افغانستان

هلمند: طالبانو ته وفادار پولیس خپل ۳ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د ملي پولیسو یو سرتیري د خپلې پوستې په ملګرو د ټوپک خوله وراړولې او درې تنه یې وژلي دي.

پولیس له برید وروسته د پوستې مهمات له ځان سره وړي او په تېښته بریالی شوی. دا پېښه نن غرمه د لښګرګاه د کنجک په سیمه کې رامینځ ته شوې.

طالبانو د پېښې مسئولیت منلی او یاد پولیس یې خپل «نفوذي مجاهد» ګڼلی.

طالبان وايي چې بریدګر پولیس له ځان سره درې میله کلاشینکوفونه، یو ثقیل او یو چریکي هاوان وروړي دي او ځان یې «روغ رمټ» تر دوی پورې رسولی دی.

په داسې حال کې چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه د ډله ییزې تېښتې پېښې مخ په زیاتېدو دي، په امنیتي ځواکونو کې د طالبانو پراخ نفوذ د افغان حکومت په داخل کې اندیښنې لا زیاتې کړي.

داسې باورونه شته چې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او اربکیانو په لیکو کې ګڼ شمیر طالبان ننوتلي چې د برید لپاره مهمو اهدافو ته په انتظار شپې سبا کوي.

تېره اوونۍ هم طالبان وتوانېدل چې د پلازمېنې په زړه کې، د دارلمان پر عمومي سړک د ملي شورا تر ودانۍ سپکې او درنې وسلې ورسوي. کارپوهان تل په نظام کې دننه ځینې کړۍ په دې تورنوي چې له طالبانو سره د دغسې حملو په سر ته رسولو کې مرسته کوي.

د نظامي چارو شننونکي د طالبانو هغه بریدونه چې د افغان ځواکونو په مینځ کې يې د خپلو وفادارو ملګرو په مټ ترسره کوي، د افغان ځواکونو د مورال ځپنې خورا اغیزمن تاکتیک بولي.

دغو بریدونو په افغان عسکرو کې د بې باورۍ فضا غښتلې کړې، چې ښايي د عسکرو له لیکو د ډله ییزې تېښتې یو علت هم همدا وي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ په فراه کې دوو پولیسو خپل شپږ ملګري وژلي وه.

همدا راز د رواني میلادي میاشت په ۸مه د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې دوه اربکیان له وسلو سره په داسې حال کې طالبانو سره یو ځای شول چې د پوستې پنځه ملګري یې په ډزو ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x