افغانستان

پروان: يوې چاودنې څلور امريکايان ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۴ل): د پروان په بګرام ولسوالي کې د امريکايي عسکرو یو ټانګ د طالبانو پر خښ کړل شوي ماین ور برابر شو، چې څلور تنه پکې ځای پر ځای ووژل شول.

د امريکايي عسکرو دغه ټانګ تېره شپه د بګرام په حاجيانو سیمه کې د طالبانو د خښ کړل شوي ماین ښکار شو.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې څلورامريکايي عسکر يې وژلي دي.

مجاهد ليکي: «تیره شپه د پروان بګرام ولسوالۍ حاجیانو سیمه کې یو امریکايي ټانک منفجر په کې ۴ امریکايي عسکر ځای په ځای قتل شول.»

یاده دې وي د ۲۰۱۴ ميلادي کال له پای ته رسېدو سره د بهرنیانو پوځي ماموريت بشپړ پای ته ورسيد او لاسلیک شویو تړونونو له مخې د افغان عسکرو د روزلو، تمویل او مشورو په پلمه دلته مېشت دي.

خو د پورته ټولو څرګندونو پر خلاف لا هم بهرني عسکر ځمکني او هوايي عملیات کوي، له افغان عسکرو سره په جګړه کې اوږه پر اوږه برخه اخلي او شپني عملیات يې د ګډ حکومت پر اجازه لا هم روان دي.

د ایساف مطبوعاتي دفتر د خپلو وژل شويو عسکرو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

الحمد لله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x