افغانستان

سیما جوينده د غور والۍ شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د غور د خلکو پخوانۍ استازې د دې ولایت د والۍ په توګه وټاکل شوه.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې سیما جوينده يې د سید انور رحمتي پر ځای د غور والۍ وټاکله.

په خبرپاڼه کې د مېرمن سیما جوينده د زده کړو او کاري سابقې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو په ټاکنیزو منډو ترړو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلوۍ پاتې شوې ده.

دا د ګډ حکومت له لوري دویمه مېرمن ده، چې د والۍ په توګه ټاکل کېږي.

تر دې وړاندې مېرمن معصومه مرادي د میدان وردګو، وروسته د دایکندې ولایت ته معرفي شوه، چې لا يې هم د خلکو د مخالفت له امله دنده نه ده پیل کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

مبارك شه

محب الله صافی

اوس يي خوند وکه
سړی ډير کم دي چي ښځي والۍ کيږي
الله دي تبا برباد کړی دا ظالمان دي انسانان نه دي

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو تاسی ژر مه په غصه کیږی ، زمونږ هیواد اشغال شوی ، د کفارو قانو ن یا دموکراسی حاکمه ، د دموکراسی نظام د اسلامی په مخالف قطب کی قرار لری . اسلامی کی د ښځی د پاره د کور کارونه او بهر ځینی هغه کارونه چه د ښځو سره په تماس کی وی لکه نرسی او ډآکتری ګاریګری د ښځو په روغتونو کی او یا معلمه د نجونو په ښوونځی کی او داسی نور چه هلته د ښځو سره د نارینه وو ډیر تماسونه او ځانګړی ځانله ناستی نه وی . د کفری نظام ( دموکراسی )… نور لوستل »

خالد

حقیقت ده بیانزی صیب چی دا د غرب لوی ارمان ده چی زموږ ښځی بی حیا کړی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x