
د علم وايمان امتزاج
لیکوال: لطف الله خیرخوا
کالم: نکات
اتم ټولګي کې وم. روژې مبارکې مياشت وه. ماسپښين به زموږ د کلي يو عالم مولوي صيب عطاءالله رحمه الله د قرآن کريم تفسير کاوه. تفسير اورېدو ته ډېرې ښځينه هم راتلې. مولوي صيب به په ډېرو ساده عبارتونو ترجمه او تفسير کاوه. يوه ورځ يې مسئله وکړه او ښځينه يې په ځانګړي ډول مخاطب کړلې، چې چا ته «امنت بالله» زده نه وي، نکاح يې نه کيږي!
مسئله وه، تېره شوه، خو زړه کې مې خبره وه، چې دا څومره ستره خبره امنت بالله پورې تړلې. د نکاح نه کېدو معنا دا وه، چې دا انسان مسلمان نه دی! هر وخت به مې فکر کاوه، چې دومره ګواښمنه موضوع او علماء يې نه بيانوي، دا ولې؟ له بده مرغه، کله مې هم فکر کړی نه و، چې کوم عالم وپوښتم يا په خپله مرحوم مولوي صيب وپوښتم، چې د موضوع تفصيل څه ډول دی؟
يو وخت مې چې کتابونو او مطالعې سره مخه شوه او د ملا علي القارئ «شرح الفقه الأکبر» مې مطالعه کاوه، دا مسئله مې په يوه ډول تر سترګو شوه. موضوع دا وه، چې تصديق بالقلب سره اقرار باللسان شرط دی، که نه؟ همدې بحث کې ملاصيب تر دې رسيږي، چې د امام محمد رحمه الله په حواله د ماشومې زوجې په اړه ليکي : إذا لم تصف الإسلام حتى أدركت ولم تصف أنها تبين من زوجها.
ماشومې زوجې که اسلام نه شو معرفي کولی، بالغه شوه، بيا يې هم نه شو معرفي کولی، له مېړه به جلا کيږي يا دا ښځه باينه شوه.
د دې بحث پيل د الفقه الأکبر متن داسې کوي : ويجب أن يقول آمنت بالله و… . ملاصيب يې معنا کوي : أی يفرض فرضا عينيا بعدما يحصل علما يقينيا. يعنې فرضِ عين ده، چې له علمي يقينه وروسته په خوله آمنت بالله ووايي.
دې پايلې ته ورسېدم، چې يو خو ايمان او علم کلک سره تړلي دي، بلکې پورته مسلک خو دا وايي، چې ايمان په علمي بنسټ نه وي، ايمان نه دی او ممکن همدې خبرې ته دا ايت اشاره کوي :{ فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ }. او همدا ډول دا ايت :{هَذَا بَلَاغٌ لِلنَّاسِ وَلِيُنْذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ}.
دلته زما پام بلې خبرې ته اوښتی، چې د امام محمد رحمه الله عبارت کې د «اسلام وصف» څه معنا؟ دې موضوع کې چې څومره هم مخکې ځم، دومره مې سر خلاصيږي، چې انسان بايد په خپل ايمان پوه وي، ايمان پېژني. د ايمان غوښتنې ورمعلومې وي او پای د يوه قانع انسان په توګه د ايمان پر لار روان وي.
تاريخ به له دې مثالونو ډک وي، چې څنګه څوک په خپل ايمان او عقيده پوه وي او څنګه يې په غوښتنه برابر روان وي، مګر ما ته درې مثالونه ډېر جالب وبرېښېدل.
د بعثت په پينځم کال حبشه کې مسلمانانو د لومړي هجرت شپې سبا کولې. مشرکينو د هجرت اهميت ته پام شو. مشوره يې وکړه، چې نجاشي او درباريانو ته يې ډالۍواستوي او د ژبورو استازو په واسطه دا خلک بېرته مکې ته راستانه کړي. عمرو بن العاص او عبدالله ابن ابي ربيعةوټاکل شول. د مکې ژبور او خبرلوڅ مخور. حبشې ته ورسېدل. لومړی يې د نجاشي درباريان په دې راضي کړل، چې د دوی دخبرو ننګه وکړي، بيا نجاشي ته ورغلل.
نجاشي ته يې وويل : زموږ څه ناپوهه خلک ستاسې خواته راتښتېدلي. نه ستاسې دين مني، نه زموږ. که دا خلک بېرته موږ سره واستوئ، نو زموږ ستاسې پخواني تعلقات به همغسې ښه پاتې شي. درباريانو يې هم خبره غبرګه کړه، چې صيب دوی ښه وايي، دا خلک بايد بېرته خپل ځای ته لاړ شي.
نجاشي مسلمانان راوغوښتل، چې خبره معلومه کړي. مسلمانانو سلا کړې وه، چې په هر حال به رښتيا وايي. نجاشي وپوښتل، چې دا څه مو رواوړي؟
د مسلمانانو وياند جعفر رضي الله عنه پيل وکړ : أيها الملك، كنا قوما أهل جاهلية، نعبد الأصنام ونأكل الميتة، ونأتي الفواحش، ونقطع الأرحام، ونسيء الجوار، ويأكل منا القوي الضعيف، فكنا على ذلك، حتى بعث الله إلينا رسولا منا، نعرف نسبه وصدقه وأمانته وعفافه، فدعانا إلى الله لنوحده ونعبده، ونخلع ما كنا نعبد نحن وآباؤنا من دونه من الحجارة والأوثان، وأمرنا بصدق الحديث، وأداء الأمانة، وصلة الرحم، وحسن الجوار، والكف عن المحارم والدماء، ونهانا عن الفواحش، وقول الزور، وأكل مال اليتيم، وقذف المحصنات، وأمرنا أن نعبد الله وحده، لا نشرك به شيئا، وأمرنا بالصلاة والزكاة والصيام- فعدد عليه أمور الإسلام- فصدقناه، وآمنا به، واتبعناه على ما جاءنا به من دين الله، فعبدنا الله وحده، فلم نشرك به شيئا، وحرمنا ما حرم علينا، وأحللنا ما أحلّ لنا، فعدا علينا قومنا، فعذبونا، وفتنونا عن ديننا، ليردونا إلى عبادة الأوثان من عبادة الله تعالى، وأن نستحل ما كنا نستحل من الخبائث، فلما قهرونا وظلمونا وضيقوا علينا، وحالوا بيننا وبين ديننا، خرجنا إلى بلادك، واخترناك على من سواك، ورغبنا في جوارك، ورجونا ألانظلم عندك أيها الملك.
ای پاچا! موږ جاهلي خلک وو. د بتانو عبادت مو کاوه، مرداره مو خوړه، ناوړه کارونه مو کول، خپلوۍ مو پرې کولې، ګاونډيان مو ځورول، قوي به کمزوری خوړ، موږ دغسې خلک وو. دې وخت کې موږ ته زموږ له قومه الله جل جلاله پيغمبر راواستاوه. موږ ته يې نسب معلوم دی، رښتينولي يې رامعلومه ده، امانتداري او پاکي يې رامعلومه ده. موږ ته يې بلنه راکړه، چې الله جلاله ايکي يو وګڼو، د همدې يو الله عبادت وکړو او هغه له تيږو ګټو جوړ خدايان پرېږدو، چې زموږ پلرونو يې عبادت کاوه. د رښتيا ويلو، امانتدارۍ، خپلوۍ پاللو، ښه ګاونډيتوب امر يې راته وکړ. د حرمتونو پايمال، وينو تويولو، ناوړو کارونو، درواغو، د يتيمانو د مال خوراک او پاکلمنو تور څخه يې منع کړو.د ايکي يو الله د عبادت امر يې راته وکړ او دا چې هيڅ شريک به ورسره نه ګڼو. د لمونځ، زکات او روژې امر يې راته وکړ. موږ ومانه، ايمان مو پرې راوړ، ورپسې روان شوو. د ايکي يو الله عبادت مو پيل کړ، هيڅ شريک ورسره نه منو، څه چې يې حرام کړل، موږ يې حرام ګڼو او څه چې يې حلال کړل، موږ يې حلال ګڼو. قوم رابندې ظلم پيل کړ.
تعذيب يې کړو. امتحان کې يې واچولو، چې بېرته مو خپلې بې دينۍ ته واړوي او هغه خبايث راباندې حلال کړي، چې موږ يې حرام ګڼو. دوی چې دا ظلم پيل کړ، تعذيب يې کړو، فتنه کې يې واچولو، زموږ او د دين تر منځ مو حايل شول، ستا خوا ته راغلو. ته مو له نورو غوره وګڼلې، ستا ګاونډيتوب راته ښه ښکاره شو. هيله ده، چې ستا تر څنګ به راباندې ظلم نه کيږي..پاچا صيب!
دېته وايي د اسلام توصيف..دېته وايي علمي ايمان. دلته چې نجاشي بايد په ډېرو خبرو پوه وي، ځکه جعفر رضي الله عنه هغو ټکو ته په شد ومد اشاره کوي، چې د نجاشي عواطف راخپل کړي. دا کار هغه څوک کولی شي، چې ځان پېژني، خپل ايمان پېژني او په دې قادر وي، چې خپله خبره په هر صورت او هر حالت کې وکړي!
دوهم مثال د ربعي بن عامر دی، چې رستم پاچا ته ورغی. رستم لکه د اوسنۍ زمانې طواغيت د جګړې په عواملو نه پوهېده. داسې فکر يې کاوه، چې مال وي، عيش وي، رفاه وي، جګړه څه کوي؟ نو ربعي بن عامر ته يې وويل، چې دا څه مو شروع کړي؟ ولې تر دې ځايه جګړې ته راغلاست؟
ربعي بن عامر ورته وايي : اللَّهُ ابْتَعَثَنَا، وَاللَّهُ جَاءَ بِنَا لِنُخْرِجَ مَنْ شَاءَ مِنْ عِبَادَةِ الْعِبَادِ إِلَى عِبَادَةِ اللَّهِ، وَمِنْ ضِيقِ الدُّنْيَا إِلَى سِعَتِهَا، وَمِنْ جَوْرِ الأَدْيَانِ إِلَى عَدْلِ الإِسْلامِ، فَأَرْسَلَنَا بِدِينِهِ إِلَى خَلْقِهِ لِنَدْعُوَهُمْ إِلَيْهِ، فَمَنْ قَبِلَ مِنَّا ذَلِكَ قَبِلْنَا ذَلِكَ مِنْهُ وَرَجَعْنَا عَنْهُ، وَتَرَكْنَاهُ وَأَرْضَهُ يَلِيهَا دُونَنَا، وَمَنْ أَبَى قَاتَلْنَاهُ أَبَدًا.
موږ الله د دې لپاره ټاکلي يو او تر دې ځايه يې رارسولي يو، چې د الله د خوښې خلک د بنده ګانو له بنده ګۍ وژغورو، د دنيا له تنګسې يې پراخۍ ته وباسو او د دينونو له ظلمه يې د اسلام عدل ته کېنوو. خپل دين سره يې خلکو ته لېږلي يو، چې خلک ورته راوبلو. څوک چې مو خبره مني، بېرته ترې، دی پوه شه او زمکه يې او چې څوک انکار کوي، تر هغې ورسره جنګېږو، چې يا شهيدان شو او يا غازيان.
څومره په خپله خبره قانع، څومره په خپل کار پوه او څومره د خپل ايمان په غوښتنه برابر! دېته وايي توصيف!
د اسلام د توصيف په اړه د سيد قطب رحمه الله خبرهډېره مثالي ده. موږ مخکې وليدل چې هر کس په خپل سياق کې ډېر مناسب او پر ځای توصيف کوي. سيد قطب، چې د اوسني جاهليت په اړه غږيږي او په دې يې اعتراض وي، چې ولې خلک اسلام نيموي؟ ولې يې احکام نيمګړي کوي؟ نو وايي، چې څوک اسلام هممهاله عقيده، عبادت او شريعت نه ګڼي مسلمان نه دی!
درځئ فکر وکړو، چې موږ هر يو څومره د خپل ايمان ماهيت پوه يو؟ څومره يې په غوښتنو برابر يو؟ او څومره قادر يو، چې د اسلام په اړه مو فهم قانع کوونکی وي؟
سلامونه او احترام
جزاكم الله خيرا خير خواه صيب
ديره په زره پوری او مهمه موضوع مو تشریح کری ده،
خداوند متعال دی زمونژ او تاسو ايمانونه روزي او له ضیاع نه وساتي.
مننه