
سوني خپل پیاوړي او نري تلویزیونونه وړاندې کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۷مه ۱۳۹۴ل): سوني کمپنۍ د روان زیږیدیز کال د ټکنالوژي یو نندارتون کې خپل دوه تلویزیونونه نندارې ته وړاندې کړل.
د سوني کمپنۍ نوي تلویزیونونه د زیات شمیر کاروونکو توجه په جلبولو بریالي شوي. سوني کمپنۍ د دغو تلویزیونونو د وړاندې کولو دقیقې نیټې او بیې په اړه معلومات وړاندې کړ.
سوني کمپنۍ د سي اي ایس (CES) په نندارتون کې خپل دوه تلویزیونونه د ایکس ۹۰۰ سي (X900C) او ایکس ۹۱۰ سي (X910C) په نومونو نندارې ته وړاندې کړل کوم چې ډیر زیات نري ول.
د سوني کمپنۍ دغه تلویزیونونه یوازې ۴.۷ ملي متره قطره لري چې د دغو تلویزیونونو یوازې همدغه ځانګړتیا د ډیرو نړیوالو کاروونکو توجه جلب کړ.
د سوني کمپنۍ کارپوهانو د دغو تلویزیونونو په اړه رسنیو ته وویل چې دغه تلویزیونونه له سمارټ فونونو څخه هم نري دي. د دغو تلویزیونونو له ځانګړتیاوو څخه د ۴ کې (4K) تصویر وړاندې کولو وړتیا او ټرېلیمینوس (Triluminos) ټکنالوژي ګڼل کیږي.
ټریلیمینوس (Triluminos) ټکنالوژي د سوني کمپنۍ د انجینرانو پنځول شوی ټکنالوژي دی. دغه ټکنالوژي نه یوازې دا چه تصویر ډیر زیات صفا ښيي بلکه د رنګونو وړاندې کولو وړتیا يي هم د ستایلو وړ دی.
د سوني کمپنۍ دغه تلویزیونونه د کارول شوی ټکنالوژي په مرسته په بازار کې شته تر بل هر تلویزیون صفا تصویر وړاندې کوي. د دغو تلویزیونونو یو له غوره ځانګړتیاوو څخه هم د انډرایډ اپریټنګ سیسټم دی.
د سوني کمپنۍ ایکس ۹۰۰ سي (X900C) تلویزیون به په ۵۵ او ۶۵ انچونو کې کاروونکو ته وړاندې شي. د ۵۵ انچه تلویزیون بیه ۲۵۰۰ او د ۶۵ انچه تلویزیون بیه ۴۰۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې.
د دغو تلویزیونونو بل ماډل ایکس ۹۱۰ سي (X910C) به له ۷۵ انچه اندازې سره د ۵۵۰۰ امریکايي ډالره په بیه به د ګرمیو په موسم کې کاروونکو ته وړاندې شي.