ورزش

سپ بلاټر: تر اوسه د فیفا مشر یم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۷مه ۱۳۹۴ل): موده وړاندې سپ بلاټر د پنځم ځل لپاره د فوټبال نړیوالې ادارې مشر په توګه وټاکل شو خو د ځینو ستونزو له امله بیرته استعفاء ورکړه.

د فوټبال نړیوالې ادارې مشران د سپ بلاټر تر مشرۍ لاندې په مالي فساد او پیسو وینځلو تورن شوي چې دغه تورونه د دغې ادارې یو چګپوړی چارواکی لخوا منل شوي هم دي.

د دغې ادارې زیات شمیر کارکوونکي او مشران په مختلفو هیوادونو کې وروسته له هغه ونیول شول چې د یوې امریکايۍ محکمې له لورې په مالي فساد او ځينو نورو غیر قانوني کړنو تورن شول.

داسې راپورونه هم شتون لري چې قطر او روسیه د نړیوال جام کوربه توب هم د رشوت له ورکولو سره ترلاسه کړی خو د روسيي ولسمشر ولایمیر پوتین دغه تور رد کړی.

د مالي فساد، پیسې وینځل او ځینو نورو غیر قانوني کړنو له امله سپ بلاټر استعفاء ورکولو ته اړ شو. هیره دې نه وي چې سپ بلاټر د پنځم ځل لپاره د دغې ادارې مشر په توګه ټاکل شوی و.

خو سپ بلاټر اوس خپل استعفاء ورکول نه مني. نوموړی د فوټبال نړیوالې ادارې یا فیفا کې خپل شتون په اړه وویل:« تر اوسه مې له خپلې دندې استعفاء نده کړې. ما ویلي چې زما راتلوونکی د فیفا د کمیټې په لاس دی کوم به چې ډیر ژر وټاکل شي. زه تر اوسه هم د فوټبال نړیوالې ادارې مشر یم.»

د فیفا په ادارې کې اوس هم داسې کسان شته چې له سپ بلاټر څخه ملاتړ کوي او بلاټر هم د دغې ملاتړ څخه ګټه پورته کولو سره غواړي بیا د ټاکل شوې کمیټې غونډې کې ځان د دغې ادارې مشرۍ ته کاندید کړي.

سپ بلاټر وویل:« اصلي موخه دا ده چې دغه اداره اصلاح شي او دغه موخه هغه کسان چې د دغې ادارې مشر پاتې شوي په غوره طریقې سره ترلاسه کولی شي. د اوږدې مودې لپاره مې فیفا کې کار کړی او پوهیږم چې دغه اداره څنګه اصلاح کړم. د فیفا کمیټې تر غونډې او پریکړې په ټول توان سره خپل کار ته ادامه ورکوم.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x