نظــر

د ارګمشر د خېز تخته

سیدرحمن فقیرزی

کله کله دځینو کسانو له واقعیتونو لیرې لیکنې دا انګیزه په چا کې راټوکوي چې پر رڼو واقعیتونو تم شي او د تور او سپین په مالومولو پسې قلم راواخلي.

لومړی خو دا چې د حکومت په ننګې اوږدې لیکني دا زباتوي چې د حکومت په خپلو چارو کې پاتي راغلی دی که داسې نه وای خلکو هر څه پر خپلو سترګو لیده او د معاش اخیستونکو ځانګړو لیکوالانو له ستاینو د ډکو لیکنو اړتیا نه پښیده !

راځئ چې له ټاکنیزو منډو ترړو یې راپېل کړو؛د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال هر نوملي(کاندید) ځان من باله او چارک خو په حساب کې هم لا نه راته :

زه به دا وکړم زه به ها وکړم ؛ افغانستان یې د آسیا زړه څه چې د ټولې نړۍ زړه باله ؛ هر ولایت ته به چې لاړ ویل به یې : دا ولایت به پر یوه لوی سمییز څلور لارې بدل کړم ؛ په پلانی ولایت کې به لوی سوداګریز بندر جوړ کړم ! خو داسې بریښي چې د ټاکنیزو منډو تر ړو پر مهال را بلل شوي خلک هم د پیسو په زرو راټول شوي وو او له هغوی سره یوازې د یو نس ډوډۍ غم و؛ کنې هغوی هم پوهیده چې د اوښ په پچه په ختو سره کشمیر لیدل ؛ هسې خوشي چټي خبرې دي او بس؛ که داسې نه وای یو چابه ورته ویلي وو چې دا هر څه د چا په پیسو کوئ؟؟

استاد غضنفر یوه لیکنه مې لوسته؛ لیکلي وو چې تکیه کلامونه هم د ځینو کرکترونو له خوا د ځانګړي مانا ورکوونکي وي اوهسې تشې خبرې نه وي؛ په دوام یې د بیلګه په توګه لیکلي وو چې یو څوک حج ته ولاړ ؛کله چې بیرته راغی یو کس چې په هره خبره کې به یې ویل چې: هسې خوشي چټي ؛ ښه یې جوړ یې هسې خوشي چټي؛ او …… حاجي ته چې ښه مخینه نه لرله او د ښو تمه نه شوا ی ترې کیدای وویل چې: حج ته لاړې هسې خوشي چټي .

اوس موږ هم اشرف غني ته وايي چې: ارګ ته دې ځان ورساوه خو هسې خوشي چټې.

حکومت په خپلو چارو کې پاتي راغلی او ناکامۍ یې له چا هم پټي نه دي؛ خو زه یوازې د پښتنو په تړاو د حکومت کارونو ته یوه ځغلنده کتنه کوم.

اشرف غني په لومړي سر کې پښتانه د خیز د تختي په توګه وکارول؛ په لوی لاس یې د پښتون او غیر پښتون تر منځ کرښه راوکښله او ان هغه پښتانه چې د هغوی په وینا د افغان ولس د یو موټيتوب په پار د عبدالله تر څنګ ودریدل ؛ د غني د پلویانو له خوا پرې ملنډي ووهل شوی او ناخلفه پښتانه وبلل شول .

ښه مې په یاد دي چې د ټاکنیزو غورځو پرځو پر مهال غني د بي بي سي فارسي د خبریال پوښتنې ځوابولي نو د مرکې په یوه برخه کې یې په ډير جدي او قهرجن انداز وویل چې : من در زندان پلچرخي یک مرد هفتاد ساله را دیدم که به اتهام طالب زنداني است آیا طالب آنقدر احمق است که در جنګ از یک فرد هفتاد ساله استفاده کند.؟!

نن ارګمشر غني ته دده همدا خبرې ورپه یادوم او ورته وایم ته په ایمان ووایه چې تا هغه بندي بوډا خوشي کړ!؟؟

غني چې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال کندهار ته سفر وکړ؛ خلک ته یې په خپلې وینا کې په خپل خپ غږ وویل چې له تاسو سره مې ژمنه کړې وه چې بندیان به خوشي کوم خوشي مې کړل کنه؛ دده موخه هغه بندیان وو چې د کرزي په فرمانونو له زندانونو خوشي شوي وو ؛ خو کله چې کابل ته راستون شو؛ کمپاینرانو یې وویل چې د هغه موخه یوازې د بې ګناهو بندیانو خوشي کول وو؛ خو اوس باید دی او یایې پلویان ووايي چې څو بې ګناه بندیان یې له زندانونو خوشي کړي دي ؟؟!

نه یوازې داچې دده په ګډې واکمنۍ کې د ولایتونونو له زندانونوڅخه بې ګناه بندیان خوشي نه شول بلکې نور هم د زندانونو د تورو تمبو شاته واچول شول؛ هغه بې ګناه کسان چې په زندانونو کې پراته وو؛ له نورو ستونزو سره مخامخ شول او بګرام زندان ته یې د لیږدولو لړۍ پېل شوه؛ باید وویل شي چې دغه زندان اوس بیرته د امریکایانو په کنټرول کې دی .

موږ چې له یو چا نه د کار غوښتنه کوو نو ټول افغان ولس ته یې ترې کوو نه یوازې پښتنو ته ؛ خو د ارګمشر غني په ګډ حکومت کې له پښتنو سره د مور او میری چلند وشو؛کورونه یې د اردو د عسکرو له خوا په توپونو وویشتل شول؛ ووژل شول ؛ بې کوره کړل شول؛ بڼونه یې ورواړول شول ؛ د اربیکیانو په نوم پښتون ضد ملیشي بیرته فعالې شوي او …

خو ارګمشر لا هم د خپل متفکر خیال پر نیلۍ سپور دی !

د ډیورند کرښې پر سر جوجاړي ته ده زړه ښه کړ خو کله چې پوه شو چې پاکستان د نر یوه خبره وي سیاست پر مخ وړې او کله هم له افغانستان سره ریښتونی همکاری ته نه دی تیار نو یې اعلان وکړ چې پر ډیورند کرښې به هیڅ ډول معامله نه کیږي .

ټولو هغو کسانو ته چې په د سوفستیانو په انداز لګیا دي د حکومت په ننګه لیکنې کوي او یو غر له بل غره ولي ؛ باید وویل شي چې تاسو لیکني پر دې دال دي چې حکومت ناتوانه دی اوتاسو په خپلو لیکنو سره غواړۍ چې د خلکو سترګو ته خاورې وشیندۍ!

زموږ یوازینی موخه دا ده چې لطفا د حکومت هرې ناکامۍ ته پرتوګونه مه وراغوندي بلکې پریږدئ چې حکومت هم ومني چې پاتي راغلی او کومه لار یې چې غوره کړې ده مخ پر ترکستان ده ؛ او د بین الافغاني پوهاوي له لارې د روانې کشالې حل لارې ته غاړه کیږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x