ورزش

کریسټیانو رونالډو: د نړۍ تر ټولو غوره لوبډلې کې لوبیږم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۷مه ۱۳۹۴ل): د اتلتیکو مادرېد په وړاندې د ۴-۰ سختې ماتې څخه وروسته دا لومړۍ ځل دی چې کریسټیانو رونالډو د ریال ماډرېډ او خپل راتلوونکی په اړه څرګندونې کوي.

وروسته له هغې چې ریال ماډرېډ خپل وروستیو سیالیو کې سختې ماتې وخوړې داسې راپورونه خپاره شول چې کریسټیانو رونالډو د ریال ماډرېډ لوبډله پریږدي.

کرسټیانو رونالډو رسنیو ته د وروستي راپورونو او اوازو په په اړه وویل چې نوموړی د نړۍ تر ټولو غوره لوبډلې کې لوبه کوي او نه غواړي له ریال ماډرېډ څخه جلا شي.

رونالډو رسنیو ته وویل:« له اوږدې مودې مې نه غوښتل له رسنیو سره خبرې وکړم. زما په اړه خپاره شوې راپورونه هیڅ حقیقت نه لري. ځینې رسنۍ یوازې غواړي زما او د ریال ماډرېډ لوبډلې تر منځ شخړه جوړه کړې.»

رونالډو همداراز وویل:« زه همدې لوبډلې که خوښ یم او د لوبو په راتلوونکی فصل کې په غوره لوبه نندارې ته وړاندې کولو تمرکز کوم. غواړم یو ځل بیا تکرار کړم زه د نړۍ تر ټولو غوره لوبډلې کې یم او غواړم له همدې لوبډلې سره یو ځل بیا ځانګړې لاسته راوړنې ولرم.»

له دې وړاندې ځینو رسنیو لیکلي ول چې رونالډو نه غواړي له دې وروسته هم په ریال ماډرېډ کې لوبه وکړي او د دغې لوبډلې له مشر سره ځینې ستونزې هم لري.

رونالډو له وروستیو سیالیو وروسته د ریال ماډرېډ لوبډلې له مشرانو او روزوونکو سره ځینې ستونزې لرلې خو نوموړي دغې خبرې غونډې کې وویل چې نه غواړي له ریال ماډرېډ لوبډلې څخه جلا شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ریال ماډرېډ لوبډلې بل تکړه او پیاوړی لوبغاړی سرخیو راموس هم د ریال ماډرېډ له لوبډلې سره ستونزې لري او د ځینو راپورونو پر بنسټ غواړي له دغې لوبډلې څخه جلا شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx