نظــر

كمونيستان او دافغان ولس دیرش کلنه غمیزه

دا چې افغان غیور ولس دغه دیرش کاله داور په سرو لمبو کې سوځېږي، که په دقیق ډول نظر وشي څرګندېږي چې اصلي عامل یې د۱۳۵۷ هـ ش کال دغویي په اوومه دیو څو خرڅو شویو په نامه افغان خړو څېرو هغه نامرده عمل و چې تر قیامته به انسانیت پرې شرمېږي!

دغويي اوومه په اصل کې دافغان دیرش کلنې غمیزې پیلامه وه، دانسان په جامو کې دانسانیت دښمنان دداسې یو تاریخي، ملي او نه بښونکي جرم مرتکب شول چې دانسانیت په تاریخ به یې ډېرې کمې بېلګې تر سترګو شي، دوی دمحمد داود خان دکورنۍ ماشومان او سیاسرې په خورا وحشت سره په مرمیو غلبېل غلبېل کړلې، او په دې سره یې په افغانستان کې دوینو تویولو تېږه کېښوده.

 پرماشومانو، تور سرو او خصوصا ماشومو جینکیو باندې مخامخ او نېغ په نېغه دټوپک شپېلۍ ور اړول، او پرې ډزې کول نه یوازې چې اسلام او انسانیت یې په ټینګه تقبیح کوي، او یو وحشي او بربري عمل یې ګڼې، بلکې زمونږه افغانانو په دود اودستور کې هم یو نهایت سپک او بې غیرته عمل دی.

 دولس شرمښ خویه دښمنانو دماشومانو او تور سرو عجز او ضعف ته هم ونه کتل، دقدرت په لیونۍ مینه مستو شرمښانو له همغې ورځې نه دبې ګناه، بې غرضه،ضعیفو او مظلومو انسانانو پاکې وینې په خورابې دردۍ او وحشت سره تویې کړې، او له همغې ورځې نه بیا دا دي تر ننه پورې دغه غملړلې سلسه لا روانه ده.

 او له دې وروسته هم داسې ښکاري چې روانه به وي، الله جل جلاله دې نور دا د بې ګناه وینو تویولو لړۍ زر ترزره په خپل لوی فضل سره ودروي.

 زه حیران ودېته یم چې دغو شرمښانو او دقدرت لیونیانو خپله اولادونه درلودل او که نه؟ که یې درلودل نو بیا يېد کوم وجدان، کوم ضمیر او کوم قانون له مخې دوړو ماشومانو او مظلومو تور سرو وینو تویولو ته مخه کړه؟

په حقیقت کې دغه شرمښان،دلنین پر دسترخوان دهمداسې یوې نامردې او خونړۍ پېښې تر سره کولو ته له مخکې نه تربیه شوي وو.

 سرو روسانو قدرت ته درسېدو لپاره دلکهاوو انسانانو وینې تویې کړې، پر ټوله نړۍ یې دپادشاهۍ کولو خوب لیدلو،مګر همدغه دمظلومانو وینې ورته سیلاب او ددوی دظلم او وحشت بېړۍ پکې ډوبه شوه.

 دالله جل جلاله لوی فضل داو چې ددغه بېړۍ ډوبېدل له افغانستان نه پیل شول، افغان ولس دالله تعالی په مرسته او په خپل غیرت سره دنړۍ دسره انسان خور ځواک دعرش ستنې متلزلزلې کړلې، هماغه وو چې یو په یو په ټوله نړۍ را ونړېد.

 دا هر څه پر خپل ځای،خبره دلته ده چې دغه دوحشت دمکتب شاګردان کوم چې سره ځواک دافغان غیرتي ولس دنابودولو لپاره روزلي وو، ټول انساني تاریخ ته وشرمېدل، نه یوازې وشرمېدل بلکې له یوې مخې یې دبربریت اووحشت لمنه هم ورټوله شوه.

 که څه هم چې دوی ته خپل زوال دويښې خوب و، مګر الله جل جلاله هغه څه وکول چې غوښتل یې، دوی به ویل چې افغان شوروي دوستي هېڅکله نه ختمېږي، او دا به تل تر تله پاتې وي، مګر جاهل شاګردان په دې نه پوهېدل چې ددوی استاذان تل نه پاتې کېږي، یوه ورځ به يې خامخا دظلم ټغر ورټولېږي.

 په دې خو ټول پوهېږي چې دافغان یو څو ناخلفه او کم اصله بچیانو چې هم یې له دین او هم یې له ولس سره یوتاریخي او ملي خیانت وکړ تر ننه پورې په افغاني ټولنه کې منفور دي، او ددوی پاتې شوني خپله هم په دې ټکي تر بل هر چا ښه پوهېږي.

 مګر بیا هم ځينې بې شرمه څېرې کله کله په مړو سترګو، او خړو مخونو وايي چې:مونږ روسان راوستلي وو خو بیرته مو وایستل!

دا یوه خبره دوی خپله هم مني چې سره روسان یې راوستل او دا ټول ورسره مني، خو دا خبره چې دوی بیرته وایستل نو دخندا خبره ده، آیا دوی دافغان ولس دقربانیو په نتیجه کې وتلو ته اړ ایستل شول او که یې شاګردانو وایستل؟

دا چې دو ی په خپله خوله وايي چې مونږ راوستل نو پوښتنه دا ده چې دڅه لپاره موراوستل؟ څه ضرورت وو ورته؟

ددې لپاره مو راوستل چې افغان ولس پرې ټوکر ټوکر کړۍ؟ یو نیم ملیون بچیان یې پرې شهیدان کړۍ؟ په ملیونهاوو یې یتیمان کړۍ؟ په لکهاوو پتمنې مېرمنې کونډې کړۍ؟ په ملیونهاوو له وطن نه وشړۍ؟کلي او ښارونه پرې وران کړۍ؟ مدرسې،ښوونځي او جوماتونه پر لوټه لوټه کړۍ؟

که نه بل مو دڅه لپاره راوستل؟ او بل دا چې تاسو ته یې څه ګټه وکړه؟ آیا تاسو مخکې له دې چې سره روسان راولۍ دا فکر مو کړی و چې ددوی راتګ دڅه لپاره؟ او افغان ولس ته به یې ګټې اوفایدې څه وي؟ که مو یوازې دخپل قدرت دوه ورځې لیونتوب سنجولی و، او دا تاریخي شرمندګي، ملت او ولس ته په ټيتو سترګو ودرېدل، له ولس نه ځان پردی کول مو صرف اوصرف ددوه توتو لپاره په ځان ومنل؟

باید له هر څه نه دمخه لومړی دغه شرمښان دمحاکمې مېز ته راکش کړل شي، حساب اوکتاب ورسره وشي، دخپل دین،ملت او ولس په مقابل کې ددښمنۍ په سنګینه سزا ورسول شي، تر څو له یو پلوه بل څو ک داسې ونه کوي، او له بل پلوه دوی دخپلو شومو اعمالو په سزا ورسول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x