نظــر

د سترانیژیک تړون لومړنی لاسته راوړنې

وروسته لدې چې د کابل د لاسپوڅې ادارې مشر حامد کرزي د می د میاشتې په دوهمه نیټه او نیمه شپه کې د ستراتیژیک تړون په نوم د افغانستان د خرڅلاو سند له خپل یرغلګر بادار بارک اوباما سره لاسلیک کړ، نو داسې خیال یې وکړ چې نور یې ټول هغه څه چې له خپلو بادارانو غوښتل لاسته راوړل، کرزي چې څو ځله یې له خپلو صلیبي بادارانو څخه د شپې له خوا په کورونو د چاپو اچولو او هغو  عملیاتو بندیز غوښتی وو چې په ترځ کې یې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کیژي، یوازینی هدف یې دا وو چې دده لاسپوڅې او فاسده اداره دده تر مزدور قیادت لاندې یو څه نوره موده هم پایښت ومومي.

د افغانانو او افغانستان د عزت، شرف او ناموس د خرڅلاو نوموړی تړون هغه موضوع وه چې له یوه کال راپدې خوا د رسنیو تود شخوند واښه یې جوړ کړي وو. د کرزي خاص ملګري او نماینده  ” سپنتا” چي نوم یي د مسلمانانو پّه نسبت تر ډېر بریده هندوانو ته پاته کیژي، د یاد تړون په کامیابی او انعقاد  کې د لوبې مسوول دی. سپنتا څو څو ځله د رسنیو په حضور کې دعوی کړی ده چې تر هغه پورې جې امریکایی لاری د کرزي د ادارې ټول شروط په تېره بیا د شپې د علمیاتو بندول ونه مني، نو د خرڅلاو دا تړون به لاسلیک نشي.
دا دی نوموړی سند لاسلیک شو، زورواکو او قلابي پارلمان یې هم تایید وکړ او لدې مخکې يې هم د په اصطلاح لویې جرګې په ترځ کې د خرڅو شوو او له مخکې نه مخکې اجاره شوو قراردادیانو او لاسپوڅو له خوا تایید او اجازه چې په پټو سترګو به د وطن، عزت او ناموس پر سر معامله کوي لاسته راوړې وه پدې تمه چې دوی د غلامی په مسند باقي پاته او وولس ته به دا یوه خبره دلیل ونیسي چې د تړون په مقابل کې مو پر یرغلګرو دا یو شرط ومانه چې د شپې له خوا عملیات به نه کوي او د یې ګناه خلکو له قتل عام څخه  به لاس اخلي.
ولی د یاد کرغېړن سند د لاسلیک سره جوخت په کلیو او بانډو باندې ړندې بمباری، د ملکي او بې ګناه افغانانو عام وژنه په هماغه شدت سره ادامه پیدا کړه بلکه له پخوا څخه پکې زیاتوالی هم راغی. د یاد سند له لاسلیک څخه څلور ورځې وروسته وحشي یرغلګرو د زابل ولایت د شاجوی ولسوالی په یوه کلي برید وکړ او کم تر کمه یې 4 تنه بې ګناه ملکي وګړي په شهادت ورسول.
په همدې ورځ صلیبي یرغلګرو د تګاب ولایت د اله سای ولسوالی په مربوطاتو کې د یوه وحشی هوایي برید په ترځ کې 4 تنه نور بې ګناه افغانان هم په وینو ولمبول او په شهادت یې ورسول.
له یادو عمدي وحشتونو یوه ورځ وروسته هم وحشي یرغلګرو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالی کې پر یوه کور برید وکړ او یوه ښځه او د هغې 5 تنه تنکي او معصوم ماشومان یې په شهادت ورسول.
په همدې ډول صلیبي یرغلګرو وحشیانو د بادغیس ولایت د بالامرغاب په ولسوالی کې د یوې وحشي او درنې بمباری په ترځ کې زمونږ 14 تنه بې ګناه افغانان په شهادت ورسول او ګڼ شمېر نور یې هم ټپیان کړل.
یادې عمدي او وحشیانه وژنې د وحشي امریکایانو او د دوی د صلیبي حشرګړو له خوا د کابل د لاسپوڅې ادارې سره د دوی د دوستانه روابطو هغه پیلامه ده چې افغان مسلمان او باشهامته وولس ته یو روښانه پیغام له ځانه سره لري، هغه دا چې د لاسپوڅي کرزي تش په نوم غوښتنې او پوچ شعارونه د دوی د بادارانو په وړاندې هیڅ اهمیت نلري او دا یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو په مانا سره دي، او د ستراتیژیک تړون په نوم دا سند د یرغلګرو د وحشت، قتل عام او افغانانو له ځپلو څخه پرته بله هیڅ معنی نشي ورکولای.

موفق افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x