پښــــتو ادب

هلمند کې د شعري یون پرمختګ که شاتګ؟ ـ پنځمه برخه

خپلواک دريځ

مخکي چې کوم څه خپاره شوي ټول تاسو ولوسته او درک مو کړه خو مخکنیو خپرو شوو لیکنو کې چې کومې منفي خبرې او د شاعرۍ د اُصولو خلاف څه چې کومو شاعرانو ویلي وه او موږ تاسو ته راوسپړل، ټول حقایق وه سترګې نه ورباندې پټیږي، برعکس مخکنیو درو سرو شاعرانو داسي څه هم ویلي چې د ډیرو لوړو شاعرانو سره نشي پرتله کیدای، که یې څوک کوم شعر لولي یا اورې داسي فکر به کوي لکه دی چې د یوه داسي لوی اوباتجربه شاعر بیتونه اوري چې کلونه کلونه یې د شعر په ډګر کې د خیال نیلی ځغلولی او تور وېښته یې پکې سپین کړي وي، خو کله چې د خپل خیال له زرینې نړۍ څخه را ووځي وروسته ورته پته ولګیږي چې د یو نوي غوړېدلي ګلاب سندریزې نغمې یې اورېدې او دا هیله یې په زړه کې راوټوکیږي چې په نویو غوړېدلو شاعرانو کې هم تر حمزه بابا، رحمان بابا، خوشال بابا او حمیدبابا تکړه شاعران امکان لري چې پیداشي او د هغوی ځای ونیسي، زموږ د ځوانو شاعرانو شاعري که سړی لولي د منفي ټکو ترڅنګ دا هیله ورته پیداکیږي چې زموږ د شاعرۍ یون د پرمختګ د ډېرو لوړو پوړیو پرلور روان دی، زموږ ځوانو شاعرانو که کومې خطاګانې کړي خو د هغه ترڅنګ یې ډېره نازکخیاله او د لوړ ذوق شاعري هم وخپلې ټولنې ته وړاندې کړې، یوڅه چې باید ورباندې تم شو، د کره کتنې اُصول هیڅ وخت یوه لیکوال ته دا اجازه نه ورکوي چې هغه دي یوازې د یوشاعر یا نثرلیکونکي منفي اړخ راوسپړي، ځکه د کره کتنې تعریفونه (پېژنونه) موږ ته وایي:

لغوي پېژندنه

کره کتنه په پښتو کې د سم په مانا کارول کیږي، ضد یې کوټه کلمه ده، چې د ناسم په مانا استمالیږي. همدارنګه کره کتنې ته په عربۍ کې د نقد کلمه کاروي، چې لغوي ماناوي یې صرافي کول، له ناسمو روپیو سمې روپۍ بېلول، همدارنګه د کلام د ښکلا اونیمګړتیاوو توپیرکول دي.

اصطلاحي پېژندنه

په موزونه او مناسبه توګه د یوې ادبي ټوټې ښکلا اوبدرنګي په ګوته کول او یا یې په اړه ټاکلې پریکړه کول.

دکره کتنې په اړه مسټر راپرټسن لیکي: کره کتنه د انساني مالوماتو د ټولو ځانګړنو په اړه پرتله کول یا د خیالونو د ټکر عمل ته وایي.

پس هیڅوک دي دا فکر نه کوي چې موږ صرف د ګرانو شاعرانو منفي ټکي راسپړلي او د کره کتنې اُصول مو ترپښتولاندې کړي، خو دا زموږ یو مېتود دی، زموږ یوه پالیسي ده، چې په لاره مو اچولې یوه لویه موخه مو پکې پټه ده او تر ډېره حده موږ وخپلې موخې ته په رسېدو کې ددې مېتود او پالیسۍ په کارولو سره بریالي شوي یو، موږ ددوو یا درو شاعرانو لومړی منفي ټکي شنو وروسته بیا ددوی مثبت ټکې په یوه لیکنه کې په هر اړخیزه ډول سره سپړو.

نو زموږ ټولو لیکوالو، شاعرانو او ګرانو لوستونکو ته پکارده چې کله یوه لیکنه لولي د احساساتو له مخې یې مطالعه نکړي بلکې په سړه سینه یې درک کړي چې څه پکې دي، تر وخت د مخه باید د یوې لیکنې په اړه خپل احساساتي غبرګون ونه ښیي، کله چې یي هرڅه درک کړه وروسته کولای شي د قلم په څوکه باندې د منطقي دلایلو سره خپل غبرګون وښیي.

خروټي صیب، سوزانه صیب او صدیقي صیب درو سرو ښکلي شعرونه هم ویلي دي او موږ یې تاسو ته په دې برخه کې راسپړو لومړی غواړو چې د خروټي صیب د اشعاروڅخه یې پیل کړو د خروټي صیب لاندې بیتونه لولو:

پړق کیږي مي نظرکې ستا د سرو اننګو وړانګي
خوږو خوږو یادونو کي رنګونه مخته راسي

که چیري د خروټي صیب دې بیت کې فکر واچوو دومره ښکلی انځور یې جوړ کړی، چې سړی ورته هغه د چا خبره ګوته په غاښ پاته کیږي، د اننګو د وړانګو پړقېدل په نظر کې او یادونو کې رنګونه راتلل دا ډېر نوي ترکیبونه دي چې نوموړي کارولي، دوهمه مسرۍ کې یادونه اورنګونه یې د لوړې مسرۍ له نظر او وړانګو سره په ښه مهارت تشبیه کړې، د نظر او یاد ترمنځ تګ یا په لاره اچول او د رنګونو او وړانکو ترمنځ بیا رنګیني او ځلېدل وجه شبه ده، پس ویلای شو چې خروټي صیب دلته ډېره لویه فنکاري کړېده، له ښکلاوو نه مالامال بیت یې ویلی، یواځي دلته نه بلکې څوځایه نورهم نوموړي ډېر لوړ شعرونه ویلي لکه لاندې بیت کې چې وایي:

پښتو خبري دي قربان سم غم مي باسي له زړه
لکه میرویس خان چې ګرګین له کندهاره باسي

دې بیت کې د یو لوی پیغام سره سره خروټي صیب یوه تاریخي پېښه هم ذکر کړې یاني دلته دوه پیغامه خروتي صیب په یوه بیت کې په ډېرهنر سره راوړي، هغه د چا خبره وای په یوه نښه یې دوه نښانه ویشتلي دي، د میرویس نیکه او ګرګین نوم که څوک اوري نو راساً یې فکر د میرویس نیکه وپاچاهۍ ته ځي او سړي ته دا الهام ورکوي چې یاره میرویس نیکه یو زړور سړی تېرشوی او ګرګین یې له خپلې خاورې په مېړانه سره ایستلی، خو پورته مسرۍ کې بیا خپلو پښتنو باندې غږ کوي چې تاسې خپلې پښتو ته ترجیح ورکړئ، خپلې ژبې ته کار وکړئ، ښه فنکاري یې کړې پښتو خبرې یې د میرویس نیکه، غم یې له ګرګین او زړه یې له کندهار سره تشبیه کړی، د پښتو خبرو او میرویس نیکه ترمنځ زړورتوب، غښتلتوب، د ګرګین او غم ترمنځ ظلم او تېری، او د زړه او کندهار ترمنځ د غم او ګرګین لخوا ددې محلونو نیول وجه شبه ده، پوخ بیت دی له هره اړخه ښکلی دی یاني ښکلي تشبیهات نوموړي کارولي دي.
دغه ډول لاندې بیتونو کې هم نوموړي خپل کمال ښکاره کړیدی:

تیاره ژوندون ته مي رڼا جوړه کړه
راښکاره حسن دي لمرین که یوار

په ړندو لارو کې شل پاته یو د سولي لمره
ټوله دنیا دي کړه روښانه له افغانه ورک سوې

خروټي صیب خپل ژوند بغیر له خپل جانانه او د هغه له ښایسته تیاره بولي، خپل د ژوند رڼاګاني او ښکلاګاني یوازي او یوازي د خپل یار سره په ویصال کې ویني ځکه خو نو په ډېره مینه او خوږه ژبه ورڅخه هیله کوي چې ورته د خپل حسن لمر ښکاره کړي، د نوموړي د ژوند تور محلونه د خپل ښایست په رڼاګانو روښانه کړي او خروټي صیب له تروږمیو نه وژغوري، ترڅو د ژوند پر کږلېچونو باندې په سمه توګه خپل تګ ته ادامه ورکړي، خروټي صیب که د خپل ژوند لپاره رڼا غوښتې دغه ډول یې د خپل ولس او خپل هیواد لپاره هم د رڼاګانو لاسونه لپه کړي، د خپلې ټولنې انځور په ډیر ښه ډول سره وړاندې کوي، افغانان واقعاً هم په اوس وخت کې په یوه تیاره لار کې نابینا پاته دي او د خپل منزل مسیر ورڅخه ورک دی، جنګ او جګړو هرڅه ورنه ورک کړي، خروټي صیب د جګړې او دغې تورې تیارې څخه د خپل ولس د خلاصون لپاره پر سولې په ډیره مینه غږ کوي چې ددې هیواد تیارې نورې رڼاکړه ځکه نور جهان دې ټوله له رڼاګانو برخمن دی خو یواځي دي ګران افغانستان ته شاکړې او په تیارو کې دې پرې ایښی دی، پس په زغرده ویلای شو چې خروټي صیب ډېره عالي شاعري هم کړې او دعا به وکړو چې خپل دغه اړخ نورهم قوي کړي.
دبېلګې لپاره که یې لاندې بیتونه هم تاسې ولولئ نو د خروټي صیب د شاعرۍ نورې ځانګړتیاوي به هم درته روښانه شي.

دانه وایم چي زړه اوسترګو څنګه پریکړه کړې
پوهېږم چي په مینه کي مي غم ته غیږه ورکړه

له توروسترګو دي قربان سم لاس دي راکه یوار
ستا په ارمان مي درد یو څړیکه له فرهار ویسته

کله لمر کله سپوږمۍ او کله ګورمه شفق ته
خروټي تنها تنها یم له بیابانه سره ژاړم

د خروټي صیب د اشعارو ښیګڼې مو درک کړې که یې دغه ډول شعرونه هرڅومره وستایل شي خو بیا هم کم دي، ددې ترڅنګ ځوان شاعر صدیقي صیب هم ډېره لوړه باذوقه شاعري کړې ده لکه لاندې بیت کې چې وایي:

زما د عشق د لوبېدلو کلی
خدایه ودان لرې د ښکلو کلی

صدیقي صیب دلته په ډېرو جانانه او ښکلو الفاظو سره خپله خاوره خپل خوږ وطن د عشق د لوبو او د خیال د ښاپېریو له محلونو سره تشبیه کوي، او په ښو او رنګینو الفاظو سره خپل رب ته ددې خواست کوي چې هیواد باندې یې نور د سولې سپینې کوترې مېلمنې کړي، له جنګ جګړو او وژنو څخه یې په امان کړي او ولسونو ته یې آرام ژوند ورکړي دا د نوموړي یوه لویه هیله ده، دې بیت کې یو لوی دروند او ښکلی پیغام پټ دی، ددې بیت سره واقعاً د شعري اُصولو مطابق ښکلې او په زړه پوري فنکاري شوېده.

زوالجلاله عزرائیل یوڅه معطل کړه
پښتانه د زیات مرګي نه لاس په سر دي

دغه ډول په دغه بیت کې هم د خپل هیواد او خپلو وطنوالو وژنې او جګړې د خپل ستر رب په وړاندې ږدي او د مرګونو او وژنو د درېدو هیلې ځیني کوي، دا خبره شاید کوم بل شاعر هم کړې وي خو صدیقي صیب د خپل هنر په ښکلو ګوتو سره داسي ښکلې او سینګار کړې چې لوستونکی په ډېره لېوالتیا سره دې ته هڅوي چې شعر ترپایه ولولي، د شعر رواني هم ډېره مهمه ده که چیري کوم شعرکې د څپو لوړوالی او کښته والی وجود ولري، موسقي یې ماته و اوسي لوستونکی په ویلو کې له ستونزو سره مخ کوي او بلااخره دې ته یې اړباسي چې د شعر له لوستلو څخه تېرشي، خو صدیقي صب په ډېره روانه ژبه خپله خبره وړاندې کوي چې دا دنوموړي یو لوی مهارت دی دغه شان څو ځایه نور هم نوموړي خپل جادوګر هنر کارولی دی، دی وایي:

واورین یار دی په لمرین سهاربه راسي
دي نیولي مي شیلې له ډیره وخته

کوم باد و چي په غیږ کې یې بیده وې ترسهاره
هوا کې تېرېدې لکه بڼکه په لاس راغلې

واورین یار لمرین سهار ښکلي کلمات دي، چې نوموړي د خپل جانان د ښایست د تشبیه کولو لپاره لټولي، ښکلی انځور پکې پروت دی، واورې چې کله د غرونو پر سرونو باندې و اوري بیا نو ترهغه وخته پرتې وي چې تر څو د آسمان مخ له خړو وریځو څخه نوي پاک شوی، کله چې آسمان شین شي لمر هم خپلې وړانګې د ځمکې په لور خورې کړي، واورې یې د نیمه یا نورمالې تودوخې له امله دغرونو پرسرونو په ویلېدا شي، رڼې اوبه یې مخ په کښته راخوځیږي او ټولو درو کې په ډېر شور سره لکه مستې جونې مستې سندرې زمزمه کوي، همدارنګه په دوهم بیت کې هم نوموړي یو ډېر رومانتیک انځور رسم کړی، د باد په غېږه کې د بڼکې تګ ډیر ښکلی او هغه منظردی چې د سړي روح ته سکون او آرام وربخښي، په روانه اوښکلې لهجه سره موزونیت او موسیقي ورکړل شوې، د شعري هنر یواځینۍ غوښتنه هم داده چې هرڅه باید همداسي ښکلې او زړه وړونکي انځور او دښې موسیقۍ سره وړاندې شي صدیقي صیب چې دې برخې ته پوره توجو کړې تر ډېره یې د شاعرۍ غوښتنه هم پرځای کړې، که چیري یې تاسو لاندې بېلګې په ښه غور سره ولولئ نو د صدیقي صیب د هنراوفن پیاوړتیا اوځانګړنې به لاښه درته روښانه شي.

پرون مي هسي د خیالونو په دنیا کي ته وې
نن د شرابو په پیاله کي ولي نه ښکارېدې

هرڅه ستا کوڅه له فکره وباسم
بیا مي هم ستا در ته رسوي تنده

یوخوامزل د ژوند پرستړولارو
بل خوا پرسرلرم درانه دردونه

درد غم د ژوند یوه برخه جوړوي په ځانګړې ډول په افغانستان کې او ددې دردونو او کړاوونو لاملونه ډېر زیات دي، هرڅوک سر ځیني ټکوي او هرڅوک یې په خپله ژبه بیانوي خو د شاعر جانانه ژبه بیا بېله ده، په کوم ډول چې یې شاعر بیانوي د هرچا کار نه دی، حیات الله سوزانه صیب په خپل یوه شعر یا بیت کې د خپلې ټولنې او کورنۍ دردونه په دا ټول سره بیانوي:

قاتلې زمانې کړې د هوس قمبلې ټولې
په لپو کې مي وګوره اسمانه درد وغم

د هوس کمبلې او په لپوکې درد وغم ډېر نوې تشبیهات او ترکیبات دي، چې سوزانه صیب کارولي، د یوې بشپړې شاعرانه ژبې څخه یې کار اخیستی دی، د وژونو لامل یامقتول ته د زمانې نوم ورکول کوم چې د ژوند رنګینې اوخوښۍ وژنې او دردونه اوغمونه په لپو کې د وخت تر مشره یا ترخپل باداره رسول او د هغه څخه یې د مخنیوي غوښتنه کول په دغه سي ډول واقعاً یوه لوی هنر ته اړتیا ده او سوزانه صیب دلته ډېره لویه فنکاري کړې، په دغه ډول د خپلې ټولنې دردونه او غمونه را اخیستل او تر نورو رسول دشعر دنده او غوښتنه ده او که کوم کس په دغه ډول د خپلې ټولنې ناخوالې یا د ژوند او کایناتو رنګینۍ بیان نکړای شي پس هغه شاعر نه دی هغه یو نثر ویونکی او د وخت ځایه کوونکی دی، سوزانه صیب چې کوم کلمات راغونډ کړي دغسې کلمات راټولول یو لوی فکر غواړي او ددې بیت د سینګاره څخه مالومیږي چې سوزانه صیب د یوه لوی فکر څښتن شاعر دی او راتلونکی یې انشاالله ځلانده او روښانه دی، د بیلتون له دردونو څخه هم هر مئین او شاعر سرټکوي خو د سوزانه صیب دا کړنه شاعرانه او ښکلې ده دی وایي:

زه لکه موم ستا د بیلتون لمرونو ویلي کړمه
هم لکه اوښکه د فراق یوه یوه ولوېدم

موم ډېر نرم او لمر همېشه سوځوونکی خاصیت لري په ځانګړي ډول په دوبي کې او سوزانه صیب په یولوی هنر سره خپل وجود د موم سره تشبیه کوي اود خپل جانان بېلوالی له لمرسره ورته کوي ځکه خو یې په بېلوالي کې خپل وجود اوبه اوبه بولي، یو پام اړونکی او ښکلی خیالي انځور یې جوړ کړی دی، دوهمه مسرۍ کې یې هم فنکاري له ورایه سترګکونه وهي، دلته هم د پورته مسرۍ سره یوه اړیکه شته، دی په لوړه مسرۍ کې وایي جانانه ستا د جدایۍ لمرونو ویلي کړمه او اوس لکه د فراق او غم اوښکه دانه دانه پرېوځم، د اوسنۍ زمانې یو شهکار بیت یې ګڼلی شو له هره اړخه پکې ښکلا بریښي، اوس که سوزانه صیب او نور نوي شاعران پر دغه لاره تګ وکړي او ځان دغه ډول هنرمند جوړکړي نو د اوسنۍ زمانې او د اوسني شعر غوښتنه به یې پوره کړې وي، دا چې وخت بیخي ډېر کم دی نو نشو کولای چې د سوزانه صاحب د غزلونو نورې ښکلاګانې راوسپړو، ځیني کسان په دې اند وه چې موږ ولي یوازي دشاعرانو پنځه یا شپږ بیتونه را اخستي، تاسوپریکړه وکړئ که په یوه لیکنه کې د شاعر لس یاشل بیته را واخلو نو خبرې به څه ډول ورباندې وکړو؟ حال داچې دا لیکنه د یوې اونیزې لپاره ده که چیري کتاب وای نو ډېرڅه به پکې تاسو ته روښانه شوي وای نو پای کې غواړو د سوزانه صیب ځینې بیتونه ستاسو ومخ ته کښېږدو او تاسې یې ښکلاوي درک دی.

دلته یم زه هلته یې ته په ژړا
اوښکو مي وسوځل لیمه په ژړا

ته چې هرکس ووینې وایه دغه بد سړی دی
ته به هم نه یې ترداټولو ملایکه یاره

زه خو داستا دمینې خوند ورپکښې وینم اشنا
مګر د مینې یې کړه ډېرخلک بیزاره هجران

ځیني انسانان د ځناورو غوندې ژوند کوي
وینه تویوي د ورور په مړینه ګوزاره کوي

نوربیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x