په شمال کې طالبانو ته څوک لار هواروي؟

آیا د غلا سرطاني وده، فساد او د چارواکو او محلي قومندانانو لواطت، د نظام جوړونې برخه ده؟

لیکوال: غیث عبدالاحد – ګارډین ورځپاڼه
ژباړه: نسیم پسرلی

په افغانستان کې بچه بازي د ودې په حال کې ده. نڅا بیا عامیږي. دغه دود د طالبانو د حکومت پر مهال بند شوی وو. غیث عبدالاحد د افغانستان له شماله، له هغه ځایه چې تنکي نڅاګر په کې د مشرانو پواسطه نڅول کیږي راپور راکوي.

شپنیز مراسم ورو ورو پیلیږي. د افغانستان د شمال د طالقانو ښار ته نږدې د یوه کلي په کوچني کور کې دولس سړي چې پېړ پټوان یې له ځانونو تاو کړي، په یوه تیاره کوټه کې پر غوړېدلې سرې غالۍ د پښو پر سر ناست دي. په خټین دیوال کې د لرګینې کړکۍ څخه شمال راځي او د چرسو تند بوی په هوا کې خپروي.
یو ځوان هلک یو کوچنی فلزي لوښی راوړی او د دغو سړو پر لاسونو ګرمې اوبه ورتویوي چې وروسته یې هغوی په یوه کوچنۍ ریتاړه وچوي. د شپې ډوډی ده. د کبابو قابونه، وچه ډوډی او د مستو کاسه راوړل شوه. وروسته چې کله ډوډی وخوړل شوه، یوه مېلمه د خپل صندوق دروازه خلاصه کړه او څلور د تاجکستاني ودکا بوتلونه یې ترې راوویستل. سړو له مغرورې او له شرمه ډکې موسکا سره خپل ګیلاسونه پورته کړل او د “سلامتي” له ویلو وروسته یې پر سر واړول. څومره چې به د شرابو څښل ډېرېدل هومره به د مراسمو شور او زوږ ډېرېده. د دغو مراسمو کوربه –د طالبانو یو پخوانی قومندان وو چې اوس له افغان حکومت او امریکایانو سره یو ځای شوی- په ډېرې مینې له خپلو مېلمنو سره چې ډېر یې د سیمې دهقانان دي خبري کوي. وروسته یو له دغو سړیو “سېتار” را باسي او یو نڅاګر هم کوټې ته راننوځي.
نڅاګر هلک چې اوږدې لمنې لرونکې، سرې،  پاروونکې جامې اغوستي، واړه نقره ای زنګونه یې په لاسونو او پښو پورې تړلي وو، له یوه سره ټیکري سره په پټ مخ د کوټې دننه راغی. د نڅاګر هلک له خوځېدا سره به له ورسره زنګونو خاص غږ تولیدېده او لمن به یې له څرخېدا سره د هغو تماشاچیانو سړیو له مخې تېرېده، چې لاسونه به یې د ده د لمس کولو لپاره ورغځول. سېتار غږوونکي د خیانت په اړه یوه عشقي سندره په لوړ غږ ویله. نڅاګر به د سېتار له سندرې سره تاو خوړ او د خپل ډنګر بدن اوږې به یې پورته غورځولې، حرکت یې لا پسې تېزېده، بالاخره یې ټیکری له اوږې وغورځېد او د یوه شیک ځوان څېره چې نري بېتونه او لږه ږیره یې لرله ښکاره شوه. له تماشاچیانو یوه په بېړه ټیکری را پورته کړ او د هغه په بویولو یې پیل وکړ.
په شخصي مېلمستیاوو کې د نڅاګر په حیث د ځوانو هلکانو د استعمال عمل د “بچه بازۍ” په نامه پېژندل کیږي، دا یو زوړ افغانی سنت دی چې ژورې ریښې لري. د طالبانو د حکومت پر مهال دغه کار منع شو خو اوس دغه سنت په ورو ورو بېرته راګرځېدلی او اوسمهال په ښارونو کې د پلازمینې کابل په ګډون ډېر په غوړېدا دی او د هیواد په شمال کې خو د واده د عمومي مراسمو یوه له ځانګړنو څخه ده. بچه بازان ډېری مهال کم عمره هلکان ځوروي چې د هغوی د کورنیو له مخالفت سره هم مخامخ شوي دي. “ساتونکي” یا “صاحبان” یې مجرد یا متاهل وي چې دغه نڅاګر د جنسي غلامانو په حیث استعمالوي او له ځانونو سره یې څملوي. افغان چارواکي او د بشر د حقوقو ډلې د بچه بازی له ناوړه حالته خبر دي، خو له مخنیوي یې عاجز ښکاري.
په څنګ کوټه کې شپاړلس کلن مصطفی ځان د بلې نڅا لپاره چمتو کوي. مالک یې بیا هم د جامو یوه غوټه خلاصه کړه او یوه اوږده لمنه، سور کمیس، زنګونه او چرمي تسمې یې هغه ته ورکړې. مصطفی د مېز پر سر ولاړ وو او په ناارامی یې سګرټ دودول. په داسې حال کې چې لاسونه یې پر خپل سر ایښي وو، دوو ږیره لرونکو سړیو ته یې چې دستارونه یې پر سر وو او خندل یې د دې اجازه ورکړه چې ده ته د ناوې په څېر کالي ور واغوندي. له دغو سړیو یوه یې وېښته ور ږمنځول او بل ته یې د دې بلنه ورکوله چې د زنګونو د ور تړلو افتخار خپل کړي. ډېر وروسته چې مصطفی خپل کار تر سره کړ، د خپل ژوند کیسه یې را ته وکړه. هغه وویل ” کله چې وړوکی وم، نیکه به مې همېشه را ته ویل چې له سړیو ځان لرې وساتم ځکه چې زه ښکلی وم”. هغه ویل: “یوه ورځ په ښار کې یوه مستري پر ما تیری وکړ، کورنۍ مې زه له ځانه وشړلم او زه هماغه سړي ته په ورتګ او له هغه سره ژوندکولو ته مجبور شوم. اوس زه له یوه بل سړي سره ژوند کوم او ده ما ته نڅا هم را زده کړې”. هغه (مصطفی) داسې خبرې کولې لکه نه چې یې غوښتل حقیقت ښکاره کړي. وروسته یې د دې په اړه نور جزیات را کړل چې هغه زنانه لباس له کومه اخیست. مصطفی د هغو خلکو په اړه چې ده ته جامې وراغوندي وایي چې دا ښه کار دی. په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د سیارو پلورونکو او د لارې د سر په غرفو کې د بچه بازي سي ډیانې او ډي وي ډیانې په پراخه توګه خرڅیږي او هغو مخاطبو ته چې نه شي کولای هلکانو ته لاسرسی ولري خدمتونه وړاندې کوي. د چای څښلو په ډیرو دوکانونو کې سړي له چای څښلو سره سره د نڅیدونکو هلکانو فلمونه هم ګوري.
ډېری موسیقي غږوونکي د کابل جنوب ته په هغې سیمې کې چې کورنیو جګړو نیمه خرابه کړې ده سره را ټولیږي. په یوه خراب هوټل کې عمر خوړلي ساتونکي دروازه را ته خلاصه کړه. هوا مرطوبه وه او د چرسو، تریاکو، ادرار او سوځېدلو غوړیو بوی په هوا کې څرخېده. په لومړي منزل کې یو کوچنی سالون او څو کوټې وې او د باندې له بوټانو ډکه یوه کوچنۍ المارۍ ایښې وه. د پنجشنبې له ماسپښین وروسته نڅاګر هلکان او مالکان یې دلته راغلل تر څو هغو مشتریانو ته انتظار وکړي چې غواړي دغه هلکان خپلو مېلمستیاوو یا د واده مراسمو ته په کرایه ورسره بوځي.
هوټل له موسیقي غږوونکو او سندرغاړو ډک وو په دوی  کې ۳۰ تنه پاکستاني پښتانه وو چې د هغه هیواد په شمال کې له تاوتریخوالي را تښتیدلي وو. یوه یې چې خپل د سر وېښتان يې د خط پواسطه جلا کړي او په شړشمو غوړ کړي وو را ته وویل: “افغانان د خپلو سندرغاړو په څېر موږ هم خوښوي.”
په هماغه کوټه کې زه له حبیب سره اشنا شوم، دی هغه نڅاګر وو چې سپینې جامې یې پر تن وې. دوو طلایې ګوتو یې لاسونه ور ښکلي کړي وو. هغه په صورت چاغ وو او د سرې ډبلې شونډې له پاسه یې نري، ښایسته برېتونه درلودل. ولې یې نڅا پیل کړه؟ هغه وویل” زه پر نڅا مین وم. هیچا یې زه کولو ته مجبور کړی نه یم، ما مینه ورسره درلوده”.
هغه وایي کله چې ۱۳ کلن وو، کورنۍ یې هغه پرېښود، او دی له خپل معشوق سره پېښور ته ولاړ تر څو له طالبانو وتښتي: “په هغه ځای کې مې نڅا زده کړه. موږ کولای شوای هر کار په هغه ځای کې وکړو. ما کولای شوای د ښځې په څېر لباس واغوندم او ونڅېږم. دلته په کابل کې، موږ ډېر کارونه نشو کولای: زه یوازې کولای شم لږ لب سیرین پر خپلو شونډو وموښم او ونڅېږم”. هغه په خپلو نازکو لاسونو خپله چوکۍ شاته کړه او خپلو وېښتانو ته یې ټکان ورکړ.
د طالبانو له پرځېدو وروسته، حبیب کابل ته راغی او ښار ته نږدې په کوچنیو هوټلونو کې اوسېده: ” خلک موږ په همجنس بازۍ او بل جنس بازۍ تورنوي، خو موږ دا کار نه کوو”. هغه په جرات وویل: ” موږ هڅه نه کوو چې ښځه واوسو، موږ یوازې نڅاګر یو. ځينې سړي زما نڅا خوښوي او ما ته لارښوونه کوي، نور سړي ما د دې لپاره خوښوي چې نور کارونه له ما سره تر سره کړي. زه باید پر ځان پام وکړم- هغوی کېدای شي خطرناک واوسي. زه پوهېږم چې په څه ډول د پیسو د لاسته راوړلو لپاره ونڅېږم او دوی ته دا اجازه هم ور نکړم چې ما ته ضرر ورسوي”.
ولې هغه فکر کوي چې نور هلکان د ښځو په څېر لباس اغوندي او نڅیږي؟ هغه وایي ” څنګه چې د نارینه وو ښځې خوښیږي او لاسرسی هم ور ته نه لري، ځکه نو موږ د ښځو په څېر عمل کوو. موږ بډایو سړیو ته په کوټه کې سترګک وهو، هغوی تحریکوو او هغوی پر موږ پیسي شیندي. دوه اونۍ مخکې، د کابل د شمال په یوه ښارګوټي کې یوه محلي مشر ما ته ۴۰۰۰ افغانۍ راکړې. مګر له پروګرامه وروسته ما چغې وهلې تر څو هغه د خلکو په مخ کې وشرموم ځکه چې هغه غوښتل له ما سره بل کار تر سره کړي. کله کله موږ ډېرې پیسې لاسته راوړو. کله کله باید موږ له دوی سره شپه تېره کړو او هغوی هیڅ هم موږ ته نه راکوي.”
“زه یو عادي سړی یم، خو خوښیږي مې چې د ښځو په څېر پر لاره تګ، خبرې او عمل وکړم. یو ځل یوه سړي ما ته د ۲۰۰۰۰ ډالرو وړاندیز وکړ، را څخه و یې غوښتل چې نڅا پرېږدم او د هغه معشوق شم، خو ما د هغه دغه غوښتنه رد کړه، ځکه چې زه له نڅا کولو سره مینه لرم. اوس زه یوازې یو زر ډالر تر لاسه کوم.”

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د