fbpx

سلف او روژه (30/11)

حامد افغان

سلف او د شپې عبادت

د شپې عبادت د نېکانو لاره او مومنانو ګټور تجارت ده، د شپې له ارام حالت نه مومنان الله ته د توجه او خشوع ګټه اخلي، د ورځي بوختیاوي او شور او غوغا سړی بوخت لري او عبادت ته توجه کول ګران وي، خو د شپې په خاموشه فضا کې زړه جمعه او له اندیښنو تش وي، نو الله ته د عبادت په حال کې تضرع او عاجزي اسانه کیږي، د الله رښتیني مومنان په مینه او اخلاص د هغه حمد او ثنا بیانوي، د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او د هغه د رحمتونو او نعمتونو غوښتنه کوي.

د متقیانو په اړه قرانکریم وایي: إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِى جَنّٰتٍ وَعُيُون،ٍ ءَاخِذِينَ مَآ ءَاتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِينَ، كَانُوا قَلِيلًا مِّنَ الَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ، وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ. سُوۡرَةُ الذّاریَات. ژباړه: البته پرهېزګاران به په هغه ورځ په باغونو او د چينو تر څنګ وي. د هغو رب چي هر څه هغو ته وركوي، په خوښۍ سره به یې اخيستونكي وي. بېشکه هغوى له دې څخه مخکي په دنيا کښي نېکوکاران ول. هغوى (د هغې ورځي له راتګ څخه مخکي) د شپې له مخي ډېر لږ ويده کېدل. بيا دوى د شپې په وروستيو شېبو کښي (د الله څخه) بخښنه غوښتله.

د سلفو د شپې د حالت او عبادت په اړه څو روایات

ابن ابي شیبه رحمه الله پخپل کتاب ” المصنف ” کې لیکي: عمر بن الخطاب – رضي الله عنه – به د شپې عبادت کاوه او خپل وِردونه به یې ویل داسي به هم پیښه شوه چې د کوم ایت د تلاوت په وخت به بېهوښه او ولویدی، سهار به یې حالت بدل او لکه ناروغ داسي به و، خلکو به فکر کاوه چې ناروغ دی نو څو شپې به یې خلک پوښتني ته راتلل.(مصنف ابن أبي شيبة ) .
د عبد الله بن مسعود – رضي الله عنه – په اړه په یوه روایت کې راغلي دي چې کله به خلک ویده شول دی به عبادت ته پورته شو نو اواز به یې داسي تت اوریدل کیده لکه د مچیو بونګا، او تر سهاره به په عبادت بوخت و .(مختصر قيام الليل للمروزي) .
د طاووس – رحمه اللهُ – په اړه په روایت کې راغلي: کله به چې په بستره پریوت داسي به په یوه بل اړخ اوښت لکه نینه چې په بټ کې اوړي، بیا به غورځار شو او تر سهاره به یې لمونځ کاوه، او ویل به یې: د جهنم یاد د عابدانو خوب الوزولی ده. (إحياء علوم الدين) .

حسن البصري رحمه الله وایي: د شپې خواري او د شپې توښه ګټل ډېر سخت کار دی، چا ورته وویل: تهجد کوونکي ولي له ټولو خلکو ښایسته وي؟ هغه وویل: ځکه دوی له رحمن ذات سره د شپې ګوښه وي نو خپل نور یې وراغوستی وي. (إحياء علوم الدين) .

فضیل بن عیاض رحمه الله وایي: زه د شپې په پیل کې د شپې له اوږدوالي وویریږم، نو د قران تلاوت پیل کړم، او په داسي حال کې سهار کړم چې خپله موخه مې ترلاسه کړې وي. (إحياء علوم الدين) .

ویل کیږي د حسن بن صالح رحمه الله یوه مینځه وه، په یو چا یې خرڅه کړه، هغه د شپې لمانځه ته راپورته شوه او په کوروالو یې غږ وکړ: لمونځ وکړئ لمونځ وکړئ، هغوی ورته وویل: ایا سهار شو؟ دې ورته وویل: تاسو یواځي فرض لمونځ کوئ؟! هغوی وویل: هو، سهار بیرته حسن رحمه الله ته ورغله او ورته ویې ویل: باداره! زه دي په داسي خلکو پلورلې یم چې هغوی یواځي فرض لمونځ کوي؛ ما بیرته واپس کړه، او هغه یې بیرته واپس کړه.

ربیع وایي: د امام الشَّافعيِّ – رحمه الله – کره مې ډېري شپې وکړې، هغه رحمه الله به د شپې ډېر کم ویده کیدی.

د مالك بن دينار – رضي الله عنه – په اړه روایت کې راغلي دي چې یوه شپه یې تر سهاره دا ایت ویلې: أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّـَٔاتِ أَن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَوَآءً مَّحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ۚ سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ. ايا هغه كسانو چي د بدۍ مرتكب شويدي، دا انګېرلې ده چي موږ به هغوى او ايمان راوړونكي او نېک عمل كوونكي سره برابر کړو چي د هغو ژوند او مرګ يو شانته شي؟ – ډېره ناوړه فېصله ده چي دوى یې صادروي. [الجاثية: 21] .

مغیره بن حبیب وایي: مالک بن دينار مې یوه شپه پټ څاره، له ماخستن وروسته یې اودس وکړ، په جاینماز کښېناست، ږیره یې په لاس کې ونیوله او غریو ونیو، په ژړا کې یې ویل: یا الله! د مالک سپین ويښتان له اوره وژغوره، یا الله تا ته د جهنم او جنت اوسیدونکي معلوم دي مالک به له کومي ډلي نه وي، مغیره وایي: هغه تر سهاره په ژړا او دعا و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د