شعـــــرونه

جونزه!

اسدالله رزین

جونزه قرآن نه سوځیږی قرآن دسوځلونه ده
عقل تری مخ اړوي ځکه یی منلو نه ده

داد هغه ذات کلام چې داورهم خالق ده
د حسد کینې ترجمان د ارزولونه ده

د صلیبي کمزوري نورهیڅ ما نا نه لري
د جهالت بل رنګ ده چې هیڅ بریا نه لري

ته یقیني ناروغ یی روغ داسې کله کوي
طب همدغه آفت ته بیخې دوانه لري

داهغه زوړجنون ده په وراثت درپاته
د تبا هې زیری ده چې امانت درپاته

که زده کول غواړئ نوبیا تاریخ درواخلئ
د فیل کال مه هیروی پند نصیحت درپاته

زما ابرهه مطلب ده ؤ څه نشه کې روان
چې کړی کعبه ړنګه پوره په تهیه کې روان

دپیغمبر(ص)نیکه ورته ټول درس ووایه
خودی بلاؤ اخستی وپه غوسه کې روان

مرګ ته په فیل ورسپورورا تم کیدلای نه سوای
ترهغه ډیردی مست وراګرزیدلای نه سوای

هاتي یی سرورخلاص کړچې دادرب کعبه ده
ویی کړاظهاردعجزخوده منلای نه سوای

(رزینه)بیا څه وشوه کړه دابرهه خبره
وړومرغانووویشت خوند کړی دغه خبره

سینه یی ټوله پری سوه زړه یی بهرراووت
داد تاریخ پاڼوکې سپینه او ښکاره خبره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x