fbpx

کندهار: میوند کې طالبانو چورلکه را نسکوره کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار په میوند ولسوالي کې د اردو هغه چورلکه د طالبانو له لوري په نښه شوه چې سیمې ته د عملیاتو په موخه تللې وه.

دغه چورلکه نن تر غرمې وړاندې د ميوند په ګرماوک سیمه کې د طالبانو پر ډزو را نسکوره شوه.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی نن تر غرمې وړاندې نږدې یوولس بجې دغه چورلکه د درنو وسلو په مټ وویشتله.

دغه چورلکه او پکې سپاره کسان بشپړ د اور خوراک شوي او د چورلکې ټوټې په لالک دښته کې لوېدلې دي.

طالبانو پخپلو سږنیو عملیاتو کې په بدخشان او غزني کې هم چورلکې راوغورځولې چې د دولتي عسکرو عملیات يې له خنډ سره مخ کړي دي.

د روان کال د غويي په ۲۰مه د غزني په ده یک، د غويي په ۲۹مه د جوزجان په منجګک او د غبرګولي په لسمه د پروان په کوه صافي کې د طالبانو له لوري د اردو چورلکې را نسکورې شوې دي، چې ګډ حکومت يې د طالبانو پر بسیاتوب اندېښمن کړی دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د