ادبي لیکني

ستړی منزل – لنډه کيسه

اسدالله غيرت

صابر يو څه شيبه د خپل پلار قبر ته په ځير ځير وکتل . يو سوړ اسويلی يې ويست او له سترګو يې اوښکې روانې شوې. خپل شليدلی او زوړ څادر يې د قبر تر څنګ د سپيرو خاورو پر سر هوار کړ , کيناست خپل خيرن لاسونه يې الهي دربار ته پورته کړل له سترګو يې د رابهيدونکو اوښکو په بدرګه د پلار روح ته په دعا شو:
ـ پلاره ! خدای ج دې جنتونه په نصيب کړه , خدای ج دې بښنه درته وکړي . زما خواږه پلاره ! زه اوس په هغو تنکيو لاسونو چې تا به راته ويل : زويه ! پدغه لاسونو به قلم نيسې او ليکل به کوي , خواري او مزدوري کوم , د يوې ګوله ډوډۍ پيداکولو پسې سرګردانه يم. پلارجانه !

بيا به يې په سينه کې د سلګيو سيند طوفاني شو او ښه شيبه يې د زړه نم له سترګو توی کړ.

بيا يې دواړه سترګې د پلار د قبر پر شناختو باندې خښې کړې , د خپل پلار سره يې د ژوند خوشاله شيبې يو پر بل پسې له سترګو تيرې راتيرې کړې

د پلار هغه خبرې يې وريادې شوې چې ورته ويل به يې : صابره بچو ! که د خدای ج خوښه وه چې لږ رالوی شوې نو په ښوونځي کې به دې شامل کړم زه به درته کاروبار کوم , او تا به يو لوی سړی جوړ کړم , تعليم يافته سړی .. بيا به نو ته زما د لاس امسا وې او هم به خپلو درديدلو ته خدمت کوي خلک به درته د قدر په سترګه ګوري .

صابر د فکرونو په سمندر کې لا خپلې غوپې وهلې او له پلار سره د خيال په نيلۍ سپور وو.

خو د کلي هلکانو چې د ښوونځي په لور روان وو او په خپلو کې يې سره په لوړ غږ خبرې کولې د صابر د خيال د ټال پړی ورپرې کړ.

صابر سترګې وځمبلې , د هلکانو په لور يې وروکتل له اوښکو په ډکو سترګو او له غريو ډک ستوني په ملتيا يې له ځانه سره وويل : هی کاش زما پلار هم ژوندای وای ! زه به هم له دغو هلکانو سره ښوونځي ته يو ځای تلم او راتلم که پلار جان مې ژوندای وای اوس به مې ولې په دغو تنکيو لاسونو درانه کارونه کول؟ ولې به په يوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه او لالهانده ګرځيدم؟

د سلګيو په څپو کې يې بيا تنکي لاسونه لپه کړل او الهي دربار ته يې وروغځول

او ويې ويل : خدايه ته زما په خال رحم وکړه , خدايه ته زما مرستندوی شه !! نه پوهيږم چې زما راتلونکی به له څومره ستونزو او کړاونو څخه ډک وي خدايه ته راسره مل شې!

په خيرن لستوڼې يې له سترګو راونې اوښکې وچې کړې له ځايه پاڅيده , شليدلی څادر يې پر اوږه واچوه په داسې خال کې چې څو څو واره يې د خپل پلار قبر ته په شاه وروکتل په ستړو ګامونو د کلي په لور د يوې ګوله ډوډۍ د پيداکولو په هيله روان شو.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

سلامونه

خيرنو لاسونو = غلط او تحقيراميز تصوير
چاودو لاسونو= صحیح او پر زاي تصوير

خيرن آستین = دیر غلط
شليدلي آستین = عاطفی او صحیح

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x