د مایکروسافټ نوی سمارټ فون له وینډوز ۱۰ سره وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه ۱۳۹۴ل): روان کال مایکروسافټ کمپنۍ خپل اووم سمارټ فون نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړ. دغه سمارټ فون هم د لومیا (Lumia) سمارټ فونونو د لړۍ نوی سمارټ فون و.

تر دې دمه د مایکروسافټ کمپنۍ ټول وړاندې شوي سمارټ فونونه په درمیانه وړتیا لروونکي سمارټ فونونو کې حسابیږي کوم چې ډیر پیاوړی ځانګړتیاوې نه لري.

د مایکروسافټ کمپنۍ یوازینی پیاوړی سمارټ فون لومیا ۹۳۰ (Lumia 930) دی کوم چې د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال د اپریل په میاشت کاروونکو ته وړاندې شوی و او له هغې وروسته تر دې دمه دغه کمپنۍ کوم ځانګړی پیاوړی سمارټ فون کاروونکو ته ندی وړاندې کړی.

له لومیا ۹۳۰ (Lumia 930) څخه وروسته تر دې دمه د مایکروسافټ سمارټ فونونو کاروونکي د دغې کمپنۍ بل پیاوړی سمارټ فون په انتظار دي خو داسې ښکاري چې دغه کمپنۍ به ډیر ژر خپل نوی پیاوړی سمارټ فون وړاندې کړي.

د روان کال فبروري په میاشت کې مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی و چې دغه کمپنۍ خپل نوی پیاوړی سمارټ فون باندې کار پیل کړی کوم به چې وکولی شي د دغې کمپنۍ کاروونکي خوښ کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ ویلي و چې دغه کمپنۍ غواړي خپل نوی سمارټ فون کې سنپ ډراګن ۸۱۰ (SnapDragon 810) ډوله پروسېسر کوم چې پیاوړی پروسېسر ګڼل کیږي ځای پر ځای کړي.

په هندوستان کې د مایکروسافټ کمپنۍ د څانګې مشر «اجی مهتا» رسنیو ته وویل چې دغه کمپنۍ به ډیر ژر د لومیا (Lumia) سمارټ فونونو د لړۍ نوی او پیاوړی سمارټ فون وړاندې کړي.

د لومیا دغه وړاندې کیدوونکی سمارټ فون به د مایکروسافټ کمپنۍ نوی جوړ شوی اپریټنګ سیسټم وینډوز ۱۰ (Windows 10) سره به کاروونکو ته وړاندې کیږي.

مهتا همداراز وویل چې مایکروسافټ کمپنۍ یوازې په ساده او عادي سمارټ فونونو تمرکز نه کوي بلکه هڅه کوي چې د نړۍ تر ټولو پیاوړی سمارټ فون له نوی اپریټنګ سیسټم سره چې د سمارټ فونونو لپاره وینډوز ۱۰ موبایل (Windows 10 Mobile) نومول شوی وړاندې کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ هندوستان د خپلو تولیداتو وړاندې کولو لپاره تر ټولو غوره بازار ګڼي او وروسته له هغه چې چین هم د سمارټ فون په برخه کې ځانګړی پرمختګ کړی دغه کمپنۍ غواړي په هندوستان کې تر ټولو زیاته پانګونه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د