افغانستان

پروان: د بهرنیانو د بمباري په غبرګون کې لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۴ل): د پروان لسګونو اوسېدونکو کابل پروان لویه لاره تړلې او د بهرنیانو د بمباري په غبرګون کې يې لاریون کړی دی.

لاریون کوونکي وايي چې بهرنیانو تېره شپه په سیمه کې بمباري کړې ده، چې دروند مالي زيان يې اړولی دی.

ويل کېږي چې دغه بمباري د جمعيت اسلامي د یو قومندان د وسلو پر زېرمتون شوې ده، چې بشپړ له منځه تللی دی.

د جمعيت اسلامي ګوند قومندان جان احمد هم د لاریون کوونکو له ډلې څخه دی، چې د بهرنیانو د تېرې شپې بمباري يې غندله.

دوی نه دي ويلي چې په دې بمباري کې ځاني زيان هم اوښتی کنه؛ خو د تېر ميلادي کال له پای ته رسېدو سره د بهرنیانو پوځي ماموريت بشپړ ختم اعلان شو، خو لا هم د شپې چاپې، بريدونه او بمباري يې روانې دي.

د ګډ حکومت اجرايوي رییس نن د وزيرانو شورا په ناسته د دې موضوع په اړه وویل چې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال کمپبل دغه بمباري منلې خو په خبره يې کومه توطیه نه ده.

لاريون کوونکي لا هم د پروان په مرکز چاريکارو کې د بهرنیانو پر ضد شعارونه ورکوي او د کابل او شمال لاره يې تړلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد احمدی

د پروان خلک د خپلو غلاوو او نورو نامشروع گټو لپاره مظاهری کوی نه د کوم معنوی هدف لپاره

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x