خبرتیاوی او پیغامونه

« د جهادي مقاومت نوښتګر لارښوود » کتاب خپور شو

د وتلي ديني، سیاسي او جهادي څېرې مولوي جلال الدين حقاني په اړه د نوموتي لیکوال عبدالرحیم ثاقب لیکلی اثر له چاپه راووت.

دغه اثر چې په زر ټوکه کې، پر کلک کاغذ رنګه خپور شوی دی، پکې د حقاني صاحب پر علمي، سیاسي او جهادي هڅو بحث شوی دی.

د کتاب لیکوال وايي چې کتاب يې پر يوې مقدمې او دریو فصلونو وېشلی دی، چې په ترڅ کې یې د شوروي تیري کوونکو پر خلاف د حقاني صاحب مشهور جهادي عملیات، د جهاد په مهال سیاسي، پوځي او فرهنګي فعالیتونه، د تنظیمي جګړو پر مهال د نوموړي سوله ییزې هڅې، د طالبانو له اسلامي تحریک سره يي یوځای والی او له هغه را وروسته پر افغانستان د صلیبي یرغل په خلاف جهادي مقاومت کې د حقاني صاحب د رول او موثریت په اړه بشپړ معلومات را غونډ شوي.

په دې کتاب کې د حقاني صاحب هغه وينا هم بشپړه را اخيستل شوې ده، چې پکې يې د خپلې سیاسي مبارزې ابتدايي مراحل ، د شورویانو او د هغوی په تعقیب اوسنیو صلیبي یرغلګرو په خلاف جهادي وضعیت تشریح کړی دی.

دغه کتاب د هېواد دننه په پلازمېنه کابل، ننګرهار، خوست، پېښور او کوټه کې په کتاب پلورنځیو کې موندلی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abrhim

دمحترم حقانی اومباریزی په حقله ټول تاریخ لیکل کیده خو وایی چی کله انس حقانی بندی شو نو لیکل یی پاتی شول
نه پوهیږم چی محترم لیکلوال به همغه کتاب پوره کړی وی اوکه دخپل ځان په هڅو به یی لیکلی وی
خو پدی وخت کی داسی کتاب لیکل یو نیک ګام دی اومبارکۍ یی ټولومباریزینوته وایم

Hameed

ماشالله جزاک الله خیرا جزا الله پاک دی دلیکوال صاحب محترم په عمر کی برکت واچوی واقعا چی حقانی صاحب د افغانستان د جهاد نوښتګره چهره ده د حقانی صاحب د جهاد او مجاهد والی د رښتینولی لپاره همدا کافی ده چی امریکا یی همیشه په سر باندی لویه جایزه ټاکلی په تور لیست کی یی اچولی او د ځان په وړاندی یی جدی خطر ګڼلی الله پاک دی دده د زآمنو شهادت په خپل دربار کی قبول کړی واقعا چی د افغانستان د جهادی رهبرانو په کورنیو کی دده کورنی تر ټوله زیاته قربانی ورکړی حرو ، آزادو او… نور لوستل »

Hameed

نو میرویس نیکه د پکتیا د نومیالی او اتل شخصیت سیدال خان ناصر په مر سته چی د لښکر سپه سالار یی و دا کار سرته ورسولی شو

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x