سلف او روژه (30/12)

حامد افغان

سلف او د شپې عبادت

امام الحاکم رحمه الله په المستدرك په صحي سند سره روایت راخیستی ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم په ابو بکر صدیق رضي الله عنه باندي تیریدی هغه تهجد کول او په ورو یې تلاوت کاوه، او په عمر رضي الله عنه ورغی هغه هم تهجد کول او په لوړ اواز او قوت سره یې تلاوت کاوه، له ابو بکر یې پوښتنه وکړه چې ولي دومره ورو تلاوت کوې؟ هغه ورته وویل: يارسول الله د چا له پاره یې چې کوم هغه یې اوري، له الله سره مناجاة کوم هغه یې اوري، عمر ته یې وویل: ته ولي دومره په لوړ اواز تلاوت کوې؟ هغه ورته وویل: چې شیطان وشړم او ویده ویښ کړم، نو ابوبکر ته یې وویل: ته لیږ غږ لوړوه، او عمر ته یې وویل: ته لیږ غږ ورو کړه،

أن النبي صلى الله عليه وسلم مر على أبي بكر رضي الله عنه وهو يتهجد ويخفض صوته بالقراءة، ومر بـعمر رضي الله عنه وهو يجهر بصوته ويرفعه بقوة، ثم سأل أبا بكر عن هذا، فقال: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم! لقد أسمعت من ناجيت )، أناجي الله وهو يسمعني، وقال لـعمر : لم ترفع صوتك بقوة؟ قال: لأطرد الشيطان، وليستيقظ الوسنان فقال لـأبي بكر : ارفع قليلاً، وقال لـعمر : اخفض قليلا.

په موطأ امام مالك کې له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت راغلی ده هغه وایي: عمر رضي الله عنه به د شپې عبادت کاوه چې د شپې وروستۍ دریمه به راغله خپل کور وال به یې راپورته کړل او دا ایت به یې ویلې: وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى [طه:132]، خپلي كورنۍ ته د لمانځه توصيه وکړه او په خپله هم د هغه پابند اوسه. موږ ستا څخه كومه روزي نه غواړو؛ روزي خو موږ تا ته دركوو او د عاقبت ښېګڼه د پرهېزګارۍ لپاره ده. عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما، قال: كان عمر رضي الله عنه يصلي في الليل حتى إذا كان من آخر الليل ودخل الثلث الأخير أيقظ أهله، وتلا قول الله: وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى [طه:132].

امام ابن کثیر په البدایه والنهایه کې د عمر رضي الله عنه د ژوند په حالاتو کې لیکي: د خلافت په زمانه کې به یې چې د ماخستن لمونځ وکړ کور ته به راغی او د کور په ځانګړي جومات کې به یې تر سهاره لمونځ کاوه، یواځي څاښت مهال به یې لیږ خوب کاوه، له هغه وروسته به یې د خلکو خدمت ته ځان فارغ کړ، ده به ویل: که د شپې ویده شم ځان مې تاواني کړ او که د ورځي ویده شم خلکو ته تاوان ده،

مخکي مو یو روایت راخیستی و هغه کې راغلي و: عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وایي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: عبد الله (راوي ښیي) ډېر ښه سړی دی چې شپې لمونځ یې کولی. د عبد الله زوی سالم وایي له هغه وروسته به عبد الله د شپې ډېر کم خوب کاوه. عن سالم بن عبد الله بن عمرَ بن الخطاب – رضي اللهُ عنهم – عن أبيه، أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : «نعم الرجلُ عبدُ الله لو كان يصلي من الليل» قال سالمٌ : فكان عبدُ الله بعد ذلك لا ينام من الليل إلا قليلاً ( متفق عليه ) .

نافع رحمه الله وایي: عبد الله بن عمر رضي الله عنهما به په روژه کې ماخستن مهال په کور کې نفلونه کول، کله به چې له نبوي جومات نه خلک ولاړل ده به د اوبو کوزه ورواخیستله او د رسول الله جومات ته به ورغی، تر هغو به نه راووت څو به یې د سهار لمونځ هلته وکړ. قال نافع: كان ابن عمر -رضي الله عنهما- يقوم في بيته في شهر رمضان، فإذا انصرف الناس من المسجد أخذ إداوةً من ماءٍ ثم يخرج إلى مسجد رسول الله ، ثم لا يخرج منه حتى يصلي فيه الصبح سنن البيهقي الكبرى 2/497.

د نافع په یوه بل روایت کې راغلي هغه وایي: عبد الله بن عمر – رضي الله عنهما – به چې کله د ماخستن لمونځ په جمعه ونه کړ هغه شپه به یې ټوله ویښه تیروله او عبادت به یې کاوه، او په نورو وختونو کې به چې د شپې هر وخت راويښ شو اودس به یې وکړ او په لمانځه به ودریدی. (حلية الأولياء لأبي نعيم ).

انس بن مالك رضي الله عنه به شپه په دریو برخو ويشلې وه، په لومړۍ برخه کې به یې خپله عبادت کاوه، په دویمه برخه کې به یې خپله میرمن پورته کړه هغې به عبادت کاوه او دریمه برخه کې به یې خپله لور پورته کړه هغې به عبادت کاوه.

ابو عثمان النهدي رحمه الله وایي:د ابو هريره کره اووه ورځي میلمه وم، نو ده، ښځي او خادمي به یې شپه په دریو برخو وويشله، یوه برخه کې به یې ښځي لمونځ کاوه بله کې خادمي او دریمه کې ده، او کور به یې ټوله شپه الله ته له عبادت کوونکي نه خالي کیده. عن أبي عثمان النهدي رضي الله عنه، قال: تضيفت أبا هريرة ، سبعة أيام، فكان هو وزوجته وخادمته يقتسمون الليل أثلاثاً، تصلي الزوجة ثلثاً، وتصلي الأمة ثلثاً، ويصلي أبو هريرة ثلثاً، ولا يخلو البيت من قائم لله جل وعلا. صحیح البخاري ومسند الإمام أحمد ، وكتاب الزهد للإمام أحمد.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د