د بلډر برګ ګروپ (The BilderBerg Group )

 

Bilderberg Group
secret lobbying for
Anti-Democratic European Superstate by Western Elite.

د دی ګروپ په اړوند په انټرنیت کی ډیرهغه معلومات پراته دی چی د دوی هغه وحشتناکه څیره پکی تر سترګو نه لیدل کیږی . کله هم چی د دوی کومه غونډه تر سره کیږی نو مطبوعاتو ته په قطعی ډول اجازه نه وی او نه څوک دا جرئت لری چی د دوی معلومات افشا کړی که هغه لاس انجلس ټایمز ، نیویارک ټایمز ، واشنګټن پوسټ ، سی این این او که بی بی سی ورځپاڼی هم وی. یعنی د دوی غونډی Complete block yard وی پدی معنی چی یوه رسنی هم دا جرئت نشی کولی چی د دوی د اجازی بغیر ورداخل او یا هم معلومات یی افشا کړی.

د نوموړی ګروپ د تاسیس کال 1954م دی. پدی خاطر ورته نوموړی نوم اخلی چی د دوی لومړنی غونډه دهالینډ هیواد په بلډر برګ هوټل کی ترسره شوی وه چی د هوټل تصویر په پورتنی عکس کی لیدلی شی .د دی ګروپ په راس کی هغه افراد قرار لری چی نړی ته یی لومړی او دوهم نړیوال جنګونه ډالی کړی او لا کوی یی . تاسیس کوونکې یی Dr. Joseph H. Retinger او Prince Bernhard البته د هالینډ هیواد تابیعت درلودونکی وه او اوسنی مشر یی Henri de Castries نومیږی.
دوی یو کال بعد سره راغونډیږی اکثره غونډی یی د می د میاشتی په اخرو او د جون د میاشتی په لومړیو کی ترسره کیږی.د دوی په غونډو کی سرمایداران ، بینکران ، پالسی جوړونکی ، د ملټی نشنل ادارو مالکان او د مطبوعاتو لوړ رتبه افراد قرار لری. 2/3 برخه یی اروپایی او یوه برخه یی امریکایی غړی او تعداد یی 200-150 تنو ته ریسږی. په دی غړو کی د هنری کسنجر ، ریچارډ هالبروک په شان افراد هم شامل وه . د  2011 کال غونډه یی د سویزرلینډ په (ST- Mortiz) هوټل کی د جولایی د 9 نیټی څخه تر 12 نیټی پوری دوام پیداکړ. کومی پریکړی چی پدی غونډه کی ترسره شوی ټولو ته یی د عمل جامه ور اغوستی یو څه اهداف یی ترلاسه کړی او په ډیرو کار روان دی . که څوک دا خبره کوی چی دا دومره مهم او خطرناک ګروپ ندی نو دوی د احمقانو په جنت کی اوسیږی، دا چی ولی دا ډیر د اهمیت وړ او خطر ناک ګروپ دی نظر لاندی دلایلو ته:
:1 کوم افراد چی د دی ګروپ په راس کی قرار لری که چیری د هغوی بیوګرافی وکتل شی معلومه به شی چی دا څومره کینه ګر او خود خوا دی .
:2 د دی ګروپ په راس کی چی څوک قرار لری هغوی دومره صلاحیت هم لری چی  د دنیا نقشی ته بدلون ورکړی .
:3 لدی خبری څخه هم د دوی اهمیت په ډاګه کیږی کله هم چی د امریکا او د برطانیه رایس جمهور او صدر اعظم ټاکل کیږی دوی پکی خاض رول لوبوی ښه بیلګه یی (ټونی بلیر،ګولډن برون،ریچرډ نیکسن ،جوهن کینیډی او…) دی چی د دی ګروپ لخوا ټاکل شوی .
:4 کله هم چی د دوی په غونډو کی په اقتصادی موضوعاتو کومی پریکړی وشی  هغه ملل متحد ، نړیوال بانک او ایی ایم ایف ته قابل د قبول دی.
:5 دا ګروپ له اره د اسرائیلو د حفاظت لپاره مینځ ته راغلی نو پدی خاطرد 2012 کال غونډه یی د اسرایلو د Haifa په ښار او کیدی شی د (روت شیلډینشن ) او یا هم په
(ډین کارمل) په هوټلونو کی ترسره شی . په نویو موضوعاتو او هم د تیر مجلس په لاسته راوړنو او خڼډونو به پری بحث کوی .دا چی په اسرائیلو کی اوسنی غونډه تر سره کیږی نو اسرائیل خو هم نړی ته معلوم دی چی نړیوالو ته یی کومی تحفی ډالی کړی دی .
:6 ځینی غربیان علما ددی ګروپ په اړه داسی وایی :
“The Name Of game is control – to control your Money – Your Home – Your car and your whole life” .
ژباړه : کوم منشور چی دوی (بلډر برګ) لری نوم یی قبضه کول دی یعنی د پیسو،کور، موټر او بلاخره په ټول ژوند قبصه ده .
یو بل غربی وایی : “They start the war , Cause the famine , they elect the presidents and whatever they want they do”.
ژباړه : دوی جنګ شروع کړ، دوی سبب د قحطی شول ، دوی لوړ رتبه کسان تعینوی او باالاخره چی څه وغواړی هغه کوی .
 اوس دی ته راځو چی کومی مهمی پریکړی دوی د تیر کال په مجلس کی ترسره کړی هغه به په شماره وار ډول  ذکر کړو :
:1 په راتلونکو دوه کلونو کی په ایران حمله او جدی تبلغات کول . واقعا که چیری ورځپاڼو ته زیر شو نو د اکثرو ورځپاڼو سرخی د ایران موضوع وی همدارنګه د 2012م کال په غونډه  کی به فیصله وشی چی څوک پری حمله وکړی او څرنګه ځکه تر اوسه پوری خو د اقتصاد د نه پیاوړتیا له کبله څه ونشول .
:2 د ډالرو ټیټوالی په عویض د دی چی هغه استحکام ومومی یعنی په ډالرو نور اعتماد نکول او هر هیواد دی د خپلو متحدینو هیوادونو سره د پولی واحد په سر هوکړه وکړی چی ښه بیلګه یی د اروپا اتحادیه ده چی د ټولوهیوادونو پولی واحد (یورو) ده .
:3 د پول(پیسو) په ځای د طلا قیمت لوړوالی . دا هم واضح تر سترګو کیږی .
:4 د تیلو قیمت لوړول . که چیری 2011م کال ته یو نظر وکړو د یو بیلر تیل بیه 70-60 ډالرو وه، ولی اوس یعنی په 2012م کی د یو بیلر تیلو قیمت 150-100 ډالرو پوری دی .
:5 د بینکونو په لاس د خلکو په سرمایو، کورونو او باالاخره د خلکو په هر څه به بینکونو قبضه وی . چی ښه بیلګه یی د امریکا په شان هیواد کی د Tent comp یعنی د خیمو کلی په نامه یو کلی جوړشوی چی خلک په خیمو کی خپلی شپی او ورځی صبا کوی او د کورونو د اخستلوتوان نلری .
:6 د یونان ټول بندرونه د چین په کنټرول کی ورکول د همدی ګروپ وجهه ده چی اوس د اروپا اکثره هیوادونه د امریکا په ځای چین ته مخ اړولی .
:7 چین باید په راتلونکو دوه کلونو کی د نړی 90% معدنیات ترلاسه کړی . هماغه ده چی اوس د امریکا 80% اسلحه هغه چین جوړوی امریکا بغیر د چین څخه د افغانستان او نور جنګونه مخ په وړاندی نشی بولی . همدارنګه دوی به په خپله نوی غونډه کی پر امریکا ډیر فشار راولی تر څو اسرایل خوشحاله کړی په همدی خاطر دوی په اسرایلو کی دغه غونډه تر سره کوی .
:8 مهمه نطقه پکی د منځینی ختیځ عدم استحکام وه چی اوسنی حالت ته یی باید نور هم پوکی ورکړو تر څو خبره ایران ته لاړه شی او ایران هم عدم مستحکم شی او بیا پری حمله وکړو . او اسرائیلو ته دومره واک ورکړی یعنی چی ټوله میډیا د اسرائیلو په حمایت را وڅرخیږی او نوی فلسطین ځانته جوړ کړی .
:9 د One world government and One world Order یعنی په ټوله دنیا د یو حکومت جوړونه او یو قانون عملی کول .دوی دا هم وایی چی 2012 کال به د تبدیلیدلو نه  بلکی د تباهی کال وی .
:10 د One world government and One world Order لپاره دوی څه اصول هم وضعه کړی چی 2012 کال په اواخرو کی به پری عمل وشی . دا چی اسرائیل د نړی په هره غمیزه کی د پردی تر شاه یو طاقتور لاس لری پدی مجلس کی امکان د دی شته چی اسرائیل یو ښکاره نړیوال آبرقوت اعلان کړی .
په اسرائیلو کی چی کومه غونډه تر سره کیږی وروسته به ملل متحد مجبوره کړی چی په دریمه نړی کی خپل کار چټک روان کړی . د لیبیا ، ټونس او د نورو هیوادونو د کامیابو لاسته راوړنوڅخه وروسته نور هغه هیوادونه چی په منځنی ختیځ کی قرار لری او د غرب ګټو ته ګواښ وی نو ملل متحد مجبوروی چی په شکل د اشکالو پر دوی فشار وارد کړی تر څو د دوی (غرب) ګټی خوندی پاتی شی . دا هغه پلان دی چی بلډر برګ ګروپ پری کار کوی .
بالاخره پدی غونډه کی به د اسرائیلو راتلونکی ټاکل کیږی . دغه ګروپ عالم اسلام ته یو د خطره نه ډک ګواښ دی چی په اړه باید جدی مخنوی وشی او که نه نو اسلامی نړی به د یو تریخ او بد سرنوشت سره مخ شی.

د بلډر برګ ګروپ رونډ ټیبل (The Bilderberg group round time)  : پدی معنی چی دی ګروپ سره نوری کومی اداری کار کوی لاندی عکس ته زیر شی :

یادونه : که غواړی چی ویډویی معلومات د دی ګروپ په اړه وګوری نو لاندی ادرس ته مراجعه وکړی  :
http://www.youtube.com/watch?v=tiCu3X0Sbp4

لیکوال : محمد طارق رښتیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د