پاکستان د سریلانکا په وړاندې په ۷ ویکټو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان او سریلانکا لوبډلو تر منځ د دریو ټیسټ لوبو لړۍ دوهمه لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې سریلانکا د پاکستان لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د پاکستان لوبډلې لوبډل مشر د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه خو د پاکستاني لوبډلې توپ وهوونکو توپ وهنه او د سریلانکايي لوبډلې توپ اچوونکو غوره توپ اچوونه د پاکستاني لوبډل مشر دغه پریکړه غلطه ثابته کړه.

پاکستان خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې د محمد حفیظ غوره توپ وهنې په مرسته په ۴۲.۵ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۳۸ منډې جوړې کړې.

لومړۍ وار توپ وهنې کې د پاکستان لپاره محمد حفیظ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. محمد حفیظ په ۷۵ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې ټول توپ اچوونکي غوره او پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو کاوشال بیا د پاکستاني لوبغاړو لپاره عذاب وګرځید.

لومړۍ وار توپ وهنې کې کاوشال خپل ۱۰.۵ اورونو کې یوازې ۴۲ منډې ورکولو سره د پاکستاني لوبډلې پنځه لوبغاړي يي له مخې لرې کړ. پراساد درې او چمیرا یوه ویکټه واخیسته.

سریلانکا خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې د سېلوا او متیوز غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۵ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره سېلوا په ۲۱۸ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۸۰ او متیوز په ۱۵۳ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۷۷ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره یو ځل بیا یاسر شاه حیرانوونکې توپ اچوونه وکړه. یاسر شاه خپل ۴۱.۳ اورونو کې یوازې ۹۶ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي په سوځولو بریالی شو. له یاسر شاه سربیره جنید خان، ذوالفقار بابر او محمد حفیظ هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

پاکستان خپل دوهم وار توپ وهنې کې د اظهر علي، احمد شهزاد او یونس خان غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۲۹ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ وهنې کې اظهر علي په ۳۰۸ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۱۱۷، احمد شهزاد په ۱۵۴ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۹ او یونس خان په ۶۷ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې.

د سریلانکايي لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچوونې کې پراساد څلور، چمیرا درې، متیوز دوه او هېرات یوه ویکټه واخیسته. په سریلانکايي توپ اچوونکو کې متیوز تر ټولو لږې منډې ورکړې. متیوز خپل ۱۱ اورونو کې یوازې ۱۵ منډې ورکړې.

د لوبې ګټلو لپاره سریلانکا ته ۱۵۳ منډو هدف وټاکل شو چې سریلانکا دغه هدف یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کروناراتنې او متیوز غوره توپ وهنې په مرسته پوره او سیالې لوبډلې ته يي په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د سریلانکا لپاره دوهم وار توپ وهنې کې کروناراتنې په ۵۷ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې. متیوز په ۵۷ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۳ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د