ورزش

کمارسنګکار له ټیسټ لوبو هم استعفاء وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۷مه ۱۳۹۴ل): د سریلانکا ملي لوبډلې تکړه او پیاوړی لوبغاړی کمار سنګکارا له پاکستان سره له دوهم ټیسټ وروسته له ټیسټ لوبو هم استعفاء وکړه.

د نړیوالو رسنیو راپورونو پر بنسټ د کرکټ لوبې دغه پیاوړی لوبغاړی د پاکستان خلاف دوهمې ټیسټ لوبې په درییمه ورځ یو خبري غونډې کې خپل استعفاء اعلان کړه.

کمار سنګکارا رسنیو ته وویل چې د هندوستان خلاف دوهمې ټیسټ لوبې څخه وروسته به نور د خپل ملي ټیسټ لوبډلې برخه نه وي او له ټیسټ لوبو استعفاء کوي.

سریلانکايي کمار سنګکارا غوښتل چې د پاکستان خلاف درییمې ټیسټ لوبې کې هم ګډون وکړي خو د ځینې لاملونو له امله نوموړی نه شي کولی د پاکستان خلاف درییمې لوبې کې ګډون وکړي.

هیره دې نه وي چې کمار سنګکار له یوه ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو څخه له وړاندې استعفاء کړې نو د سنګکارا وروستۍ پریکړې پر بنسټ نوموړی له دې وروسته به هیڅ ډول لوبې کې نه لیدل کیږي.

سنګکارا د ټیسټ لوبو پیل په ۲۰۰۰ز کال کې په سویلی افریقا کې وکړه. تر دې مهاله نوموړی د سریلانکا لپاره ۱۳۱ ټیسټ لوبو کې ګډون کړی.

په ټیسټ لوبو کې د سنګکارا منډو جوړولو اوسط ۵۸.۴۳ دی او د ۳۸ سلیزو او ۵۲ نیمه سلیزو په مرسته يي ۱۲۲۷۱ منډې جوړې کړي.

کمار سنګکارا له توپ وهنې سربیره پیاوړی ویکټ ساتوونکی هم و. نوموړی د ویکټ تر شا ۱۷۹ کیچونه نیولي او ۲۰ لوبغاړي يي په سټمپ کولو سوځولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x