د هیواد دبي ثباتي پړه د چاپر غاړه ده ؟

نن ټکی اسیا : سرلیکنه: تیره ورځ ولسي جرګې ته په خپلې استجوابیه وینا کې د ملي امنیت رئیس ښاغلي رحمت الله نبیل وویل چې د کال له پیله یې تر اوسه پوري د ولسي جرګې پر ودانۍ د ۶ حملو مخنیوی کړی ، خو د وروستې حملې په اړه چې تر ټولو خطر ناکه وه ده هم ونکړای شول چې وکیلانوته لازم وضاحت ورکړي.

ښاغلي نبیل د ولسي جرګې د استازو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د هیواد امنیتي وضعیت تر دې نور هم خراب شي ، په دې معنی چې اوس په اونۍ کې یوه ولسوالۍ سقوط کوي خو په راتلونکي کې به په ورځ کې یوه ولسوالۍ سقوط کوي .

د کورنیو چارو وزیر هم چې د هیواد د وروستیو نا امنیو په غرض ولسي جرګي ته وربلل شوی وه وار ترمخه یې لا د ۱۶ ولایتونو د سقوط د تهدید اطلاع ورکړې او په مقابل کې یې د دولتي چارواکو همغږي غوښتې وه .

اوس پوښتنه داده چې ولي هیواد له داسې وضعیت سره مخ دی چې له امنیته نیولې تر اداري وضعیت ، انتخاباتي اصلاحات ، د ولسي جرګې کاري مشروعیت او هرڅه یې ورځ تر بلې د بتر کیدو په لور روان دي؟

د ګډ حکومت تر جوړیدو او له امریکایانو سره تر امنیتي تړون لاسلیکولو وړاندې هم د هغه د کمپاینرانو او هم خپله د حکومت د مشر لخوا د ډاډمن امنیت ، مقتدر نظام او له فساده پاکي حکومت ولي ژمنې تکراریدلې ، خو د حکومت له جوړیدو او امنیتي تړون تر لاسلیکولو وروسته له حکومت ولې رانیولې تر امنیت پوري ټول تر بد بتر شول.

دولتي چارواکي د دې په ځای چې ولس ته د امنیتي وضعیت د ښه کولو ډاډ ورکړي او د وضعیت د ښه والي په اړه اقدام وکړي هغوی ته نورهم دامنیتي وضعیت د بتر کیدو په اړه خبر داری ورکوي .

مصیبت دادی چې د هیواد د روان وضعیت د ناسموالی په اړه هیڅوک نه ځان مسؤل ګڼي او نه هم د مسؤلیت احساس کوي .
حقیقت خبره داده چې د هیواد د دغو ټولو ناخوالو اصلي پړه د امریکایانو پر غاړه ده ؛ ځکه هغوی د ګډ بیواکه حکومت ایجاد د دې لپاره کړی چې افغانستان له دغسي بي ثباتي سره مخ کړي.

ګډ حکومت چې د امریکایانو تر مستقیم اشراف لاندې پر افغانانو وتپل شو نه ورکې د واک صلاحیت معلوم دی او نه د واک د تنفیذ وړتیا .

همدا لامل دی چې هیواد د تنفیذي صلاحیت له خلاء سره مخ دی چې هرڅوک هرڅه کوي څوک یې نه د مخنیوی توان لري او نه یې د مخنیوی په اړه د مسؤلیت احساس .

تبصرې (1)

  • د نبیل دغه خبری هم ډير هیله مند او هم ډير وخندولم چه ویی ویل اوس په هره اونی او څه وخت وروسته په هره ورځ د یوی یا څو ولسوالیو دسقوط خبرونه اورو او بیا تر دی د علومی خبره می ډیره خوښه شوه چه ولسی جرګی ته یی وویل چه د ۱۶ ولایاتو د سقوط ویره ده . دا ښه زیری له هغو چا اوریدل کیږی چه یو د امنیت ریس او بل داخله وزیر دی ، نو د دوی د مورال هډوله پوښتنه مه کوه دا چه د کفارو غلامان دی ایمان خو بی له هغی هم نه لری نو داسی څوک چه نه ایمان او نه مورال لری دا څه معنی لری یعنی نن دی که صبا دی دا مال د زرغون شاه دی ،
    ځینی خو په کی بیلونر او میلونر شول ، کورنی یی په بارنو هیوادو کی ، تیښتو په انتظار شپی ورځی شماری مګر زما زړه به هغو خوابدی دی چه د دی خبیثانو سره وو مګر څه یی نه دی ګټلی دنیا او اخرت یی دواړه تباه شول .