fbpx

د هیواد دبي ثباتي پړه د چاپر غاړه ده ؟

نن ټکی اسیا : سرلیکنه: تیره ورځ ولسي جرګې ته په خپلې استجوابیه وینا کې د ملي امنیت رئیس ښاغلي رحمت الله نبیل وویل چې د کال له پیله یې تر اوسه پوري د ولسي جرګې پر ودانۍ د ۶ حملو مخنیوی کړی ، خو د وروستې حملې په اړه چې تر ټولو خطر ناکه وه ده هم ونکړای شول چې وکیلانوته لازم وضاحت ورکړي.

ښاغلي نبیل د ولسي جرګې د استازو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د هیواد امنیتي وضعیت تر دې نور هم خراب شي ، په دې معنی چې اوس په اونۍ کې یوه ولسوالۍ سقوط کوي خو په راتلونکي کې به په ورځ کې یوه ولسوالۍ سقوط کوي .

د کورنیو چارو وزیر هم چې د هیواد د وروستیو نا امنیو په غرض ولسي جرګي ته وربلل شوی وه وار ترمخه یې لا د ۱۶ ولایتونو د سقوط د تهدید اطلاع ورکړې او په مقابل کې یې د دولتي چارواکو همغږي غوښتې وه .

اوس پوښتنه داده چې ولي هیواد له داسې وضعیت سره مخ دی چې له امنیته نیولې تر اداري وضعیت ، انتخاباتي اصلاحات ، د ولسي جرګې کاري مشروعیت او هرڅه یې ورځ تر بلې د بتر کیدو په لور روان دي؟

د ګډ حکومت تر جوړیدو او له امریکایانو سره تر امنیتي تړون لاسلیکولو وړاندې هم د هغه د کمپاینرانو او هم خپله د حکومت د مشر لخوا د ډاډمن امنیت ، مقتدر نظام او له فساده پاکي حکومت ولي ژمنې تکراریدلې ، خو د حکومت له جوړیدو او امنیتي تړون تر لاسلیکولو وروسته له حکومت ولې رانیولې تر امنیت پوري ټول تر بد بتر شول.

دولتي چارواکي د دې په ځای چې ولس ته د امنیتي وضعیت د ښه کولو ډاډ ورکړي او د وضعیت د ښه والي په اړه اقدام وکړي هغوی ته نورهم دامنیتي وضعیت د بتر کیدو په اړه خبر داری ورکوي .

مصیبت دادی چې د هیواد د روان وضعیت د ناسموالی په اړه هیڅوک نه ځان مسؤل ګڼي او نه هم د مسؤلیت احساس کوي .
حقیقت خبره داده چې د هیواد د دغو ټولو ناخوالو اصلي پړه د امریکایانو پر غاړه ده ؛ ځکه هغوی د ګډ بیواکه حکومت ایجاد د دې لپاره کړی چې افغانستان له دغسي بي ثباتي سره مخ کړي.

ګډ حکومت چې د امریکایانو تر مستقیم اشراف لاندې پر افغانانو وتپل شو نه ورکې د واک صلاحیت معلوم دی او نه د واک د تنفیذ وړتیا .

همدا لامل دی چې هیواد د تنفیذي صلاحیت له خلاء سره مخ دی چې هرڅوک هرڅه کوي څوک یې نه د مخنیوی توان لري او نه یې د مخنیوی په اړه د مسؤلیت احساس .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د نبیل دغه خبری هم ډير هیله مند او هم ډير وخندولم چه ویی ویل اوس په هره اونی او څه وخت وروسته په هره ورځ د یوی یا څو ولسوالیو دسقوط خبرونه اورو او بیا تر دی د علومی خبره می ډیره خوښه شوه چه ولسی جرګی ته یی وویل چه د ۱۶ ولایاتو د سقوط ویره ده . دا ښه زیری له هغو چا اوریدل کیږی چه یو د امنیت ریس او بل داخله وزیر دی ، نو د دوی د مورال هډوله پوښتنه مه کوه دا چه د کفارو غلامان دی ایمان خو بی له هغی هم… نور لوستل »