افغانستان

هلمند: امنیتي ځواکونه له يوې قرارګاه او ګڼو پوستو تښتېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په کجکي ولسوالي کې د ملي اردو عسکرو خپله مهمه قرارګاه او ګڼې پوستې طالبانو ته پرېيښې او له سیمې يې پښې سپکې کړې دي.

د کجکي او سنګين ولسوالیو تر منځ په څاروان کلا کې د سولاخ، زندي ګيلان، پاڼ او کشتيوان سیمو کې مېشت د پوستو او يوې قرارګاه عسکر له سیمې تښتېدلي دي او ګڼ مهمات يې طالبانو ته پرېيښي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې نن سهار شاوخوا اته بجې له شپږو پوستو او یوې مهمې قرارګاه د اردو عسکر وتښتېدل او پورته سیمې اوس بشپړې د دوی تر واک لاندې دي.

د خبرپاڼې له مخې عسکرو د دوی د بريدونو تاب رانه ووړ او له سیمې تېښتې ته اړ شول.

دولتي سرچينو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې منلې وه چې په سنګين ولسوالي کې له پنځلسو پوستو ګڼ عسکر تښتېدلي دي.

دغه عسکر په هلمند کې د سږ کال په پیل کې د ذوالفقار عملياتو له پای ته رسېدو وروسته بېرته په شا راغلل او خپلې پوستې يې طالبانو ته پرېښودې.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم د کجکي ولسوالي مسوولینو د دې ولسوالي د سقوط ته نږدې کېدو خبر ورکړی و، چې د سنګین او کجکي د دې لارې په خلاصون سره به دغه اندېښنه څو برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وایی هله به خبر شی چه طالو جبی ( زخمی ) له ورشی طالو لکه په سیند کی د اوبو هغه ګرداب دی چه لامبو پکی ګټه نه لری چه څوک ورباندی برابر شی خلک یا وړی کشتی ښکته کوی ، زما مطلب له دی متل دا دی [ اوس خو د عسکرو ، پولیسو او اربکانو تیښتی او تسلیمی دی هغه وخت ډیر نزدی دی چه د والیانو او وزیرانو استعفی ، تسلیمی او تیښتی پيل شی . د عسکرو تسلیمی یا تیښتی خو ډیر عوامل لری ، یو عامل یی همدا چه هغوی کی مجاهدین شتون لری ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x