نظــر

لنډښاروال به مو هم دجګ په څیر ډیر ژرمیلیاردر شي مبارک موشه

دڅښتن په زښت ستر ازمیښت کي راګیرشوی یم ډیري ناخوالي وینم مرسته راسره وکړی که قرار ورته کښینم غیرت مي نه پریږدي که پرسټیج څه ووایم نو غاړي ته مي پړی اچوی او که  په لیکو کي یو څه ټولنیزو رسنیو ته دخپرولو په موخه لیږم نو بیانه نشریږي ته به وا پر نه نشرولو یې سل ځله دسپېڅلي کلام لوړه کړیده ددغه رسنیو نومونه به نه اخلم دتل لپاره مي تور لیست ته اچوي موږ په هرڅه پوهیږو  دومره دساده ګانو ګمان دي هم څوک نه راباندي کوي یو شمیر رسنۍ دککړو ترککړ تاثیر لاندي راغلی دي اوککړي شویدي زه ټولي نه ښیم پاکي رسنۍ دي هیڅ اندېښنه نه کوي هغوی درښتیا په بربنډولو کښي دلمر غوندي ځلېدلي دي موږ دتور او سپین ترمنځ دتوپیر غښتلتیا لا له لاسه نه ده ورکړي

که څه هم چې دبیانولو دلاوري یې نشو کولای. هغه رسنۍ چې  حق ته یې دنه نشرولو لوړه کړیده له هیچا نه هم پوټي نه دي دا هرڅه واضح او ښکاره دي دداسي رسنیو دوستان دي نه خفه کیږي په تمه اوډار کي ژوند تیرول ستر ذلت دی دامي دښیګڼي په موخه هغوی ته یو وصیت دی  دخلکو اندیښني پر ځای دي دسمون اواصلاح لپاره یې لافرصت په لاس کي شته ښه نوم ګټل ددرغلي په پوښ کي ناشونی دی.

زه به هرڅه رښتیا رښتیاوایم خو ددروغجنو او ککړو خلکو نه خوښیږي ما ګړنګونو ته غورځوي او په خپلو شومو اوپیچلو لومو کي مي ایساروي دحق داوریدو غوږونه  له مظلوم نه پرته دلته په ډیرو لږو کسانو کي پیداکیږي دظالم اوفاسد دکړونو پربیان ژبي ګونګۍ شویدي حق په سترګو نه لیدل کیږي خو له حق نه دپوټیدلو هڅي هم ناشوني دي ظالم اومظلوم دواړوته وایم دحق ترازو به  هرومرو دحق له لوري نه دریږي له ظالم اومظلوم دواړو نه به آن دیوه  مثقال خیر اوشر پوښتنه کیږي ددواړو پر پښو به څپلۍ ډیري ښې برابري کړي دکام پکړو له جزاسره خو به هرومرو اشنا وي مظلوم به پر بی زړه توب اوبي غیرتیا اوظالم به پرسرکښۍ مضبوطي جزاوي ویني دواړه نه شي خلاصیدای ور روان یو دا اسمان به یوه ورځ دظالم د ظلم په وجه نړیږي غرونه به په حرکت راشي اودخدای خبره ده شک پیدا کول پکښي کفر دی بلاربه اوښه له وخت وړاندي خپل بچي غورځوي هیبت به غوړیدلی وي  انساني نړۍ ټکر کوي غرونه له یو بل سره جنګیږي او دشنل شویو وړیو په څیر به وپاشل شي لمر سپوږمۍ اوکهکشان به دیوه نامعلوم لوري په  لور  له مدارونو نه خطاشي  دځمکي اواسمان نړۍ دواړي فاني کیږي څښتن به ژوندی وي  اسرافیل ددوهم ځل لپاره دڅښتن په امر دژوند ګونډه راپورته کوي دشپیلۍ پوکۍ به یې مړه شوي ټول راوپاڅوي دظالم اومظلوم دواړو زړونه به دحق له ډاره درزیږي دڅښتن په امر  دحساب میدان ته ورځو  ستر سلطان به پخپله حضور ولري لښکر به یې چارچاپیره راګرځیدلی وي  هغه سلطان چې زموږ په څیر له چانه نه ډاریږي زمونږ دمرمیو ضد موټران به هلته نه ترسترګو کیږي په سلا بارساتونکي به مو له موږ سره یو ځای په خپلو ځانو نو پسي حیران وي دستر سلطان په وړاندي بیا هیڅوک دپاچا وزیر والی رییس ښاروال او امر القاب او اعزاز نه راکوي سرونه به ټول زوړند وي پلار به له خپل خوږ بچي نه په تیښته کي وي او مور دخپل زړه ټوټي خوشي کوي  هلته به بیا ښه معلومه شي چې له یوه من وړو نه څو پتیري جوړیږي.

زه رښتیا رښتیا ږغیږم ددروغجنو په خلاف می جنډه پورته کړیده دژوند تراخرنۍ ساه پوري زه درښتیا اوریښتینولۍ نه ملاتړ کوم  نه به ما څوک ظالم وویني اونه هم بشپړ مظلوم دامی دخپل څښتن سره ستره اوټینګه ژمنه ده  موږ په یوه ړنده  ګونګه اوشله ټولنه کي دژوند شپې او ورځي سباکوو مظلوم دظالم له ډاره اوږې نه شي اوچتولای بیادمرګ ترکومي پوري رسیږي  آن داچې له څښتن سره یې هم دفریاد اړیکه له ظالم نه په پټه نیول کیږي دلته دمظلوم پر فرياد بندیزونه لګیدلي دي  دحق اوازونه  په ستوني کي خفه کیږي دلته حق مغلوب دي او باطل خپل خودسره سلطنت پري کوي حق ددار پر پړي زړیږي باطل یې له نیژدې ننداره کوي دبیان ازادي دلته هسي ددروغو اوغولولو  یو لنډ شعار جوړ شویدی دفساد ازادي خپل اوج ته رسیدلي ده  ملاتړي یې ډیر دي له چپړاسي نه نیولي بیا تررییسه ټول دفساد په کرغېړن ډم کي تر کلګي پوري غرق دي زه ښه خلګ ترې راباسم اوپه یوه څاپېړه دسلو مخونو دخوږولو عادت نه لرم له یوه لاسه ټک نه خېږي او په یوه ګل نه پسرلی کیږي ښه خلک به هرومرو شتون ولري خو زه دلته دبدو خلکو په څیر  ښه خلک هم په نومونو نه ښیم  نه به دښو نوم په ګوته کړم چې بیا غره نه شي  او نه به هم دبدو خلکو چې بیاراته ژوند تیرول ګرانیږي درسنیو به هم ډار یوڅه سپک شي خو اولس یې ښه  پیژني  په یوه والي به څه جوړشي چې پرشاوخوا راګرځیدلي خلک یې دپرمختګ خنډ ګرځي دجېبونو دډکولو سره ډیره سخته علاقه لري سیاسي لوری یې هم چاته  نه معلومیږي دشپې له پلوه  له طالب سره طالب دی آن چې
دتیلیفون کریډیت لا ددوی له لوري ورحواله دی دورځي بیا دحکومت پوښ په ځان اغوندي داښاغلي نه ددین په ګټه شوه اونه هم دوطن  دبیټ نیکه شمله ورشی په خوسا ډیران اوډنډ کي پرته ده دلومړي ځل لپاره مي واوریدل چې په واده کي دنارینه محفل په وړاندي جنکۍ ورقصیدي پښتو اوحیا دواړه وتښتیدل دبابا اونیکه نومونه اوکارنامي تش په کاغذونو کي پاتي شول نن زموږ دکړونو له  امله دتاریخ بابا اونیکه دواړه په قبرونو کي پوړموخي پراته دي په موږ ښرمیږي موږ کاڼه یو دهغوی چیغي نه اورو که یې نه منی دواړه مو د کورترڅنګ  پراته دي  ورشی قبرونه یې لڅ کړی که مې دروغ درته ویلي وه ترما به لوي دروغجن نه وي.
دخرابات او ځان ښودني جېبونه دلته له ډالرو ډک دي دخیرات جېبونه لا آن دخیاط دسکښت پروخت له پامه غورځیدلي دي زموږپه کورکي دتاریخ اوویاړ ځایونه پوړموخي او نسکور  پراته دي خو د اماني مانۍ دجوړولو  لپاره نمایشي چندې ټولوو ښارمو سوالګرو اوفقیرانو پر سراخیستی دی  وطن ټول دفقر اوسوال نښه شو افغاني اوپښتني غیرت اوغرور مو دخیریه مرستندویه بهرنیو ادارو په دروازو کي توی شو دپت اوعزت جامي مو پخپلو لاسونو جنډې جنډې کړي او دسیالانو په وړاندي مو پوزي له یوه مخه پرې شوي.
غریب مو دماښام ډوډۍ نه لري تجار او رییس مو لس حجونه پوره کړل په یوه نکاح مو ګذاره نه کیږي دري اوڅلور لټوو ماشومان مو بي تربیې رالویان شول او ښځي مو راته مړونه شول دګور کنده دهرچا هیره ده او  په ماڼیو کي د سیالۍ لړۍ ډیره چټکه روانه ده.

 په خبرو خبرو کي دلنډ اوجګ خبره رانه پاته نه شي چې په زړه کي به مي بیا لوی ارمان پاتي وي جګ خو ښار ښه راته جوړ کړ څو دتاج محل په څیر ماڼۍ یې دسپیره ښار په هره څنډه کښي ځان ته جوړي کړي لوی اودرانه قلفان یې وراچول خپل معشوقې خوشحاله کوي مننه به تري وکړو دخپلو ښځو دحقوقو یې ډیر خیال ساتلۍ دی ښه مضبوطه لوټ اوتالان یې وکړ دځان په څیر یې نور غله  هم دحشر په ډول پرځان را چاپیره کړل  او ددې وطن دبچو هډونه یې په وچورل په هډوکو کي یې ماغزه ښکاره شول ښه لوکسي او ښایسته ماڼۍ یې پرې جوړي کړي په سوونو  نومري یې پیدا کړي دوزیر په شان یې ترشااومخ موټران روان وه د زغره لرونکي موټر دتورو سیښو دننه به ناست وو دباران په ورځ به یې له غټو خلکو سره چترۍ هم ګرځول ګردی  والي یې لویشتکی باله اودچارخل خاوند یې صاحب اوبادار تر میلیونر ورتیر شو میلیاردر  تري جوړ شو    واده ته یې دهوا له لاري خلک دعوتول لګښت یې ټول دده له جیبه ورکول کیدی زه شرمیدلی هم دهغې طیارۍ یو سورلۍ وم ماته یې هم بلنه راکړي وه  پرسترخوان یې غټو خلکو هډوکي چورل دګرانو خلکو لپاره ویسکي که وسکا دابوتلونه هم کړنجیدل دکبابونو په تش بوی سره یې وږې  ماړه وه موږ غریبان چې کله ناوي کورته راولو ترهغه وخته په خونه نه ننوځي چې میړه یاخواښي یې په دروغو دکور سر او پای ورنه کړي نوموړي دارواج غریبانو ته ډیر دروند کړ څښتن دي انصاف ورکړي موټر اوبنګلو ته خبره ورسیدل دې ته وایي دنر بچی موږ غریبان به هم سبا چارزانو کښینو چې رواج پالو.
جګ خو ولاړی او پردې نړۍ یې دحساب نه ځان خلاص کړ خپل دوسیه یې هم له څارونکو څخه  رانیول او اور یې ورته کړ  خدای ج دي پخپله دانصاف معامله ورسره وکړي  دګریوان دنیولو وخت یې راروان دی دښې او کیڼې اوږي له کاتبانو څخه دچا پلار لا دوسیه نه شي اخیستلای او نه یې هم سوځولای شي  هغوی نه دښاغلي ماڼیو ته اړتیالري او نه یې پیسو ته خو دهرڅه حساب یې پسی لیکلی دی چې کله یې سترګي پوټي شي او په سپینه ټوټه کي دوې لویشتي ګور ته  په لنګوټې یا پټو  سره ور وزړیږي نو د حق استازي او دمظلوم مدافع وکیلان به ډیر ژر ځان ورته راورسوي  لوی خدای ج دي داحسان معامله ورسره وکړي کلمه شریفه خو یې په تورو زده وه.
هسي نه چې دجګ په خبرو خبرو کي لنډ رانه هیر شي یو کیسه ده وای طالبانو چې کله دکندهارښار ونیوی نو مشر یې په یو ولایت کي یو جهادې قومندان ته چې نوم به یې نه اخلم داخطار په شکل یو پیغام راولیږه ول دخدای دي هیر شم که به مي ته هیرشوی یې چې درغلم نو درسره ګورم به  نو اوس هم لنډیه! دخدای دی هیر شم که به مي ته هیرشوی یې! نور څه خو نه درسره کوم خو دا یاد ساته چې ډیر تیز قلم لرم اوزماد قلم څوکه دغدارانو په وړاندي تل تېزه چلیږي او هیڅکله نه پڅیږي ټول خلک خوڅه چې ټوله نړۍ به ستا له کړوڼو هرومرو خبروم ترڅو چې ژوندی یم همدا ډغري به درسره وهم او که چیري مړشوم نو داقلم نورو ته په میراث پریږدم  لنډه داچې لنډیه! تا داسي غوړ کله پریښوولای مالوړه کړیده نه دومره پیسي لرم چې دلوړي په بدل کي شپېته مسکینانو ته ډوډۍ ورکړم او مرګ ته هم ډیر لنډشوی یم دزاړه او بوډا سړي به په بدن کي څه طاقت وي کمزوری بدن  مي دي تنده او لوږه مي ډیره ده او ددرو روژو نیول راته داسمان ختل ښکاري.
دوستانو داسي لنډ فکرمه کوي چې زه اوداښاغلی به پر یو شي سره خفه یو او یامو دي ترمنځ یو حساب پروت وي تاسو په خدای  باور وکړی چې په خپل ټول ژوند کي مي یو ځل لیدلی دي او هغه هم ډیرلنډ . لنډ  په دې ورځ ډیر په بیړه  کي وو او په لنډو ګامونو سره یې تر لنډ ځایه پوري له ما او ملګري سه لنډه ملتیا وکړل  ستړي مشي یې هم ډیره راسره لنډه او کمزوري وه چې سړی سړی وي نو په سړي ډیر لنډ پوهیږي په همهغه ورځ ما دهغه لنډه څیړنه وکړل او  په لنډه توګه راته جوته شوه چې لنډ دډیرلنډ فکر اودماغ خاوند دی او دریښتینتوب دلاري فاصلې نه شي لنډولای ښاردوستي یاوطن دوستي په زره بین کي لا نه پکي ښکاريدل له جګ سره یې توپیر بس په همدې یوه شي کښي دی چې وهغه ته خلکو دفرعون سکه ورور وایه خو دده په باره کي مي دفرعون دناسکه ورور  ډیر واوریدل تردې اندازي خو اوس رسیدلی دی چې زموږ په بزګرانه ژبه خبره په مچلوغه نه ورسیږي دنااهلو خلکو له برکته په دې لنډ وخت کي دمارکیټونو او نومروخاوند شو ډیر لنډ به یې وګوری چې دجګ ترجګو ماڼیو به یې ماڼۍ اوچتي شي او دجګ په څیر به په ډیر لنډ راتلونکي کي  دمیلیونر له مقام نه دمیلیاردر مقام ته دی هم وغورځي . مبارک مو شه!

په ډیر درنښت
ریښتین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x