دیني، سیرت او تاریخ

اووه (۷) کسان د عرش تر سايه لاندې

ژباړه او ټولونه :دانشمند

«عن أَبى هُرَيْرَةَ،[رض] قَالَ : قَالَ: (صلى الله عليه وسلم) :(سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِى ظِلِّهِ يَوْمَ لا ظِلَّ إِلا ظِلُّهُ: إِمَامٌ عَادِلٌ، وَشَابٌّ نَشَأَ فِى عِبَادَةِاللَّهِ، وَرَجُلٌ ذَكَرَ اللَّهَ فِى خَلاءٍ فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ، وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّقٌ بِالمَسَاجِدِ، وَرَجُلانِ تَحَابَّا فِى اللَّهِ، وَرَجُلٌ دَعَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وَجَمَالٍ إِلَى نَفْسِهَا، فَقَالَ: إِنِّى أَخَافُ اللَّهَ، وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَأَخْفَاهَا حَتَّى لا تَعْلَمَ شِمَالُهُ مَا صَنَعَتْ يَمِينُهُ) .»

ژباړه : له ابي هريرة ( رضي الله عنه) نه روايت دی، وايې : نبي عليه السلام مبارک و فرمايل : (۷) کسان به په ورځ د قيامت د الله (ج) تر سايه

لاندي دمه وي، په کومه ورځ چې به يواځي د الله (ج) سايه وجود لري او بس . عادل پاچا، او هغه ځوان چې د الله (ج) په عبادت (بندګې) کې ستر شوی وي، او هغه سړی دی، چې يواځي الله (ج) يادوي اوله سترګو يې او ښکې روانې وي، او هغه سړی دی چې زړه يې له مسجدونو سره تړلی وي، او هغه دوه کسان دي چې مينه او محبت يې يواځي او يواځي د الله (ج) لپاره وي، او هغي سړی دی چې ښايسته د لوړې رتبې څښتنه يې و خپل ځان ته و بولي، دی ورته ووايې : ځه له الله (ج) وېرېږم، او هغه سړی دی چې په پټه خيرات ورکي تر دې چې کيڼ لاس يې د ښي لاس په کړنه خبر نشي .

تشريح : « إِمَامٌ عَادِلٌ »

لومړی : امام عادل يعني يو له هغو اوو(۷) کسانو نه، چې په ورځ د قيامت به د الله (جل جلاله) د عرش تر سايې لاندي دمه وي عادل پاچا دی، عادل “پاچا” چاته ويل کېږي ؟ ” شارح الترغيب والترهيب” يې دنوموړي حديث شريف په تشريح کې راپېژني، عادل “باچا ” : هغه دی کوم چي پريکړې به يې د الله( جل جلاله) له کتاب او د نبی عليه السلام له احاديثو سره برابرې وی، او دهغه مسير تلونکی به وي چي “خلفاﺀ راشدينو” ( رضي الله تعالی عنهم) د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) له لار ښوونو سره سم ور باندی تگ کاوه .

«وَشَابٌّ نَشَأَ فِى عِبَادَةِ اللَّهِ »

دويم : له نوموړو اوو(۷) کسانو نه پرهېزګار دينداره “ځوان ” دی . په نوموړي هم الله (ج) خپلې پيرزوينې لورولې، د عرش تر سايه لاندي يې د ده د ښو کړنو له کبله د دمه کېدو وياړ ور بښلی کوم چي ډېر انسانان به ور ته لاس رسي و نه لري، ځکه نوموړي له ماشومتوب نه د الله (جل جلاله) له عبادت سره مينه در لوده په ياد حالت يې د ځوانۍ د ښکلا چمن هم را و ترکېده، ځکه نو دکونينو سالار نبي اکرم( صلی الله عليه وسلم) را ته د اولاد په ښه تربيه او روزنه او د الله (جل جلاله) په عبادت د ګمارلو امرکړی، او فرمايې:« تاسو خپل او لادونه له اوو (۷) کلو نه په لمانځه امر کړئ » . نو ځکه بايد مونږ اولاد ته د حق او خطا د توپيراو د ښو او بدو د درک پر مهال دا وداسه او لمانځه لازمه سفارښتنه وکړو؛ تر څو نوموړی د بلوغ په حساس پړاوکي او د قوت غرېزه د ودي پر مهال د الله ( ج) له مناجات او وېرې برخمن، دحلالو په لټه او د حرامو نه په نفرت کي وي، نوموړی ځوان به هم په دې اوږده او سخت ګرمه ورځ کي، چي د تودوخې درجه به يې له قياس نه بهر وي دالله (ج) د عرش د سايې تر چتر لاندي د اوسېدو وياړ ولري .

لو ی الله( جل جلاله) راته له اور نه د ځان او اولاد د بچ کېدو داسي لار ښوونه کړې: ﴿ قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ

وَالْحِجَارَةُ ﴾ (التحريم : ۶) ژباړه: تاسو وساتئ! خپل ځانونه او اولادونه له اورنه کوم چي خاشاک يې انسانان اوډبرې دي، لهذاد مسلمان پر ذمه د ځان او اولاد دفاع له نوموړي سوزونکي اور او سختې ګرمۍ نه اړينه ده . لوڼو ته د عبادت، پاکدامني، او د شرعي حجاب، له قران کريم او د پيغمبر عليه السلام له سنتو سره د الفت او ملازمت توصيه کول به مو نه

يواځي د لورانو دهوسا ژوندانه په ګټه وي، بلکي ستاسو او د دوی داخروي سرمدي(تلپاتې) نعمتونو لپاره يوه اهمه ذريعه ده. .. (شرح الترغيب والترهيب) «وقلبه متعلق بالمساجد»

درېيم : به هغه سړی دپيغمبر عليه السلام د مبارکي وينامطابق د(الله جل جلا له) د عرش د سايې نه ګټه اخلي کوم چې زړه يې له مسجد سر ه تړلی وي، چي مسجد به تر خپل کور بهتر ارزوي، او تر خپل کور به يې محبت او الفت له مسجد سره ډېر وي، داځکه چي مسجد هغه پاک مکان دې چي ملائکه وو پوښلی او هم په دغه پاک مکان کي و نوموړي نېک انسان ته دعا کوي؛ او دا هغه مبارک مکان دی کوم چي خلک د لوی الله (جل جلاله) د زيارت لپاره هم دې مکان ته ر اځي، او له لوی الله سره مناجات کوي، څوک چې د الله زيارت ته ورشي، الله ( جل جلاله) هرو مرو د هغه حاجت تر سره کوي کوم چي تل يې نيک

انسانان په لټه کې دي .

د نوموړي د محبت نښه به داوي چي د کسب او کار پر مهال به د راتلونکي لمانځه فکر ور سره وي کله چي د مسجد په لور يې موخه شي هم فکر به يې د لمانځه وي د ځان سکون او ارام به په لمانځه کي لټوي . هوکې د محبت هغه دنګي څوکي ته به لاس رسي و نلرو کوم چي حضور اکرم( صلی الله عليه وسلم) مبارک کي قرار لاره، لکن تشبه مو بايد په عمل کي له ده،او اقتدا مو

بايد په ده عليه السلام پسې و مبارک عليه السلام به له هرې ستړيا نه استراحت او اطمينان په لمانځه کي ليدل، نو ځکه به يې حضرت بلال حبشي ته د هر تکليف او مشقت پر مهال فرمايل :

«ارحنا بالصلوة .»

ای بلال ! [رض] په لمانځه سره راحت او ارام راکړه، هغه (رض )به د لمانځه لپاره اذان وکاوه، تر څومبارک عليه السلام ته تسل حاصل شي، داراز به مبارک عليه السلام په لمانځه سترګي يخه ولي، لکه چي فرمايې : «جعلت قرة عيني في الصلاة» ځما د سترګويخوالی په لمانځه کې ده، نو دا څرګند شوه چي د سترګو يخوالی،ا ودزړه اطمينان او د بدن هوسايې په لمانځه سره ده

اوبس .که څه هم ظاهرا لمونځ پر مبارک عليه السلام يو شان مشقت ووځکه مبارکې پښې به يې و پړسېدې د زياتي درېدا له امله، خو له الله (ج) سره دمناجات او د هغه د حلاوت له امله به يې هيڅکله د درد احساس نه کاوه .

«و رجلان تحابا في الله»

څلورم : له نوموړو کسانو نه «المتحابان في الله» دي، يعني د الله جل جلاله په لاره کي محبت کوونکي، دا هغه دوه کسان دي کوم چي خاص محبت (مينه ) يې د الله (جل جلاله) لپاره وي او بس . مبارک عليه السلام فرمايي: «ورجلان تحابا في الله اجتمعا على ذلك وتفرقا عليه» ژباړه: او هغه دوه کسان دي چي د الله( جل جلاله) په اطاعت او پيروي کي يو له بل سره محبت ساتې په نوموړي حالت يې يو ځای کېدا او بېلېدا وي .

معنی دا چې نوموړي کسان د منصب لپاره نه، د دنياد حصول لپاره نه، ديوې بلې فائدې لپاره نه سره يو ځای کېږي، بلکي يوځای کېدل يې خاص د الله (جل جلاله) د اطاعت بندګي لپاره وي، او هم په دې موخه سره محبت ساتي او بس .

محبت او الفت به يې مخامخ او پسي شا يو شان وي، خبري کول او نه کول به يې په مينه ، اومحبت کوم اثر نه غورزوي .

لري نه ده چي مراد ترېنه هغه کسان شي کوم چي مسجد ته د لمانځه پرمهال حاضرېږي، يو ځای سره لمونځ ادا کړي، يو پر بل سلام واچوي، په داسي حال کي چي د جدايې پر مهال هم د زړه په تل کي د خپل ملګري محبت و ساتي .خو پام چي محبت به خاص د الله (ج) په اطاعت او پيروي باندي وې، نه د يو فاسد غرض او کاسد هدف په موخه .

«ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال فقال: إني أخاف الله»

پنځم : له نوموړو کسانو نه کوم چې به په ورځ د قيامت چي ډېره ګرمه اواوږده ورځ ده، د الله( جل جلاله) د عرش عظيم تر سايې لاندي دمه وي هغه څوک دی چي په زنا دقدرت پر مهال د لو ی الله ( جل جلاله) له وېري له دې منحوس او ناوړه عمله ځان و ژغوري .د نبي عليه السلام له مبارکي جملې نه به يې واورو :

«ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال فقال: إني أخاف الله» ژباړه : او هغه سړی چي د کامل حسن (ښايست) او منصب لرونکې ښځه يې و خپل لوري ته د شهواني غريزي د پوره کولو په موخه و بولې، او نوموړی سړی ور ته په ځواب کي ووايې چي ځه له الله ( جل جلاله) ځخه وېرېږم .

“تشريح” داله ذکر شوو کسانو نه بل شخص دی کوم چې به د الله( جل جلاله ) د عرش تر سايه لاندي دا رام او هوسايني ساه اخلي . دا هغه کس دی چې يو ښايسته او منصب لرونکې ښځه يې و خپل نفس ته د ناوړه عمل د تر سره کېدو لپاره ور وغواړې، او ور ځخه د نارو اړيکو غوښتنه وکړي، خو نوموړی د الله( جل جلاله) له عالي در بار ه د پناه غوښتنه وکړي، او د هغه (ج ) په فضل سره له ياد کرغېړن عمل ځخه لاس په سر او له دې لويې فتنې نه د ځان په ساتلو بريالی شي، او دا خبره يې په ژبه جاري وي : چې ځه له (الله جل جلاله) ځخه وېرېږم . دا په داسي حال کي ده چې نوموړې ښځه کولای شي چې د خپل حسن او منصب په در لو دلو سره په ياد سړي برلاسې شي، او د يو لړ تهديدونو په مټ يې و نوموړي عمل ته وهڅوي، تر څود شيطاني وژونکي دام ښکار شي . اما لوی الله جل جلاله نوموړی د ايمان د حلاوت په مټ له ياد شوې بلا او فتنې نه و ژغورل، تر څو په ورځ د قيامت تر خپل عرش لاندي د دمه کېدو وياړ ور په برخه کړي .

«ورجل تصدق بصدقة فأخفاها؛ حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه .»

شپږم : له نوموړو کسانو نه کوم چې به په ورځ د قيامت چي ډېره ګرمه او اوږده ورځ ده، د الله ( جل جلاله ) د عرش عظيم تر سايې لاندي د اوسېدو وړتيا و لري هغه څوک دی، چي د الله- جل جلاله- د رضا لپاره صدقه (خيرات)ورکوي د پيغمبر عليه السلام د زرينو ويناوو په رڼا کي يې څارو: «ورجل تصدق بصدقة فأخفاها؛ حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه .»

ژباړه: او هغه سړی چې په پټه خيرات ورکوي تردې چې کيڼ لاس يې د ښي لاس په ور کړه اګاه نه شي .

تشريح : پيغمبر عليه السلام مبارک و فقير (نادار) ته په پټه د خيرات د ور کړي ټينګار کړی، ترڅو د ريا له ناوړه عمله چې غالبا د ښکاره ورکړي زېږنده ده ډډه وشي، که څه هم په ځينو نفقاتو (خيراتونو)کي خصوصاپه فرضي کي لکه زکات په ښکاره ور کړه غوره بلل شوې تر څو نور خلک هم و نوموړي غوره او بهتر عمل ته و هڅول شي ،له دې سره- سره يې هم پټه ورکړه د نوموړي حديث شريف له غوښتني سره سم د پټ ور کوونکي شخص په اجر کي د لا زياتېدو لامل کېږي .

«ورجل ذكر الله خالياً ففاضت عيناه»

او وم : له نوموړو کسانو نه کوم چې به په ورځ د قيامت چي ډېره ګرمه او اوږده ورځ ده، د الله( جل جلاله) د عرش عظيم تر سايې لاندي د هستوګنې وړتيا و لري هغه څوک دی، چي د الله- جل جلاله- له وېرې ژړاکوي راځئ چې د پيغمبر عليه السلام وګلوريني وينا ته غوږ شو : «ورجل ذكر الله خالياً ففاضت عيناه»

ژباړه : او هغه سړی دی چې الله جل جلاله ور ياد شي او سترګي يې را و بهېږي . دا راز په يو بل حدېث کي راغلي : «عينان لا تمسهما النار: عين بكت من خشية الله، وعين باتت تحرس في سبيل الله .»

ژباړه : دوه (۲) سترګې دي چي اور به يې نه مسه کوي : يو هغه سترګه چې د الله( جل جلاله) له وېرې و ژاړي، اوبل هغه سترګه ده چې د الله- جل جلاله- په لاره کي يې حراست (پيره کړي وي) معني دا چي د نوموړو دوو (
۲
) سترګو خاوندانو ته به اور و نه رسېږي يو د هغو سترګو خاوند چې د جهادپر مهال خپلې سترګې په پيره ستړې کړي، او بل هغه انسان دی چې تړمي اوښکي يې د الله (جل جلا له) له وېرې له سترګو را و بهېږي، خو ژړا کله په ټوليزه توګه وي لکه دجمعي په لمانځه کي ژړا نوموړی سړی هم د الله( جل جلاله) په نزد ماجور دی، او کله په يواځيتوب کي د الله ( جل جلاله) حساب،کتاب او ورځ د قيامت ور ياد شي نو يې د الله (ج) له وېري پر مخ اوښکې را ماتې شي، دغه ژړا له ريا نه لرې او اجر يې ډېر دی، نوموړي کسان به هم دالله جل جلاله د عرش تر سايې لاندي وي . الله جل جلا له دي مونږ ته هم دنوموړو کسانوپه څېر وياړ را په برخه کړي . دا حديث مکمل بيان شو. (لله الحمد والمنة )

ماخذ: شرح الترغيب والترهيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x