افغانستان

پوپل: موږ په سیمه ییزه حکومتولي کې «مات » يوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر وايي چې موږ د سیمه ییزو حکومتولي په برخه کې خپله ماته منو او په خبره يې بشپړ ناکام يوو.

غلام جيلاني پوپل د خپل سل ورځني کار د پلان په تشريح کې وويل چې د ده د کار د پیل په وخت کې یواځې په ۶۰ ولسوالیو کې ستونزې موجودې وي، خو اوس دغه ستونزې ډېرې شوې او ان ځينې ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې.

پوپل د ګډ حکومت تېره موده او د پخواني ولسمشر حامد کرزي کاري دوره د سیمه ییزې حکومتولي په برخه کې ناکامه وبلله او ويې ويل چې له میلیونونو ډالرو لګښتونو سره سره بیا هم زموږ دغه برخه نیمګړې او ناکامه پاتې ده.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر وايي چې لا هم په هېواد کې څلور ولایتونه، ۱۴ ولايتي شوراګانې، ۱۶۸ ولسوالۍ او ۷۸ ښاروالۍ د خپل کار لپاره دفترونه نه لري.

هغه د خپل ځان په اړه وویل چې دوی به د یو پلان له مخې د هېواد لومړیتوبونه ټاکي او بیا پر مخ ځي.

پوپل په داسې حال کې د لسګونو دولتي ادارو د دفترونو د نشتوالي څرګندونې کوي چې نوي حکومت د پخواني حکومت ګڼ لوړپوړي چارواکي هم په میلیونونو ډالرو چور او فساد تورن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اوښ ته چا ویلی چه ورمیږ دی ولی کوږ دی ، اوښ ورته وویل غم یی مه کوه کوم اړخ می سم دی چه د ورمیږ پوښتنه می کوی ، د غلامی اداری کوم اړخ سم دی خو د اوښ په شان ټول کاږه واږه دی ، یوآځی کی چه مخکی دی فساد او د هیوادوالو او نړیوالو تیرویستل دی په دی چارو کی یی د نړی لمړی درجه او طلایی مدالونه تر لاسه کړی دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x