روژه کله د تقوی سبب ګرځي؟

خالد روښان

 الله تعالی قرآنکريم کې د روژې د فرضيت حکم سره څنګ کې دهغې حکمت بيانوي، فرمايي: ياأيها الذين آمنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون… ژباړه: اى موْمنانو ! پر تاسې روژې فرض كړاى شوې، لكه چې له تاسې نه د مخكښې پېغمبرانو پر پيروانو فرض كړاى شوې وې، ددې لپاره چې په تاسې كښې د پرهيز ګارۍ صفت پيدا شي.(ت.ق)
مفسرين د دې آيت تفسير کې وايي: الله تعالی دې ځای کې د «لعلکم» لفظ سره تقوی ياده کړې، چې مانا يي رجاء يعنې اميد دی, چي تاسې کې به تقوی راشي، او اميد هغه وخت ساتل کيږي کله چې سبب واقع شي، نو الله تعالی اول د تقوی سبب چې روژه ده مشروع کړه، بيا يي د تقوی خبره وکړه؛ نو اوس وايو چې روژه کله او څنګه تقوی راوستلای شي؟

محمد رشید رضا خپل تفسير المنار په ۱۱۷ مخ کې د دې ايت د «لعلکم تتقون» شرح کې ويلي: «هغه څوک چې د عبادت په نيت روژه نه نيسي، هغې کې د تقوی راتلو اميد نشته، ځکه اسلام کې روژه د بدن تعذيبولو لپاره نه، بلکې د روزنې او پاکونې لپاره مشروع شوې».

وايي: «بت پرستو به چې هغه څه وکړه، کومو به چې په ګمان يي آلهة په غضب او قهر کول، نو د هغوی د غضب سړولو لپاره به يي روژه نيوله، او كله به يي د هغوی د رضا کولو لپاره هم روژې نيولې، نو د خپلو آلهة رضايت به يي د ځانونو تعذيب کې مونده، چې دا بيا نصاراؤ کې هم رائج شوه… اسلام چې راغی موږ ته يي دا رازده كړه، چې الله تعالی زموږ له روژې – او نورو عبادتونو – غني دی، داچې تقوی کې زموږ نېمکرغي ده، نو روژه يې راباندې فرض کړه».

«..د روژې راز او روح په نيت کې دی.. او دا د هر –نيك او مشروع- عمل غوښتنه ده چې بايد د الله تعالی رضا لپاره وي.. نو ځکه فقهاؤ نيت له شپې فرض کړی… او دي څخه هم اسنتباط کيدای شي كوم رسو الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (هغو چې روژه په ايمان او احتساب – ثواب نيت – سره ونيوله، مخکيني ټول ګناهونه به يي وبخښل شي؛ دلته د هغه روژتي ګناهونه بخښل کيږي کوم چې روژه په احتساب او ايمان سره نيولي وي، يعني له روژې مخکې توبه ويستونکی، او روژه هم د قربت په نيت وي».

روژه د تقوی سبب دی، او دا هغه وخت تقوی راولي، کله چې د عبادت نيت ورسره مل شي، او بنده پرې ځان الله تعالی ته نژدې کړي، دانه چې سړی دې روژه يواځې د ځان تعذيبولو لپاره ونيسي، لکه مخکينيو امتونو کې چې ځينو بت پرستو د خپلو آلهة ؤ رضايت لپاره ځانونه په روژه تعذيبول، الله تعالی زموږ لدې هرډول کارونو څخه غني، او هيڅ اړتيا ورته نلري. روژه کې زموږ بريا او نېکمرغي ده، او دې سره الله تعالی زموږ روزنه کوي، ترڅو دننه، او له باندې له ګناهونو پاک شو، او د نورو عبادتونو توفيق راکړي.

تفسير بغوي د دې ايت تفسیر د «لعلکم تتقون» تشریح کې وايي: «ترڅو تاسې د روژې په نيولو متقيان شي، ځکه روژه د انسان شهواني اور سړوي، او يا لکه ځينو چې ويلي: ترڅو ځانونه له شهوتونو، خوراک، څښاک او جماع څخه وساتی ».

د امام بغوي رحمه الله مراد دا دی، چې روژې سره د انسان توجه له شهواتو کمه شي، او د الله تعالی طرفته يي توجه زياته شي، نو دې سره انسان کې تقوی راځي.

فتح القدير وايي: «دې لپاره چې د دې عبادت له وجې له ګناهونو ځانونه وساتی، ځکه دې عبادت سره شهوت کميږي، او ګناجلبوونکي غريزې هم ضعيفه کيږي، لکه څنګه چې حديث کې راغلي، روژه ډال دی، او د شهواني اور سړونکی ده».

يعنې انسان شهواتو له عبادت څخه لرې کړی، او د انسان زياتره ګناهونه لهمدې شهواني قوي پر غوښتنه واقع کيږي، نو کله چې دا قوه کمزورې شي، له يو اړخه به انسان عبادت متوجه او له بل اړخه به له ګناهونو لرې شي، کوم چې د اور سبب دی.
تفسير طبري د «لعلکم تتقون» لاندي وايي: «تتقون څخه مراد د خوراک، څښاک او ښځې سره کوروالي نه ځان ساتل دي, او وايي: تاسې باندې روژه نيول او د هغه څه پرېښول کوم چې تاسې له روژې پرته نېولي ؤ فرض شوه، ، ترڅو د روژې پرمهال له د هغه څه نه ځانونه وساتی کوم چې روژه ماتوي…»

د امام طبري رحمه الله له تفسير څخه دا څرګنديږي چې روژه هغه مباحات کوم چې عام حالت کې جائز دي، منع کوي، نو داچې انسان له مباحاتو فارغ شي، دعبادت لوري ته يي توجه پيداکيږي، او دا د تېرو علماؤ ترمنځ مشهوره وينا ده، کله چې مباحات کم شي، عبادات ډېريږي، ځکه مباحاتو کې غرقيدل انسان ورو ورو اول عباداتو کې سستوي، او بيا يي ګناهونو ته سوقوي، نو کله چې دا پرېښول شي، د انسان توجه بيرته عباداتو ته اوړي، او هم له ګناهونو لرې کيږي.

محمد بن أحمد الأنصاري القرطبي د دې ايت تفسير کې ليکي:

«اميد دی چې تاسې کې تقوی راشي.. ځينو ويلي: کمزوري شی، ځکه کله چې خوراک کم شي، شهواني قوت کمزوری کيږي، او کله چې شهواني قوت کمزوری شو، ګناهونه کميږي…. ځينو ويلي: دې لپاره چې له ګناهونو ځانونه وساتی.. ځيني وايي: چې دا لفظ عام دی، ځکه نبي صلی الله عليه وسلم ويلي: روژه ډال، د شهواني قوي دفع کونکې، او د تقوی سبب دی؛ ځکه چې شهوت وژني».

د شهواني قوت کمزورتيا د ګناهونو د کميدو سبب دی، نو حکيم ذات الله تعالی داسې عبادت پر خپلو بندګانو فرض کړی، کوم يي چې له يو لورې عباداتو ته راکاږي، او له بل لوري يي د ګناهونو له جالانو څخه ازادوي، نو ځکه وايي چې روژه د تقوی سبب او د اور څخه ډال دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د