کابل په روژه کې ـ ختم

دادمحمد ناوک

یوه قاري ملګري مې په دې خاطر د جومات ملايي پرېښوده، چې د جوماتوالو يې په روژه کې د قرآن شريف ختم نه غوښت خو ده ویل چې خلک به څه وايي چې دې جومات کې قاري هم شته او ختم هم نه کوي. دې ته ورته ځينې ختم ته د ثواب په پرتله د یو دود په سترګه ګوري.

په کابل کې دوه جوماتونه رانږدې دي، په دواړو کې ختمونه روان دي، د هرو دوو رکعتونو تراويحو په لومړي رکعت کې شاته صفونو کې ډېر ناست وي، چې کله ملاصاحب رکوع ته ټيټ شي دوی ورپسې نېغ ټيټ شي، دغسې چل به موږ هم په غزني کې کاوه، لیسې ته نږدې مو په جامع جومات کې ختم و، ناوخته به ورغلو اخري صف کې به ودرېدو، د ملاصاحب تر رکوع به ډېر وخت و، کرار به ناست و چې کله به هغه رکوع ته ټیټ شو، موږ به لاسونه غوږو ته کړل ژر به پسې ټيټ شوو.

دا مې تر دې وویل چې په جوماتونو کې ختمونه باید پر خلکو د فشار لامل نه وي، بلکې په خوښه او د خلکو د زغم برابر په حوصله ترسره شي، که هر شپه یو سپاره وویل شي نو په ارامۍ سره د روژ تر پایه قرآن شریف ختمېږي، خو ځينې ملا صاحبان یا هم جوماتونو کې ځينې بارسوخه خلک کوشش کوي چې د نورو جوماتونو تر ختم وړاندې دوی ختم خلاص کړي.

دا نو دا مانا هم نه لري چې دغه خلک چې یا اوږده رکعتونه کوي یا هم څوسپارې په یوه شپه په لمانځه کې قرائت کوي ګواکې ډېر ارام روان دي، دوی دومره تېز قرآن شريف لولي چې ممکن پخپله به يې هم لفظونو ته پام نه کوي، دا خبره مطلقه نه ده مناسبه، استثنات پکې شته، خو ډېر يې داسې دي چې مقتدیان صرف دومره پوهېږي چې عربي اوري، نور اصلاً د قرآن عظمت او اغېز نه شي حس کولی، د لفظ درک يې خو لرې خبره ده.

خو د دې تر څنګ بیا په ځینو جوماتونو کې مشران په لوی لاس ملاصاحب ته وايي چې هم به ختم کوې او هم به يې ژر کوې، دوی وايي چې ختم يې باید په روژه ډېر ژر خلاص شي، تر دې پورې مې په غزني کې يوه پېښه رایاد شوه، یو ملګري مې کیسه کوله چې زموږ په کلي جوماتوالو په یوه روژه کې څو ملاصاحبان بدل کړل، دوی به ويل چې تېزې تراويح نه شي راکولی، نو بل وخت یو ملاصاحب تر راتګ وړاندې خبر شوی چې د دې کلي خلک تېزې تراویح غواړي، نو وايي هغه به دومره تيزې تراویح کولې چې ا خر سپين ږيرو پخپله زارۍ ورته کولې چې ملاصاحب لږ راښه شه، داسې تېزې تراويح کوئ، لونګۍ مو غاړو کې پرتې وي….

د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې د قرآن شریف د قرائت ثواب به هلته ملاصاحب او مقتدیانو ته ورکړل شي، چې که څه هم په ژباړه يې ډېر خلک نه پوهېږي چې حد اقل د قرآن عظمت يې خو له زړونو ونه توږل شي، دوی به په لمانځه کې هم دا درک کړي چې ملاصاحب قرآن لولي او دوی يې باید د مقتدي په توګه په اورېدلو ستړي نه شي.

تبصرې (1)