات تش په غربی مطبوعاتو کې وینی او دهغو دارزونو له مخې تحليلوی باید په خپل نظر کې بدلون راولئ دلته راشي او هرڅه له نيږدې وګورئ  .
وما علینا الا البلاغ  المبین

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x