افغانستانخبرونه

د ټانګ چپه کېدو له امله ۸ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، چنګاښ ۷ مه، ۱۳۹۴ل) : د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د پوليسو ټانګ د تيز رفتاري له امله چپه شوی او ۸ پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه د يادې ولسوالۍ په پشتون پل سيمه کې رامنځته شوې.
عيني شاهدان وايي ټانګ يوې ژورې کندې ته غورځېدلی، په پېښه کې ۲ پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور پکې ټپيان شوي.
سيمه ييزو چارواکو د پېښي د تائيد په مهال وويل چې په ټانګ د چا لخوا حمله نه ده شوې بلکه د زيات سرعت له امله چپه شوی دی.
د هرات شفاخانې ډاګټران وايي چې له پېښي وروسته ۳ تنه مړه شوي پوليس او ۳ ټپيان وروړل شوي.
د معلوماتو له مخې ټانګ له ګذره ولسوالۍ نه د هرات ښار په لور روان و چې په لاره کې يوې ژورې کندې ته وغورځېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند ، دا ماته د غلامی اداری د نورو ښکرورو درواغو په شان ښکرور دروغ دی ، لمړی ټانک د نورو عادی ګاړی پر تله ژر نه چپه کیږی ، مګر هغه چه د کوم لوی پاڼ یا لوی کندی څخه خطا شی دا چه دوی لویه کنده یاده کړه دا به ورسره ومنو ، دوهم ټآنک له ډیری ضخیمی اوسپنی څخه جوړ شوی ، د دی د پاره چه د ګرمی مخه یی نیولی وی د ننه پکی د انسولیشن پاسته مواد کارول شوی چه د سړو او ګرمی مخه یی نیولی وی یعنی که چپه شی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x