غوڅ سړی او پڅ سیاست

نیکمل یون

د ملی وحدت تر نوم لاندی داستبدادی حکومت یا د ډاکټر غني د واکمنی یو کال د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي یا جوزا پر لومړۍ نیټه د حاکم دولت یو کال پوره شوو یعنی د ډاکټر غنی ۳۶۵ ورځی پوره شوی او د افغانستان د اساسی قانون د ۶۱ مادی له مخی د هیواد د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولی په لومړی نیټه پای ته رسیږی.

پخوانی نوماند او اوسنی ولسمشر دوه ډوله وعدی کړی دی چی یوه یی تر ټاکنو وړاندی او بل ډول یی تر ټاکنو وروسته، تر ټاکنو وړاندی ژمنی نه یواځی داچی عملی نه شوی بلکه تر ډیره حده د هغو پر خلاف عمل وشو.

طبعی خبره ده چی تر ټاکنو وړاندی ژمنی له عملی تطبیق سره پوره سمون نه شی لرلای او په نړۍ کی به داسی ډیر لږ نوماندان پیدا شی چی خپلی ټولی کړی ژمنی ټکی په ټکی او سل په سلو کی عملی کړی، خو داسی مثالونه هم ډیر کم پیدا کیږی چی یو نوماند دی د خپلو کړیو ژمنو مخالف لوری غوره کړی:. ((ایتلافی حکومت نه جوړوم، چی دادی یو ایتلافی حکومت یی د ملی وحدت تر نوم لاندی جوړ کړ، سهامی شرکت نه جوړوم چی دادی د سهامی شرکت پوره بیلګه یی په حکومت کی شتون لری او ټولی دولتی اداری د حکوت د رییس او د اجرایوی ریاست تر منځه ویشل شوی دی، زورواکی له منځه وړم چی دادی د افغانستان ننی بهیر د زورواکی ښه بیلګه ده او هغه زورواکی چی د حامد کرزی په دوران کی یی وزری نه درلودی نن د وزرونو خاوندان شول، قانون واکمنوم چی دادی د قانون ماتول په ۳۵۶ ورځو کی تر ۳۶۵ ځلو زیات د افغانستان اساسی قانون او نور نافذه قوانین تر پخو لاندی شوی دی او ډاکټر غنی نه یواځی داچی د قانون حاکمیت یی رانوست بلکی د قانون ډډ ته یی تبر ونیوه، د فساد جرړی باسم چی دادی د افغانستان اوسنۍ اداره مفسد ترینه اداره ده او نه یواځی داچی د فساد جرړی ونه وتی بلکی د فساد جرړو ته وده هم ورکړای شوه چی ښه بیلګه یی د کابل بانک دوسیه ده چی اوسنی ولسمشر به ویل چی د کابل بانک غله محکمی ته راکشوم او د قانون منګولو ته یی سپارم چی نه یواځی دا چی د کابل بانک غله ونه نیول شول بلکی هغه غله چی د کرزی په وخت کی نیول شوی ول یاخوشی شول او یا هم څارنوالی ته نه حاضریږی.د خلکو دستر خوان کی تغییر راوړم او خلکو ته د شغل زمینه برابروم چی نه یوا ځی دا چی د خلکو دسترخوان کی تغییر را نغی او خلکو ته د کار زمینه برابره نشوه بلکی د خلکو د دسترخوانونو څخه ډوډی ورکی شوی او هغه خلک چی په شغل اخته ول له شغل او دندی بی برخی شول داکوم او دا…)).

تر ټاکنو وروسته ژمنی داوی چی په دوو اونیو کی کابینه جوړوم چی دادی یو کال یی پوره شوو اما د کابینی جوړول لا ختم شوی ندی، ښوونکو ته په شپږو میاشتو کی نومری ورکوم چی دادی نه یواځی داچی ښوونکو ته نومری ورنه کړل شی بلکه د ښوونکو تنخواوی نه ورکول کیږی او اکثره ښوونکی له دی امله چی تنخوایی نه ورکول کیږی او یا هم تنخواوی یی کمی شوی لاس په لاریونونو او درسی اعتصابونو پوری کړ، سرپرستی ختموم چی دادی د سرپرستی دود لا تر ننه دوام لری او معلومه لا نده چی تر کومی مودی به دغه دود ته دوام ورکوی نن یی ختموم سبا یی ختموم خبره کال ته نږدی شوه اما د سرپرستی دود لا تر اوسه دوام لری، ولسواکی راولم چی دادی نه یواځی داچی ولسواکی رانه غله بلکه زورواکۍ او ټوپکسالارۍ زور واخست.

ولسمشر غنی داسی یو دریځ کی دی چی څوک یی په خوله تریخ پیاز هم نه خوری د چارواکو د ګوښه کیدو سلاحیت خو لری اما د مقرریدو سلاحیت په کی نشته او حتا دده په حکم مقرر کسان له دندو ګوښه کیږی دا ځکه چی دی په یو کمزوری موقف کی دی او د خپلو ملاتړو حمایت او ملاتړ یی له لاسه ورکړی او دده څخه لری شوی نو اوس د غنی هر فرمان او حکم د یو ضعیفه موقف نه وی چی مقابل لوری یی هم له دغه کمزوری نقطی نه په استفادی ځان نور هم پیاوړی کوی او خپل فرمانونه عملی کوی، سوله او امنیت راولم او مخالفینو سره روغه جوړه کوم چی دادی نه یواځی داچی سوله او امنیت رانه غی بلکی نا امنی لا پسی زور واخست او مخالفین لا په قوی موقف کی پاتی شول چی اول یواځی طالبان ول چی دادی اوس داهش هم زور پسی واخست او د هیواد اکثره ولایتونه د سقوط سره مخامخ دی او مرکزی دولت په ځان به سیا دی.

دی دواړو ښاغلو (ع او غ) د افغانستان په اساسی قانون لوړه وکړه او قسم یی یاد کړ اما دواړو ښاغلو په ګډه دغه قانون او قسم تر پښو لاندی کړ.

د افغانستان د اساسی قانون د لومړی فصل لومړی فقری او پنځمی مادی په رڼا کی، ددی اساسی قانون او نورو قوانینو د حکمونو تطبیق، له استقلال، ملی واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع او دهیواد د امنیت او دفاعی قابلیت تامین د دولت له اساسی وظایفو څخه دی او د افغانستان د اساسی قانون د لومړی فصل لومړۍ فقری او اتمی مادی له مخی دولت د هیواد خارجی سیاست، د خپلواکۍ، ملی ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو، نه مداخلی، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او د حقوقو د برابری پر بنسټ تنظیموی. سره له دی چی ډاکټر غنی وایی چی په تیرو شپږو میاشتو کی یی زیات تمرکز په بهرنیو اړیکو وو اما د افغانستان او پاکستان ناباوره اړیکی او دافغانستان بیغورتوب له نورو متحدو هیوادونو ددی لامل شوی چی افغانستان خپل زیاد شمیر نړیوال متحدین له لاسه ورکړی.

پاکستان سره ناسنجول شوی او بی باوره اړیکی او د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتی اطلاعاتو د شریکولو تړون ددی سبب شوی چی د افغانستان طبیعی متحدین ځان په حاشیه کی احساس کړی بالخصوص د هند دولت.

د افغانستان او پاکستان بی اساسه او ناسنجول شوی اړیکی ددی سبب شوی چی د هندوستان دولت ځان ګوښه کړی او خپلی اړیکی د افغانستان له دولت سره پریکړی ځکه د هندوستان ددومره مرستو سره چی په اقتصادی او تعلیمی سکټور کی یی کړی اما افغانستان بیا هم د پاکستان تر شا ولاړ هیواد دی.

د افغانستان او هندوستان اړیکی ورځ تر بلی د خرابیدو په حال کی دی چی ښه بیلګه یی هند ته تحصیلی بورسیو بندیدل او د هند په هیواد کی د افغان محصلینو وضعیت دی چی ورځ تر بلی خرابیږی، د محصلینو تنخواوی بندی وی، شته کارونه او ستونزی یی د هند د دولت له خوا نه حل کیږی، دخلکو وضعیت د افغانانو سره او حتی په پوهنتونونو کی افغان محصلینو ته په بده سترګه کتل کیږی او افغانان د خپل دښمن هیواد دوستان ګڼی، ددی وضعیت دوام به له یو خوا د افغان محصلینو په روحیه تاثیر وغورځوی او له بله اړخه به افغان محصلین دی ته اړ شی چی بیرته خپل هیواد ته راستانه شی او د لوړو زده کړو له لوی نعمت څخه بی برخی پاتی شی.

اخذونه: د افغانستان اساسی قانون، د پوهاند استاد محمد اسماعیل یون لیکنه، ملی ورځپاڼی او د هند په هیواد کی د افغان محصلینو معلومات.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حق جو
میلمه

یاره نن والو دا املاء خو مو سمه کړئ غوڅ په څ لیکل کیږي لکه پڅ غوندې او که یي غلط لیکئ بیا نو پڅ هم پث ولیکئ چې هغه د ملایانو خبره سجع یي برابره شي هههه خفه نشئ