د رودوس ټاپو

د روژې فتوحات (د رودس ټاپو فتح)

نبراس الحق عزیز

د رودس ټاپو په اوسني یونان کې موقعیت لري. دا ټاپو د ترکیې بحري پولې ته په ۸ کیلومترۍ کې نږدی پروت دی. د رودس ټاپو په ۵۳هـ کال د روژې په ۲۹مه د معاویه بن ابي سفیان په وخت کې فتح شوی. هغه مهال دا ټاپو د روم امپراتورۍ برخه وه.

له بحر سره نابلده مسلمانان:

څرنګه چې رودوس یوه جزیره ده، مسلمانانو باید د بحري جګړې په نتیجه کې فتح کړې وای، خو مسلمانانو له بحري جګړې سره هیڅ قسم اشنايي نه درلوده او نه یې په دې برخه کې تجربه لرله.

عرب د صحراوو خلک وه، په عربي ټولنه کې د بحري سفرونو په اړه ډیر لږ معلومات رایج وه، ویل کیږي عربو له بحر سره د نابلدتیا له کبله د بحري سفرونو څخه ویره محسوسوله. دغه راز بحري جګړې د مسلمانانو لپاره ستونزمې وې، مسلمانانو په ځمکنیو جګړو کې پوهه او مهارت درلود، خو د بحر له جګړییزو تاکتیکونو سره نابلده وه.

په بحري جګړې د معاویه بن ابي سفیان ټینګار:

معاویه بن ابي سفیان آن هغه وخت چې د شام والي وه، عمر بن الخطاب ته وړاندیز کړی وه چې د بحري جګړې اجازه ورکړي. خو نوموړي دا وړاندیز رد کړی وه. معاویه په دې غوښتنې ډیر ټینګار وکړ، تاریخ لیکونکي وايي چې د معاویه د ټینګار لامل دا وه چې رومي ځواکونه د اسلامي قلمرو ساحلي سیمو ته ډیر رانږدې شوي وه.

عمر بن الخطاب دوه زړی وه، نوموړي د مصر والي (عمرو بن العاص) ته لیک ولیږه او د بحر او بحري سفرونو په اړه یې ترې معلومات وغوښتل. عمرو بن العاص ورته په ځواب کې ولیکل: «بحر یو لوی مخلوق دی چې خلک په کې د بیړۍ په واسطه سپریږي، له اسمان او اوبو پرته بل هیڅ شی نه ښکاري، که له حرکته ودریږي زړونه خفه کوي او که طوفاني شي عقلونه له مینځه وړي، په بحري سفر کې يقين کمزوری کیږي او شکوک په کې زیاتیږي، د بحر سپاره داسې مثال لري لکه یو چینجی چې په ډکي (لرګي) نښتی وي، که بیړۍ لږ کږه شي سړی غرق دی او که په خیر خیریت وچې ته راووځي نو له ډاره خپل ځان ته هک پک وي».

عمر بن الخطاب چې د عمرو بن العاص ځواب ولوست، معاویه ته یې لیک ولیږه چې: «په الله مې دې سوګند وي چې هیڅ مسلمان ته به د بحري جګړې اجازه ورنه کړم، والله چې یو مسلمان زما په نزد د روم له ټولې پاچاهۍ غوره دی».

د عثمان رضي الله عنه د خلافت په وخت کې معاویه رضي الله عنه یو ځل بیا دغه وړاندیز وکړ، له اوږده ځنډه وروسته عثمان رضي الله عنه موافقه وکړه خو دا شرط یې پرې کېښود چې «په بحري جګړو کې ګډون کوونکي مجاهدین به ستا له خوا څخه نه انتخابیږي ، خلکو ته اختیار ورکړه، یوازې هغه څوک دې بحري جګړه وکړي چې پخپله خوښه او رضا په دغې جګړه کې ګډون غواړي».

په شام او مصر کې د مسلمانانو والیانو د بحري جنګي بیړیو په جوړولو لاس پوری کړ او په دې کار کې یې د شام له هغو خلکو استفاده وکړه چې پخوا یې اسلام قبول کړی وه او د بیړۍ جوړولو په برخه کې يې کافي تجربه درلوده. د همدغو بیړیو په مرسته مسلمانانو د قبرص جزیره فتح کړه. د قبرص جګړه د مسلمانانو لومړۍ بحري جګړه ګڼل کیږي. تاریخ څیړونکي وايي دغه فتح د رودوس جزیرې د فتحې مقدمه او پیلامه وه.

د معاویه په وخت کې د رودوس فتح:

د معاویه بي ابي سفیان د خلافت په وخت کې نوموړي په مصر او شام کې د اسلامي قلمرو بحري سواحلو ته توجه زیاته کړه او په بحري سواحلي ښارونو کې يې د مجاهدینو شمېر زیات او تقویه کړ. جناده بن ابي امیه د اسلامي پوځ د سمندري ځواکونو قومندان وه، معاویه بن ابي سفیان نوموړي ته د رودوس جزیرې د فتحې دنده وسپارله.

دغه جزیره د ۵۳هـ کال د روژې مبارکې میاشت په ۲۹ ورځ فتح شوه. معاویه د مسلمانانو یوه داسې ډله چې د رومیانو په مقابل کې په سختۍ او شدت مشهوره وه، په نوموړې جزیره کې میشته کړه، هلته یې د یوې لویه پوځي کلا د جوړولو امر وکړ او له همدې ځایه به یې د رومیانو د پوځي بیړیو څارنه کوله او د هغوی د پرمختګ مخه به یې نیوله. په دې کلا کې د عسکرو نظامي تجهیزاتو سربېره د خوراک، څښاک، زراعتي محصولات او نورو اړتیاوو د پوره کیدو تابیا نیول شوې وه.

د رودوس جزیرې په حقیقت کې د شام د دفاعي پوستې حیثیت درلود او د رومیانو د احتمالي برید په وړاندې يې د لومړني سپر رول لوباوه. له همدې کبله معاویه بن ابي سفیان د مسلمانانو دغه ډله په پراخو مالي امکاناتو نازوله او ځانګړې توجه یې ورته کوله. د معاویه رضي الله عنه موخه دا وه چې شام او مصر ته د رومیانو د احتمالي راتګ مخه ونیسي.

د رودوس جزیره بیا وروسته د اسلامي پوځ د بحري قواوو په مهمې قرارګاه بدله شوه.

له فتحې وروسته معاویه دغې جزیرې ته علماء ولیږل، تر څو د رودوس خلکو ته دیني زده کړې او اسلامي تعلیمات ورکړي.

هغه مسلمانان چې یو وخت له بحري جګړو سره نابلده وو، وروسته یې د دښمن له مجهزو بحري ځواکونو سره سیالي کوله.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د