افغانستان

هرات کې د ملي اردو يوولس عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸ مه، ۱۳۹۴ل) : د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د طالبانو په بريد کې د ملي اردو يوولس عسکر وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې تېره ورځ ناوخته طالبانو د کرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو پر کاروان بريد کړی، چې له امله يې لږ تر لږه يوولس عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

د چارواکو په وينا د دغه بريد په ترڅ کې طالبانو د ملي اردو ګڼ نظامي تجهيزات له ځان سره وړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې هرات د هېواد يو له نا امنو ولايتونو څخه شمېرل کيږي، د طالبانو بريدونو او فعاليتونه په کې ډېر زيات دي او د ګڼو ولسواليو ګڼې سيمې د طالبانو په واک کې دي.

د ګډ حکومت چارواکي وايي، چې دوی د هرات امنيتي حالاتو اندېښمن کړي او هڅه کوي، چې د هرات امنيت ته د نورو په پرتله ډېره توجه وکړي، مګر کارپوهان وايي، چې د طالبانو عزم پسرلني عمليات د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په لر و بر کې د پخوا په پرتله ډېر چټک روان دي او د ګډ حکومت نظامي چارواکي د طالبانو د بريدونو او فعاليتونو په مخنيوي او کمزوري کولو کې پاتې راغلي دي.

کارپوهان زياتوي، چې دا لومړی ځل دی، چې طالبان د هېواد په لر و بر کې دومره ډېرې سيمې او ولسوالۍ نيسي او تر ډېره يې په خپل واک کې ساتي او د خپل واک او ځواک سيمې يې ورځ تر بله پراخيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x