
کونړ: د ملکي وګړو پر موټر ډزو درې تنه ووژل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ په غازي اباد ولسوالي کې د اردو عسکرو د ملکي وګړو پر موټر ډزې وکړې او درې تنه يې ووژل.
د سیمې د خلکو په قول تېر ماښام د اردو عسکرو په جلاله سیمه کې وروسته له هغه د عامو وګړو موټرو په نښه کړ چې له طالبانو سره په جګړه کې يې خپل ملګري ووژل شول.
د دوی په خبره طالبان په سیمه کې نه ښکارېدل، خو د اردو عسکرو د طالبانو په نامه د ولسي وګړو موټر په نښه کړه، چې تر تېر ماخستنه يې د وژل شویو کسانو جسدونه خلکو ته نه ورکول.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې که د دوی د وژل شویو کسانو پوښتنه ونه شي، د غچ لپاره به لاس په کار شي.
طالبانو هم په سیمه کې د بريد پخلی کړی دی او ويلي دي چې په جلاله سیمه کې يې شپږ عسکر وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د ملکي وګړو وژل کېدل هم منلي او ویلي يې دي چې عسکرو د ملکيانو پر یو ټونس ډوله موټر ډزې کړې دي او پکې يې درې تنه ووژل.
تر دې وړاندې هم په هلمند، میدان وردګو، غزني، پکتیا او لوګر کې د اردو د عسکرو له لوري لسګونه ملکي وګړي ووژل شول، چې د پوځي شنونکو په باور ورته بریدونو پر دولت پاتې یو څه باور هم له منځه وړی دی.
د کونړ ځايي مسوولینو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دوی غږ نه د اردو د عسکرو قومندان او نه هم دغازي اباد چارواکو اورېدلی دی.