نظــر

د طالبانو په اړه په د افغانی تاریخ قضاوت!!!

لیکونکی: حفیظ الله «حقمل»- د حقوقو او سیاسی علومو څیړونکی- کابل

 

  • د طالب معنا
  • د نن سبا «طالبان»
  • طالبان د څوارلس سوه کلن تاریخ په آئینه کی
  • قضاوت

 

 

ü      دطالب معنا

ا- طالب په لغت کی: غوښتونکی ته وایی. په افغانی اصطلاح کی: هغه زده کړیالانو ته طالبان ویل کیږی چی په مسجدونو او دینی مدارسو کی دیره کیږی، او د اسلام له عالمانو نه د اسلام د زده کړی نصابی کتابونه لولی. دغسی یوه کس ته په پښتو کی طالب، او له یوه زیاتو کسانو ته طالبان ویل کیږی.

په افغانستان کی د اسلام د رڼا له خوریدو سره سم طالبان راپیدا شول، او له همغه وخته راهیسی افغانی ټولنه طالبانو او ملایانو سره آشنا شوی.

ب- د طالبانو ځینی ځانګړتیاوی

د افغانستان په ټولنه کی طالبان په ځینو ځانګړتیاوو مشهوره دی، چی لدی جملی نه: تقوا(پرهیزګاری)، حیا او شرم، په لږه او لوږه قناعت، کم خرڅ، لږ خوراک، دروند ولسی او پاک لباس، خوښ طبیعت، نرم مزاج، ادبناکه ټوکماری، د استاذ بی ساری احترام، خپلمنځی درناوی، په ټولنه کی د هرغړی مزاج پیژندنه او مراعتول، د مشرانو او سپین ږیرو درناوی او ساده او اسانه ژوند تیرول دی، د ولس او طالبانو ترمینځ کلک تړاو هم د طالبانو له مهمو ځانګړتیاوو نه ګڼل کیږی.

پ- چړي، طالب، ملا یا آخند، مولوی

دمسجدونو په نصاب کی د بنسټیزی مرحلی زده کوونکی ته چړي ویلی شی چی د زده کړی ترڅنګ له ځانه د مشرانو طالبانو او استاذانو احترامانه خدمت یی هم دنده وی، بیا؛ کله چی لږ د کتاب په لوستلو پوه شی او د لومړنی مرحلی کتابونه شروع کړی طالب بللی شی، لدی وروسته کله چی منځنی مرحلی ته ورسیږی نو ملا بللی شی، بیا لدی وروسته کله چی د نصابی کتابونو لوړه مرحله هم پوره کړی نو د فضیلت پګړی د دین د عالمانو لخوا په سر وروتړل شی، او لدی وروسته بیا مولوی بللی شی.

ü      د نن سبا «طالبان»

وروسته لدی چی په افغانستان کی د حزب خلق کفری کمونستی حکومت د افغانستان د ملت له لوری را وپرزول شو، بدبختانه د شیطانی او استعماری ځواکونو زړونه لا یخ نه ول، دګوډاګیانو او لاسپوڅو په مټ یی نوی لوبه پیل کړه، او پدی وتوانیدل چی افغانستان کی د کورنی جنګ اور بل کړی. دځانی خواهشاتو او ګڼو نورو داخلی او خارجی اسبابو په وجه جهادی تنظیمونه یو بل سره او د کمونستی حکومت پاتی شونو سره لاس او ګریوان شول، دکمونستی رژیم ځینی پاتی شونی پدغو تنظیمونو کی هم ځای په ځای او د «اورلوبی» ګرمولو کی یی رغنده کار وکړ. هرخوا لوټ تالان ګډ شو، د خلکو دین، ناموس، مال او عزت لوټ شو، وینی توئ شولی، علم، اقتصاد، زراعت، صنعت، او د ژوندانه هره څانګه د تباهی خوراک شول، په هره کوڅه او کلی کی د کوڅه ډبو بدمعاشانو ځانځانی حکومتونه جوړ شول.

همدا وو چی تقریبا اوولس کاله مخکی، طالبانو یو وار بیا د دینی دندی ترسره کولو په موخه د ملامحمد عمر په مشرۍ په قندهار کی خپل درسونه په نیمایی کی پریښول، د ځانځانۍ او ټوپکسالارۍ د طوفان په ضد یی جهاد پیل کړ. په بیخی لږه موده کی ددوی دغه خوځښت په ولسی خوځښت بدل شو، او د افغانستان نزدی نوی په سلو کی برخه یی له تاړاکګړو ټوپکیانو او کوڅه ډبو ګیلمجمانو پاکه کړه، تاریخی او بی ساری امنیت یی ټینګ کړ، د افغانانو په وړاندی د طالبانو بیلنس لوړ شو او ساری یی نه وو . هماغه وو چی په ټوله نړی کی طالبان وځلیدل او د یوه داسی علمی سیاسی تنظیم او نظریی په عنوان وپیژندل شول: چی یواځینی موخه یی «شر او فساد سره مبارزه او د سوچه سل په سلو کی اسلامی قوانینو په بنسټ ولاړ حکومت جوړول دی».

طالبانو سره د امریکا مرسته

د طالبانو بیلنس هغه مهال لازیات شو کله چی امریکایانو او نړیوال صلیبی اتحاد په افغانستان کی د طالبانو په لاس سوچه اسلامی نظام سره دښمنی اعلان کړه، او په افغانستان یی یرغل وکړ. د دینی مدرسو طالبان د نړیوال صلیبی اتحاد په وړاندی سرټیټی نشول، او یو وار بیا یی د جنګ میدان ته ودانګل. دادی د لسو کلونو اوږدی سرښندنی نه پس ددوی دښمن په ګونډو دی او د ماتی چیغو یی ټوله نړۍ ناکراره کړې. د امریکا په خلاف د غیرت دغه دریځ د طالبانو بیلنس کی نوی کریډیټ ورواچاوه، اوددوی په پیژند کی یی د ویاړ نوی پاڼی ورزیاتی کړی، نن سبا -په افغانستان او نړی کی د «طالبانـ»ـو له نوم څخه مطلب: «هغه دینی زده کړیالان دی چی موخه یی سل په سلو کی اسلامی حکومت جوړول، ددی موخی په لاسته راوړو کی د امریکا په ګډون هیڅ زبرځواک ته سرټیټی نه منل او ددینی زده کړی ترڅنګ خپل وسلوال جنګ ته اوږه ورکول دی».

نه یواځی دا چی نن سبا طالبان خپلو افغانانو ته د خپلواکۍ امامان جوړ شوی بلکی د نړی په هره کونج کی مظلوم او ځوریدلی ملتونه ورباندی ویاړی، د فلسطینیانو په څیر بی وزله ځوریدلی ولسونه په طالبانو پوری زړه تړی، او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره ارمان کوی  چی کاش که طالبان ددوی له سره د نیواک جغ پورته کړی. د فلسطین، نایجیریا او مصر په ګډون ګڼو هیوادونو کی د طالبانو په نوم تنظیمونه جوړ شوی، او د فلسطین د طالبانو په څیر ځینی یی رسما ځانونه د افغانستان د طالبانو برخه بولی.

ü      طالبان د تیر څوارلس سوه کلن تاریخ په آئینه کی

د تاریخ په اوږدو کی طالبانو د ملت د څارونکی او سرمشر حیثیت لرلی دی، د سیاست په ګډون دژوندانه هر اړخ کی یی بنسټیز کردار لرلی دی، دعلم، ثقافت، آبادۍ او ټولو نیکو کارونو د بنسټ ډبره یی ایښی، هرهغه خوځښت یا کس سره یی مقابله کړی چی اسلام، وطن، ننګ ناموس او نورو مهمو مسائلو کی لوی افغانستان(د غزنویانو، غوریانو، سوریانو، او ابدالیانو افغانستان) ته ګواښ پیښ کړی وی.

ا- نزدی تاریخ

په نزدی تاریخ کی د کمونستانو او روسانو خلاف خوځښت کی ملایانو دومره زیات شمیر کی برخه اخیستی چی پدی لنډه لیکنه کی یی نومونه لیکل او شمارل ناشونی دی. د ځینو نومونه دادی: مولوی جلال الدین «حقانی»(خوست)، مولوی محمد یونس «خالص» (د حزب اسلامی یا اسلامی ګوند مشر)، مولوی عبدالله «ذاکری»(اتحاد علماء افغانستان) ملا محمد عمر «مجاهد»(د طالبانو داسلامی غورځنګ بنسټ ایښودونکی)، مولوی رفیع الله «مؤذن»(وردګو ولایت)، مولوی سلطان عزیز «عزیز»(ننګرهار ولایت) ، مولوی جمیل الرحمن(د کونړونو ولایت) او ددوی په څیر نور په زرګونو مولویان په ګڼو جهادی تنظیمونو کی د کمونستانو او روسانو خلاف په سرښندنه بوخت ول. بیا د کورنیو جنګونو په وخت، زیاتره علماء د طالبانو د خوځښت له پیلیدو سره سم خوځښت کی برخمن شول.

له کمونستی ناورین مخکی د ظاهرشاه وخت کی هم علماوو د ژوندانه په سمونه کی اساسی ونډه لرله، قضایی چاری په کلی توګه اسلامی او د ملایانو واک کی وی.

د ظاهرشاه د پلار نادرشاه وخت کی علماء‌ غلی ندی کیناستلی، د سر او مال په نذرانی سره یی دهر راز دین مخالف کارونو مخنیوی کړی، د علماوو د خوځښت نتیجه وه چی نادرشاه د پوهنتون د محصل له خوا د خپلو نارواوو په جزا ورسید.

ب- یوه پیړۍ مخکی

همدارنګ له نادرشاه مخکی د امان الله خان وخت کی علماء د خپلواکی د غورځنګ امامان ول، تردی چی له انګریزانو نه هراړخیزه خپلواکی ترلاسه شوله، بیا کله چی امان الله خان اسلامی او افغانی ارزښتونو ته شا کړله او غربی کفری ارزښتونه یی خپل کړل، د افغانستان په مسلمانو خلکو یی دتپلو هڅه وکړه، دلته هم علماء بیداره ول او د خلکو بیدارول یی پیل کړل په امان الله یی فتواګانی صادری کړلی چی له لږ مقاومت نه وروسته د امان الله واکمنی د حبیب الله «خادم دین رسول الله» په لاس نسکوره شوله.

د تاریخ اوږده ځنځیر کی د علماوو کردار همداسی بیخچن او بنسټیز وو، او هر مثبت اووښتون د علماوو په نوښت پیل شوی دی.

پ- پینځه پیړۍ مخکی

که دافغانستان په تاریخ کی یولوی ګام شاته لاړ شو نو دا به لاروښانه شی چی د احمدشاه بابا په سر باندی د سلطنت پګړی صوفی طالب ایښی وه. هغه احمدشاه بابا، چی د اوسنی افغانستان د جغرافیی انجینر او بنسټ ایښودونکی دی. موږ نن د همدغه صوفی د کړو له برکته د اوسنی افغانستان خاوندان یو.

بیا کله چی هندوستان کی سکان واکمن شول او د ظلم بازار یی ګرم کړ، نو همدا علماء ول چی ددی ظلم خلاف یی اواز پورته کړ، د سیمی او اسلامی نړی نامتو عالم او ملا «شاه ولي الله دهلوی» چی په هندوستان کی اوسید په  مسلمانانو او نورو ملتونو یی د سکانو دا ظلم ونه لورید، سمدستی یی احمدشاه بابا ته لیک واستوه چی د هندوستان مسلمان د سکانو له شره خلاص کړی. بابا لیک ته لبیک ووایه، او په نتیجه کی افغانانو ته د هندوستان دفتحی ستر ویاړ په برخه شو. د دغه عالم سیاسی لیک د داسی لویی فتحی کیلی شوه چی د قیامت ورځی پوری به موږ افغانان پری ویاړو. که د همدی ملا لیک نه وو نو زموږ په ویاړلی تاریخ کی به د فخر دا لوی باب نه وو ورزیات شوی.

لدینه مخکینی تاریخ ټول ملایانو په مستقیم ډول جوړ کړی، د هر اړخیز علم سرچینه، او سرلښکری همدا ملایان ول. البیرونی، رازی، ابن سینا، فارابی، ابوداوود سجستانی، بلخی، تالقانی، او ترټولو دمخه لوی ملا امام ابو حنیفه کابلی وو چی په ننۍ نړی کی په ملیونو کسان د رنګ، نسل، ژبی او نورو توپیرونو پرته د دی نامتو ملا مقتدیان او منندویان دی.

ü      قضاوت

په عمومی ډول د افغانستان په تیر څوارلس سوه کلن تاریخ نظر اچولو څخه څیړونکی دوه حتمی پایلی ترلاسه کوی:

لومړی دا چی ملایانو نه یواځی د افغانستان په کچه، بلکی د اسلامی نړۍ په کچه د ترقی او تمدن بنسټ ایښی. د نظریاتی او تجرباتی علومو لکه فقه، سیاست، فلسفه، منطق، حکمت، نفسیات(سایکالوجی)، ادب، شعر، طبابت، جغرافیه، ریاضیات، الجبر، فیزیک، کیمیا، او نورو علومو سرکښان همدا ملایان ؤ. دعدالت او انصاف بیلګی یی نن ورځ آن د کفری ملکونو او د هغوی دقوانینو لارښود دی. ددوی د بی ساری کوښښونو او قربانیو نتیجه ده چی بشریت د ترقۍ په ټالونو کی زانګی، په ځانګړی ډول افغانستان چی اوږد اسلامی تاریخ لری، او داسلام له برکته د لویو سلطنتونو او ویاړونو خاوند شوی ؤ د ملایانو د احسان پوروړی دی. له تقریبا شلو کلونو راهیسی د شر او فساد په ضد، بیا د نیواک په ضد د طالبانو جنګ هغه ویاړمنی کارنامی دی چی افغانان او ټوله نړۍ یی د سر په سترګو وینی او منی.

دویم دا چی هرکله افغانانو د ملایانو په ځای بله طبقه په سرمشرۍ منلی او او واګی یی ملایانو ته ندی سپارلی، له بی ساری ناورینو سره مخ شوی او ټولو ته په ډاګه شوی چی د هر مصیبت او هری بدمرغۍ عاملان نور خلک دی. زموږ په تاریخ کی څوک دا نشی میندلی چی ملایان د کومی بدمرغۍ سرچینه وی بلکی نوری طبقی دی، د انګریزانو په وخت کی د ډیورینډ کرښی په څیر د وطن پلورنی نه نیولی بیا د کمونیستی کفری نظریی د راوړلو په ګډون هره بدمرغی نورو طبقو راوړی ده. نه یواځی په لری تاریخ کی ملایانو مثبت، او نورو منفی کردار ترسره کړی، بلکی نزدی تاریخ هم پدی شاهدی ورکوی. له ملایانو پرته نورو طبقو خپلمنځی جنګونه پیل کړل، د ملایانو منځګړتوب ته یی غاړه نه کښیوده، افغانستان یی تباه برباد کړ، د روس او کمونیزم د ماتولو ګټلی ملی ویاړ یی په تلپاتی پیغور بدل کړ، خو همدی طالبانو بیرته د افغانانو دین، ناموس، عزت، سر اومال خوندی کړ، او له ویاړه ډک تاریخ یی ورته پریښود.

نو په آخر کی په زغرده ویل کیدلی شی چی د کره عقل، انصاف، او څیړنی خاوندان به ددی ټول افغانی تاریخ په پام کی نیولو سره یواځی په یوه خبر باندی یوه خوله شی چی: د افغانستان په تیر څوارلس سوه کلن تاریخ کی دهر پیغور سرکښان نوری طبقی، خو طالبان د افغانانو تلپاتی سرتاج دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x