كندوز: د چاردرې عمومي سرک تړل کېدو ولس له ستونزو سره مخ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۷مه ۱۳۹۴ل): د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ عمومي سرک د امنیتي ځواکونو لخوا د عامو خلکو پر مخ تړل شوی چې له کبله یې ولسي وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي.

د چاردرې ولسوالۍ د قریه یتیم یو تن اوسیدونکي برهان عمرخیل نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي چارواکو د چاردرې ولسوالۍ عمومي سړک د عام ولس پر مخ تړلی دی چې له کبله یې خلک له ستونزو سره لاس و ګریوان دي.

خلک مجبورا خپل خټکي او هندواڼې د «کیمو [په سیمه ییزه کښتۍ]» پر مټ د اوبو څخه اړوي خو دا لاره ډيره ستونزمنه ده

د عمرخیل په وینا دا مهال خلک خټکي، هندواڼې شکوي او بازار ته یې وړاندې کوي. «».

د قریه یتیم دغه اوسیدونکي له قوله پرون یوه «کیمو» د اوبو په منځ کې ډوبه شوه چې له کبله يې سلګونه خټکي او هندواڼې اوبه ویوړې او دهقانانو ته دروند مالي زیان ور واوښتلو.

عمرخیل همدا راز وویل چې دولتي چارواکو د قریه یتیم د سیمې اوسیدونکو اوبه په داسې حال کې وچې کړي چې دهقانانو شولې نهال کړي او که اوبه ورپرېنښودل شي شولې یې له منځه ځي.

«دهقانانو شولې کرلي، همدا وخت دی چې باید ډيرې اوبه ورکړل شي، که اوبه ورپرېنښودل شي شولې وچیږي، د کال ټوله خواري په اوبو لاهو کیږي. دلته ټول غریب دهقانان اوسیږي، سترګې یې همدې شولو ته دي».

د دغې سیمې اوسیدونکي د جګړې د دواړو خواو څخه غوښتنه کوي چې څه مودې لپاره اوربند وکړي څو خلک خټکي او هندواڼې وشکوي او شولې نهال کړی.

دی وايي چې ښځې، ماشومان او آن مریضان نشي کولای د عمومي سرک له لارې مرکز کندوز ته ولاړ شي، چې له کبله یې ستونزې څو چنده زیاتې شوي.

دولتي چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

یوې بلې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبانو د چاردرې ولسوالۍ بېرته دولتي چارواکو ته خوشې کړې او اوس ولسوالۍ د دولتي چارواکو تر ولکې لاندې ده.

پرون یوه «کیمو» د اوبو په منځ کې ډوبه شوه چې له کبله يې سلګونه خټکي او هندواڼې اوبه ویوړې او دهقانانو ته دروند مالي زیان ور واوښتلو.

د سرچېنې په وینا طالبانو له ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ټول مهمات بار کړل او ولسوالۍ یې بېرته پرېښودله.

دغه ولسوالۍ چې نېږدې یوه اونۍ وړاندې طالبانو تر یوې سختې جګړې وروسته ونیوله، دولتي عسکرو يې د بېرته نیولو لپاره پراخه عملیات پیل کړي وو.

طالبانو د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د کندوز دوې ولسوالۍ او د نورستان یوه ولسوالۍ نېولې ده.